رحمت الله نبیل: حشمت غني احمدزي په پاکستان کې د آی ایس آی له چارواکو سره لیدلي دي

1,038

دعوت میډیا۲۴( شنبه/۱۰ ثور/۱۴۰۱): د افغانستان د استخباراتو پخواني رییس رحمت الله نبیل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې حشمت غني د اشرف غني ورور په پاکستان کې د آی ایس آی له چارواکو سره لیدنه کړې ده.

نبیل زیاته کړې ده، په دغې لیدنه کې حشمت غني هغوی ته د اشرف غني ځانګړی پیغام سپارلی، او د نوموړې د راستنېدو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

نبیل زیاته کړې چې په دغې لیدنه کې د محمد اشرف غني د طالبانو حکومت ته د سلا او مشورو او په ضمن کی دطالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو او د مرکزي بانک د پیسو په خوشې کېدو کی د هغه د اغیزمنتوب اړوند بحث او څه ژمنې شوې دي.

بله خوا بیا تردې دمه د یادې لیدنې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

رحمت الله نبیل تل هوایي او بې بنسټه خبرې کړي او تل یې د شمال ټلوالې د خوشاله ساتلو له پاره د دغې منفورې ډلې له پاره غږېدلی دی. محمد اشرف غنی تل د عادلانه سولې، د اساسي قانون په چوکاټ کې او افغانانو ته د یو منلي نظام خبره کړې ده. زموږ د معلوماتو او د ولس څخه د پوښتنو په اساس محمد اشرف غني د افغانانو د اکثریت د بشپړ ملاتړ څخه برخمن دی. اشف غني تر اوسه د خپل بیرته راتګ په اړه په واضح ډول څه نه دي ویلي چې کله او په کومو شرایطو به بیرته وطن ته راوګرځي. هغه تر اوسه په متحده عربي اماراتو کې اوسي او ډیر کم د رسنیو سره خبرې کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.