ذهني ارامښت

1,248

د بې خوبۍ يا Insomnia پېژنده: بې خوبي هغه حالت ته وايي، چې يو کس په ارام او عادي ډول سره خوب نه شي کولای او د خوب له ګډوډۍ سره مخ وي. بې خوبي يا Insomnia هغه حالت دی چې يو کس په مشکله سره ویده کيږي یا دا چې ژور او ارام خوب نشي کولای.
په بې خوبي يا Insomnia اخته کس ته معمولاً د شپې له خوا خوب نه ورځي چې له امله یې پر بې خوبۍ اخته کس د ورځې خوب ته اړ کيږي. په امريکا کې يو څېړنه په ګوته کوي، چې په ياد هېواد کې له ۳۰ څخه ۴۰ سلنه کسان د بې خوبۍ ياInsomnia په ناروغۍ اخته دي.
د بې خوبۍ يا Insomnia یو شمیر مهم لاملونه:
د بې خوبۍ لومړني لاملونه: په دغه لاملونو کې اندېښنې، تشويش، روحي فشار، ذهني ستونزې او د ورځې په کارونو د شپې له خوا فکر کول شامليږي.
د بې خوبۍ دویم لاملونه: – د فزيکي ناروغۍ له امله بې خوبي، – د رڼا او شور له امله د خوب کولو ستونزه. – د خوب د ځای لکه توشک، بالښت او نور څېزونو د ګډوډۍ له امله د شپې د خوب ورکېدل. او داسې نورې ستونزې.
د بې خوبۍ يا Insomnia نښې – نښانې:
– په سختۍ سره خوب راتلل: کله چې د شپې د خوب ځای ته ځئ او د ستړيا سره – سره بيا هم نه شی کولی، چې له ديرشو څخه تر يو ساعت پورې موده کې خوب در باندې راشي، نو دا د بې خوبۍ لومړۍ نښه ده.
– په خوب کې پاڅېدل: د شپې په خوب کې پاڅېدل او ویښېدل د بې خوبۍ بله نښه ده.
– له خوب وروسته د ستړيا احساس: هر کله چې د شپې خوب وکړې، خو سهار مهال د خوب څخه پورته کېدو په وخت کې د ستړيا احساس کوې، نو بيا هم د بې خوبۍ يا Insomnia په ناروغۍ اخته یې.
– د ورځې خوب: که چېرې د دندې له تګ وروسته د دندې پر مهال؛ شا او خوا لس او نهه بجې درباندې د خوب احساس راشي نو دا ښيي، چې د شپې خوب مو ناراحته وو او په Insomnia اخته ياست.
– د فکر ګډوډي: د حافظې کمزورتيا، د شيانو هېرېدل، د نه تمرکز ستونزه او ورته نورې چارې د بې خوبۍ له امله پيښيږي.
– د بې خوبۍ يا insomnia تشخيص: اړوند ډاکټر ته لاړ شئ، ډاکټر به ستاسو د بې خوبۍ د نښو – نښانو په اړه پوښتنه وکړئ او د ناروغۍ جدي والی به مالوم کړي.
– د بې خوبۍ insomnia له ناروغ ډاکټر پوښتنه کوي، چې په منظم ډول هر هغه څه ياداښت کړي، کوم چې د نوموړي د بې خوبۍ سبب کيږي.
د بې خوبۍ يا insomnia درملنه: د درملنې په برخه کې تر ټولو مهمه دا ده، چې د بې خوبۍ يا insomnia نښې – نښانې پيدا شي او دا ډاډمنه شي، چې اغېزمن کس په رېښتيا هم په بې خوبۍ اخته دی؟ له دغه تشخيص وروسته اړوند ډاکټر د بې خوبۍ insomnia عمر او څرنګوالی ګوري او د درملنې په موخه يې ځيني درمل او فزيکي چارې توصيه کوي.
– د بې خوبۍ insomnia درملنه هېڅ کله هم بايد پر خپل سر درملو او ګوليو باندې ونه شي. که چېرې د بې خوبۍ له امله هره شپه په بازار کې د خوب مروجې ګولۍ واخلئ او هغه استفاده کړئ، نو نه يوازې چې ستونزه به حل نه شي، بلکې په لوی لاس به د دغه درملو معتاد جوړ شئ.
– د بې خوبۍ insomnia د درملنې لپاره د ډاکټر په مشورې درمل شتون لري، چې هم درته د شپې خوب پيدا کوي او هم په اساسي ډول سره دغه ناروغي له منځه وړي.
د بې خوبۍ يا insomnia کورنۍ درملنه:
– هڅه وکړئ چې د يو مهال وېش اړوند خوب وکړئ. که يو شپه مو خوب نه وي کړی نو هڅه مه کوئ چې د ورځې له خوا بيده شئ او يا هم په دويمه شپه ډېر زيات خوب وکړئ. خپل خوب مو منظم کړئ يانې که چېرې د insomnia په اساس درته بې خوبي پيدا شوي وي، هغه وزغمئ او په ټاکل وخت بسترې ته لاړ شئ او پورته شئ.
– د خوښې کارونه مو خوب ته په نېږدې وخت کې مه تر سره کوئ. هغه کار تر سره کړئ، چې تاسې ته ستړی کوونکی وي. د بېلګې په ډول که چېرې میوزيک مو خوښ وي او له مطالعې څخه ستړي کيږئ، نو د میوزيک د اورېدو پرځای مطالعه وکړئ.
– خوب ته په نېږدې وخت کې د سېګر.ټ څکولو، شين چای او قهوې د څښلو څخه ډډه وکړئ. دغه څېزونه کافين لري او کافين سبب کيږي، چې له تاسې خوب وتښتي.
– که چېرې له دندې رخصت وئ او يا هم راتلونکې ورځ مو بې کاره وي، نو بيا هم په خپل وخت راپاڅیږئ. (مطلب داسې مه کوئ چې ګنې ځا نن خو رخصت دی ډير خوب به وکړم).
– که چېرې په کټ يا بستر کې تر يو ساعت وروسته هم خوب نه درځي، نو همداسې مه پاتې کيږئ، يو ستړی کوونکی کار تر سره کړئ او یا هم کتاب مطالعه کړئ.
مهمه یادونه: کله چې يو کس په insomnia اخته وي، نو د يوې مياشتې تر ډېر وخت يې بايد د خوب ګډوډي يا بې خوبي تېره کړې وي. یانې که چېرې بې خوبي او خوب نه راتلل د يو څو مشخصو ورځو لپاره وي، نو بيا ښایي ځینې نور ځانګړي لاملونه ولري او بې خوبي يا insomnia ورته نه وايي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.