اقليمي بدلونونه او ستونزې

خلیل درویش

1,155

اقليمي بدلونونه څه شي دي او کومې ستونزې رامنځته کوي؟

د اقليمي بدلونونو په اړه به مو په رسنيو کې ډېر اورېدلي وي، همدارنګه په نړۍ کې سياسيون، د چاپيريال ساتنې متخصصين، ځمکه پېژندونکي يې هم وخت ناوخت په اړه اوږدې او ژورې تبصرې کوي.

*اقليمي بدلون څه شی دی؟

*نړيوال ولې پرې عميق بحثونه کوي؟

*د اقليمي بدلون اړوند مستقيم او غير مستقيم تاثيرات او چلينجونه څه شی دي؟

* څنګه يې کنترولولی شو؟

په دې لېکنه کې د اقليمي بدلون او د هغه په ناوړه پايلو، او حل لارو باندې ژور بحث کوو، ترڅو ټولې پوښتنې حل شي.

اقليم؛

د يوې اوږدې مودې انټروال کې، په يوه معينه ساحه کې د آب و هوا اوسط ته اقليم ويل کېږي. اقليم معمولاً د لسيزې، او سليزې په اوږدو کې تر مطالعې لاندې نېول کېږي.

اقليمي_بدلون (Climate Change)؛

د کلونو، لسيزو، او تر هغه په اوږده موده کې د ځمکې په تودوخې، اورښت، باد، بحرونو، او لويو يخچالونو کې تغير ته اقليمي بدلون ويل کېږي.

اقليمي بدلونونه د ځمکې د کُرې ګرمښت په نتېجه کې رامنځته کېږي.

د_ځمکې_د_کًرې_د_ګرمښت_فکتورونه؛

۱. ګلخانه يي ګازونه(Green-house Gases /GHGs)

۲. د نفوس زياتوالی

۱. #ګلخانه_يي_ګازونه(Green-house Gases /GHGs)؛

ګلخانه يي ګازونه په ډېره پيمانه د نفتو، طبعيي ګاز ، او ډبرو سکرو له سوځولو څخه، او همدارنګه د ژونديو موجوداتو څخه د کاربن دای اکسايد (CO2) ازادېدلو څخه، د ځينو انساني کړنو په واسطه اتموسفير ته پورته کېږي. له صنعيتي انقلاب څخه وروسته په نړۍ کې د نفتو، ډبرو سکرو، طبيعي ګاز استعمال ورځ تر بلې زياتيري. نوموړي توکي انسانان د خپل ژوند د چارو او سهولتونو لپاره پکار وړي، لکه: په اعراده جاتو، الوتکو، فابريکو، او ماشين آلاتو کې.

د (Statista) ويبپاڼې په حواله په نړۍ کې هره ورځ د 100 ميليونه بېلره نفت په مصرف رسېږي. همدارنګه د (usatoday) ويبپاڼه ليکي: په نړۍ کې هره ورځ 2.57 ميليونه پاونډه کاربن دای اکسايد اتموسفير ته پورته کېږي.

نوټ: په ګلخانه يي ګازونو کې(کاربن دای اکسايد (CO2)، ميتان (CH4)، نايتريس اکسايد(N2O)، کلورو-فلورو-کاربونونه (CFCs)، پر-فلورو-کاربنونه (PFCs )، هايدر-فلورو-کاربنونه(HFCs)، سلفر هکزا فلورايد(SF6)، اوزون(O3)، شامل دي. په ټوله کې له ۵۰-۶۰٪ برخه يې کاربن دای اکسايد (CO2) تشکيلوي.

– ګلخانه_ګازونه_کوم_چلينجونه_رامنځته_کوي؟

۱- د_ځمکې_کُرې_د_ګرمښت_سبب_ګرځي؛

کله چې ګلخانه يي ګازونه اتموسفير ته آزاد شي په اتموسفير باندې يو پوښ غوړوي، د لمر وړانګې ورسره ټکر کوي، په نتېجه کې د ځمکې د کُرې د ګرمښت سبب ګرځي. هرڅومره چې په اتموسفير کې د ګلخانه يي ګازونو مقدار زياتيږي په هماغه اندازه د ځمکې کًره ګرمېږي.

۲دقطبونو_لوی_يخچالونه_ويلي_کېږي_په_نتېجه_کې_د_بحرونو_سطحه_پورته_کېږي.

د يخچالونو ويلي کېدل په راتلونکې کې ممکن کوچنی جزيزې تر اوبو لاندې کړي. (د سلهاوو زره خلګو ژوند ته ګواښ دی).

۳- لويې_سونامې_ګانې_رامنځته_کېږي؛

سونامې لوی- لوی ځاني او مالي زيانونه رامنځته کوي.

۴- تېزابي_بارانونه؛

تېزابي بارانونه په مستقيم ډول په ساختمانونو او نباتاتو باندې منفي اغېز کوي.

.

۵- د_هوا_ککړتيا؛

د هوا ککړتيا په مستقيمه او غير مستقيمه توګه د بشر ژوند ګواښي.

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) وايي: هر کال په نړۍ کې اووه (۷) ميليونه خلګ د ککړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

۶- د لويو_ځنګلونو_اور_لګېدنه؛

د لويو ځنګلونو اور لګېدنه، ځنګلونه له منځه ځي، چې له يوې خوا د سيمې ښکلا له منځه ځي او له بلې خوا د اکسېجن د توليد دسګاوي فلج کېږي. په ۲۰۲۰م. کال کې د آسټراليا د ځنګلونو اور لګېدنه يې يوه بېلګه يادولای شو.

۷- د_اوزون_طبقه_تدريجاً_تخريبيږي؛

د اوزون طبقه (O3)، هغه طبقه ده چې د اکسېجن له دری اتومه څخه جوړه شوې ده. نوموړې طبقه د ځمکې ماورا بنفش وړانګې (UV-ray) فيلټر کوي او بيا يې ځمکې ته را پرېږدي. د اوزون (O3)، د تخريب عامل، کلورو-فلورو-کاربونونه (CFCs) دي. نوموړي گاوزونه د گلخانه يي گازونو له جملې څخه دي.

نوټ: که چيري د اوزون طبقه په مکمل ډول تخريب شي، د لمر وړانګي په شپږو دقيقو کې د انسان پوست داسې سوځوي لکه په اور چې کباب شوی وي.

۸- د_وحشي_ژوو_او_حشراتو_کمېدل؛

د ځمکې کًرې تدريجې ګرمېدنه د وحشي ژوو، او حشراتو له منځه تلو سبب ګرځي. په حشراتو کې د شاتو مچيو ژوند د ژوندي موجوداتو لپاره ډېر حياتي دی، که چيرې نومړې مچۍ له منځه ځي نو د انسانونو ژوند په ژور ډول ګواښي.

۹- بې_وخته_اورښتونه؛

بې وخته اورښتونه هم د انسانانو په ژوند مستقيماً او غير مستقيماً اغېزه لري. ښه مثال يې د مېوه لرونکو ونو د ګُل غوړېدلو په موسم کې د يخ څپه راتلل.

۱۰- د_ځمکې_د_سطحې_او_لاندې_اوبه؛

د ځمکې د تودوخې د ګرمښت په صورت کې د ځمکې د سطحې اوبو، جهيلونو، سيندونو، رودونو اوبه په چټکۍ سره تبخير کېږي او ځمکې وچېږي. همدارنګه د ځمکې لاندې اوبو سطحه (Water Table) د اورښتونو د کمښت په وجه هر کال مخ په کښته کېدو دی. د افغانستان په اکثرو سېمو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه تر ۵۰ او تر هغه ډېر کښته تللې ده، او لا کښته روانه ده. (دا یو لوی ناورين دی)

—————————

۲. د_نفوس_زياتوالی؛

د نړۍ نفوس ورځ تر بلې په ډېرېدا دی. prb.org يې په ۲۰۲۰ زيږديز کال کې څه کم اته مليارده ښيي. (8000,000,000).

څومره چې د نفوس ګراف په چټکۍ سره پورته روان وي په هماغه اندازه زيات کاربن دای اکسايډ په مستقيمه توګه(د اکسېجن اخيستل او کاربن دای اکسايډ خارجول د تنفس په شکل)، او همدارنګه، په غیرې مستقيمه توګه( د وګړو په ډېرېدا سره د نفتو، ګاز، ډبرو سکارو، او… استعمال ډېرېدل). دا کړنه د ګلخانه يي ګازونو مقدار لوړوي، او اقليمي بدلونونه چټکوي.

څنګه_اقليمي_بدلونونو_تاثيرات_راکمولی_شو!؟؛

د اقليمي بدلونونو د کنترولولو لپاره، بايد د (ګل خانه يي ګازونو) مقدار راکم او کنترول شي.

د کننترول فکتورونه:

– د نفتو، طبعيي ګاز، او ډبروسکارو استعمال راکمول.

– په نړيواله کچه د نفوس کنترول.

– نوې کېدونکې انرژي (Renewable Energy) ته پرمختګ ورکول. ځکه نوموړې انرژي ګله خانه يي ګازونه نه توليدوي، او همدارنګه په پرمختګ سره يې د نفتو، ډبرو سکارو، او طبيعي ګاز(ميتان ګاز) استعمال راکمېږي.

نوټ: د_نوې_کېدونکي_انرژي_منابع_عبارت_دې_له:

۱- د اوبو په وسيله توليدونکې انرژي (Hydropower Energy)؛

۲- لمريزه انرژي (Solar Energy)؛

۳- بادي انرژي (Wind Energy)؛

۴- بايوماس انرژي (Biomass Energy)؛(هغه انرژي چې د نباتاتو او ژوندي موادو له پاتي شونو څخه توليديږي)؛

۵- د ځمکې له ګرمۍ څخه انرژي (Geothermal Energy)؛ ( هغه انرژي چې د ځمکې له لاندې طبقو له ګرمۍ څخه په لاس راځي)؛

۶- هايدروجني انرژي (Hydrogen Energy)؛

۷- ټايډل انرژي (Tidal Energy)؛ هغه انرژي چې د سپوږمۍ او لمر د قوو په واسطه د بحرونو له اوبو څخه ترلاسه کېږي.

۸- څپــئـيــزه انرژي (Wave Energy)؛ هغه انرژي چې د بحرونو له څپو څخه په لاس راځي.

– د ونو کرل، او ځنګلونه زياتول، ترڅو په ډېره کچه کاربن دای اکسايد جذب شي.

– په ښارونو کې د شخصي ترانسپورت په ځای له عامه ترانسپورت څخه کار اخيستل، لکه: بس، ميترو…

– له عصري او کم مصرفه ترانسپورتي وسايلو څخه کار اخيستل.

– که امکان وي، د موټرو په ځای په بايسيکل، او پلي تګ کول.

– د کورونو دېوالونه او چتونه عايقول تر څو په کمه انرژي ګرم او سوړ شي.

– په کورونو او دفترونو کې له عصري موثر ايرکنډېشن، يخچالونو، او برېښنايي وسايلو څخه کار اخيستل.

اخځليکونه؛

1. Acevedo, M.F., Data Analysis and Statistics for Geography, Environmental Science & Engineering: Applications to Sustainability. 2013, Boca Raton, Florida: CRC Press, Taylor & Francis Group. 535 pp.

2. Acevedo, M.F., Simulation of Ecological and Environmental Models. 2012, Boca Raton, Florida: CRC Press, Taylor & Francis Group. 464 pp

3. Prof. Dr. Krauter ,Stefan C.W. Solar Electric Power Generation – Photovoltaic Energy Systems. 2006, Berlin Heidelberg.

4. S. C. Bhatia. Advanced renewable energy systems. 2014, Woodhead Publishing India Pvt. Ltd., www.woodheadpublishing.com

5. www.Statista.com

6. www.usatoday.com

7. www.prb.org

8. (authors’ estimates based on BP, 2010; IEA, 2009; WWEA, 2010)

9. www.nationalgeographic.com

10. www.iberdrola.com

1

ــــــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.