اقتصادي ستونزې
بېکاري او د کار په پيدا کولو کې ستونزې
ناوړه سياسي حالات
نا وړه جغرافيوي حالات ( بې وطني او کډوالي)
د کوم خواږه او نژدې دوست (پلار، ورور، د ژوند ملګري او داسې نورو) له لاسه ورکول
په محبت کې ناکامي
نا وړه ټولنيز حالات (په ټولنه کې ظلم او بې عدالتي)
د ژور خفګان نښې نښانې
دا ناروغې ډېرې زياتې نښې نښانې لري بې ځايه به نه وي که سړی وواېې چې ډيپرېشن د نښو نښانو يوه پراخه ټولګه (سېنډروم) ده چې د ټولو يادول دلته د امکانه لرې ښکاري خو هڅه به وکړو چې تر څه حده ددې ناروغۍ په نښو نښانو باندې په لاندې ډول رڼا واچوو.
• خفګان: په ژور خفګان اخته ناروغ په دوامدار ډول خفه وي او زړه ېې نه خوشحالېږي.
• زړه تنګوالی: زړه ېې تنګ وي، په ټيټ اواز او ورو ورو خبرې کوي، ډېر ځل داسې احساسوي چې زړه ېې چا په موټي کې کلک نيولی ده.
• دا ناروغان په عمومي ډول غلی (خاموشه) وي او د خوشحالۍ په ځايونو کې ېې زړه نه لګېږي. يواځې اوسېږي. خبرې او ورځنی کارونه په مات زړه کوي، ورځني کارونو سره ېې زړه نه لګېږي له همدې امله يا کار نکوي او يا نو که کار کوي نو لکه څوک ېې چې په زور پرې کوي او ډېر اسانه کار هم ورته سخت ښکاري.
• په اسانه ژړا ورځي، زړه ېې ډک ډک کېږي او کله کله له ځان سره ژاړي.
• نهيلي: له ژوند څخه نهيلي او مايوسه وي، تل د نهيلۍ خبرې کوي او زړه ېې له ژوند او دنيا څخه موړ وي.
• ډېر ځل دا ناروغان پخپل ژوند پورې تنګېږي او ځان وژنه کوي، داسې خيالات ورته راځي چې دا څه ژوند ده راځه ځان مړ که لدې ژوند نه خو مړينه ښه ده. ديادونې وړ ده چې دا ناروغان هسې هم له ژوند څخه نهيلي وي او مرګ پخپل ژوند غوره ګڼي له همدې کبله ډېری دا ناروغان ځنې وخت د مرګ د بديل په ډول نشه ايزو توکو ته لاس اچوي او په نشو راځي.
• دا ناروغان د تصميم نيولو توان هم له لاسه ورکوي، ډېر ځل د يو کار لپاره تصميم نيسي خو بېرته ترې پښېمانه کېږي او په نيمه لار او يا حتې د کار په نيمایی کې ترې بېرته راګرځي او نوموړی کار پرته د سرته رسولو په نيمايي کې پرېږدي.
• د خوب ګډ وډېدل: ډېر ځل دې ناروغ ته خوب يا هېڅ نه ورځي او يا کم او په مشکله ورځي خو ځنې وختونه داسې هم کېدای شي چې ناروغ ژورخفګان هم ولري او خوب ېې هم ډېر زيات وي.
• په کوچنۍ خبره ډېره غوسه ورځي، جګړه کوي، غږ پرې بد لګېږي، کوچنۍ خبره ېې بار بار په زړه کې راتاوېږي او قهر ورځي.
• ډوډۍ ته ېې زړه نه کېږي لدې کبله لږ خوراک کوي او ناروغ کمزوری کېږي.
• دا ناروغي د بدن په بېلابېلو سيستمونو اغېزه کوي او ډېر ځل داسې پېښېږي چې ناروغ د زړه د ناروغۍ، د معدې د ناروغۍ، د کولمو د ناروغی، تبې او داسې نورو ډېرو ناروغيو په لوحه ډاکټر ته راځي خو ډاکټر ېې چې پلټنه کوي هغه ناروغي اًصلا هېڅ موجود نه وي بلکه ناروغ ته د ډيپرېشن له کبله دا ناروغی پېښه شوې وي او د ډېپرېشن په درملنې سره نوموړې ناروغی هم ښه کېږي.
د ژور خفګان درملنه
ډول ډول درمل شته چې د ناروغ د شکايتونو او تکليف د ډول سره سم ېې ډاکټران د ناروغ لپاره توصيه کوي. نوموړو درملو ته د خفګان ضد درمل يا Antidepressants واېې او تر ډېره حده د ناروغ د تکليف په کمولو او حتې له منځه وړلو کې مرسته کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.