ما وژنئ هزاره یم؟
تش په دې گناه مې وژنئ هزاره یم
نه قاتل او نه غاصب یم بـېچـاره یم
—-
مونږه وژنئ قاتلان سرې سترگې گرځي
د وطن غټ غداران سرې سترگې گرځي
چې کابـل یې کـنـډوالـه کـړ لا بـاټـېـږي
د ښاریانو “قصابان” (۱)سرې سترگې گرځي
زمـوږ نـسـل د افـشـارو یـتـیـمـان ېـو
ژوندي پاتې چې له تیغ د “قهرمان”(۲)یو
د افـشـار د ټـول وژنې آواره یـم
تش په دې گناه مې وژنئ هزاره یم
***
چې به مېخ چا ټکوهل دخلکو سر کې
د فرعون په څېر کېني د خلکو بر کې
“دانـشـان“، “محققان“ که “خلیلیان“ دي
مال او سر یې خوندي کړ ی دی بهر کې
دوی له څېـلمه د قـومو سـوداگـران دي
پخپل قوم بولي وهي په عام محضر کې
چـا نـیـولی زه د دوی په کـفـاره یم
تش په دې گناه مې وژنئ هزاره یم
***
ما چې وژني نه پښتون دی نه تاجک دی
نـه تـرکـمن نـه هـزاره دی ، نـه ازبـک دی
یا خرڅ شوی په ایران ، یا پنجابک دی
جاسوسۍ تـه مـلا تـړلی برچه پک دی
د تـنـکـیو پـرښـتـو د سـر قـاتـل دی
او په دوه پېسو خرڅ شوی یو جاهل دی
پـه وژنـه یې اخـیستی اجـاره یم
تش په دې گناه مې وژنئ هزاره یم
***
۲۰۲۲/۰۴/۱۹ – کوپنهاگن
————-
۱-د کابل قصاب : گلبدین ته ورکړ شوی لقب
۲- “قهرمان”: د افشار د ناورین بولندوی احمدشاه مسعود
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.