د هند، چين او روسيې اوسنيو  نږدې اړيکو ته لنډه کتنه

ليکوال: محمد سليم سليمان

645

د ريک RIC په نامه مثلث چې د (روسيه، هند او چين) د انګرېزي نومونو له لومړيو توريو اخيستل شوی دی ؛ د يادو دريو هېوادونو د اقتصادي، نظامي او سياسي اړيکو  مثلث دی چې له کلونو کلونو راهیسې ګډې سياسي او اقتصادي غونډې او ناستې کوي او د ګډو همکاريو تړونونه لاسليک کوي، خو په دې وروستيو کې يې اړيکې تر بل هر وخت ډېرې نږدې شوې دي، په ځانګړي ډول د روسيې – اوکراين د روان  کړکېچ په جريان کې کله چې امريکا او ناټو له پرلپسې او سختو فشارونو او ګوتڅنډنو سره، سره چين او هند دې ته قانع نه کړل چې د اوکراين په کړکېچ کې د امريکا او ناټو ملاتړ وکړي او د روسيې پر خلاف د دوی پر خوا کې ودرېږي.

 اصلا خو د ريک مثلث له سوړ جنګ بعد د ختيزو قدرتونو لخوا وروسته له هغه راوټوکېده چې ياد هېوادونه پوه شول چې نړيوال نظام يوازې د امريکا او د امريکا د همګټو هېوادونو پر محور او نفع راڅرخې او تر ډېره يو طرفه دی ، نو په مقابل کې دې هېوادونو په تدريج سره د ګډې همکاري په موخه کار پيل کړ او د ګډ هدف لپاره همدې (ريک مثلث) وروسته وروسته د شانګهای سازمان په چوکاټ ،بيا د بريک سازمان په اډانه او بيا وروسته د  بريکس سازمان په چارچوب کې د ګډ کار ،تعاون او کلکې همکاري ساختارونه جوړ کړل.

نن سبا  ددې دری واړو هېوادونو تر منځ اړيکې په ځانګړي ډول اقتصادي اړيکې تر بل هر وخت تودې شوې دي او په ستره پیمانه صادراتي او وارداتي سوداګريزې اړيکې لري. چين چې له يو ميليارد ډېر نفوس لري او د نړۍ دویم ستر اقتصاد دی د تېر کال په پرتله سږ کال ۱۲ فيصده له روسيې سره په سوداګري  کې زياتوالی راوستی ده او همدارنګه یې په روسيې باندې د لوېديځ او ناټو پر  بنديزونو په پرېکنده ډول انتقاد کړی دی او هغه یې يو طرفه بللي دي. دا دواړه هېوادونه اراده لري چې تر ۲۰۲۴ پورې اقتصادي اړيکې ۲۰۰ ميليارد ډالرو ته ورسوي.  تېره میاشت پيکنيګ ته د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په سفر کې په دې هم خبرې وشوې چې په کلني ډول د دواړو هېوادونو سوداګري بايد په کال کې ۲۵۰ ميليارده ډالرو ته ورسول شي.

سره له دې چې ناټو او امريکا په روسيه باندې بې شمېره بنديزونه لګولي او لا هم دا لړۍ روانه ده او دا بنديزونه په اقتصادي، سياسي، نظامي او نورو برخو سربېره د ژوند په هره برخه کې لګول شوي دي خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي  لکه څنګه چې ښايي هغسې یې روسيه کمزورې نه کړای شوه او نه یې تر اوسه  ډېره زياته موثره نتيجه  ورکړې ده. د روسيې پولي واحد (روبل) چې د يو څو ورځو لپاره دامریکايي ډالر او نورو اسعارو پر وړاندې غورځېدلی و بيرته عادي حالت ته راغی او په عمومي ډول د خوراکي توکو بيې هم تر اوسه پورې د روسيې په بازارونو کې لکه څنګه چې توقع کېدله ډېرې پورته نه دي تللې.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي ماسکو له وړاندې لا پوهېده او په دې کوشش کې و چې ځان تر ډېره بريده له لويديځ او امريکا څخه په اقتصادي برخه کې راټول کړي او فوکس یې په ختيځ او ځآنګړي ډول په چين ، هند او نورو هغو هېوادونو و چې له روسيې سره په بېلابېلو برخو کې تړونونه او ښې اړيکې لري د ګډو همکاريو او سوداګريزو چارو  تړونونه یې ورسره لاسليک کړل  پراخې او ټينګې اړيکې یې ورسره جوړې کړي.

له بلې خوا هند د ماسکو نږدې اقتصادي شريک دی  او د دواړو هېوادونو  رهبرانو لپاره  له يو بل سره سوداګريزې اړيکې تر هرڅه لومړی اهميت لري او کېدای شي تر ۲۰۲۵ کال پورې د دواړو هېوادونو سوداګريزې اړيکې تر ۵۰ ميليارد ډالرو څخه په کلني ډول پورته شي، دا په داسې حال کې چې له تېر مارچ راهیسې روسيې هند ته د نفتو د صادراتو کچه څلور چنده ډېره کړې ده او نوی ډیلی په دې بريالی شوی دی چې له ماسکو څخه په ارزانه بيه نفت وپېري.

ماسکو د هند يو د باور وړ او نږدې شريک دی او تر اوسه پورې هند د بل هرهېواد په پرتله  له روسيې څخه ډېر نظامي او پوځي  توکې پېرلي دي  او د هند لپاره روسيه د وسلو او نظامي تجهيزاتو په برخه کې اولنی ستر بازار دی.

 په دې وروستيو کې چین او هند ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف سفر يو بل ګام و چې ددې مثلث د خپل منځي اړيکو د لا محکم کېدا پر خوا واخيستل شو. دا ليدنې چې د مارچ په وروستیو او د اپرېل په پيل کې ترسره شوې. چين او هند  له روسيې سره د اړيکو په ځانګړي ډول د اقتصادي او نظامي اړيکو د پراختيا تود هرکلی وکړ  او د راتلونکو کلونو لپاره په اوږدې همکاري ژمنې او اقتصادي راکړې ورکړې خبرې وشوې.

په ورته وخت کې د ماسکو ډيپلوماسي دستګاه هڅه کوي چې د ثبات او سوداګري لپاره د پاکستان او ازبکستان په شان هېوادونو سره هم د لا زیاتو همکاریو په اړه خبرې وکړې. دا دواړه خواوې  له ماسکو سره د اړیکو په پراختیا کې لیوالتیا لري او ماسکو په دې هم کوشش کوي چې د منځني ختيځ شتمن هېوادونه لکه عربي متحده امارات او سعودي چې له امريکا او ناټو سره یې اوسمهال اړيکې بيخي خړې پړې شوي دي د ځان ملګرتيا ته راوبولي او خپله اقتصادي کړۍ لا پسې پراخه او مضبوطه کړي.

نو ددې ټولو اقداماتو او اظهاراتو څخه معلومېږي چې د رېک مثلث او يو شمېر نور هېوادونه د نړيوال يو قطبي او يو طرفه نطام له جوړښت څخه راضي نه دي او په دې لټه کې دي چې يو بل نړيوال نظم چې پکې د امریکا او ناټو يو طرفه والی او د دوی اثر رسوخ غالب نه وي رامنځته شي  او داسې يو نړيوال نظم وي چې  د نړۍ د هېوادونو په داخلي چارو کې د عدم مداخلې پر اصل ولاړ وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.