غاښونه ولې خرابیږي؟

یحی سهار

996

ایا غاښونه مو خرابیږی؟ نو دغه یی دا خرابیدو لاملونه دی.

روغتیاپوهان وایي، خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هنداره بلل کېږي. که چېرې د غاښونو پاکوالي ته پاملرنه و نه‌شي، د غاښونو توروالی ياCaries  په لومړي وخت کې درملنه نه‌شي، سربېره پر دې چې غاښونه له منځه ځي، خوله بد بوی پیدا کوي، میکروبونه ستوني او معدې ته داخلېږي او انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي.

د غاښونو د خرابي ګڼ عوامل شته، خو یو شمېر کسان ورته فکر نه کوي او یا دغه عوامل په نظر نه ورځي. هغه عوامل چې د غاښونو د خرابوالي لامل ګرځي، ځينې يې دا دي؛

نشه‌یي_توکي

نسوار، چرس، سګرېټ او نور نشه‌یي توکي د غاښونو روغتیا ته جدي زیان اړوي. د نشه‌یي توکيو لوګی د غاښونو تر منځ په فاصله کې خوندي پاتې کېږي چې له دې سره د ګڼو نورو ناروغیو سبب هم ګرځي.

د_نوکانو_زبېښل

ډېری ماشومان او لویان عادت لري چې نوکان په غاښونو پرې کوي، یا یې پرې زبېښي او موښي. دغه عادت د غاښونو مینا یا سپینوالي ته جدي خطر اړوي او همدا ډول په نوکانو کې راټول شوي میکروبونه مو د وجود نورې روغتیا ته هم جدي خطر لري.

د_انرژي_څښل

ډېری ځوانان فکر کوي، بازارونو ته د تازه بېلابېلو ډولونو راغلو انرژیو او یخو مشروباتو په څښلو سره به چاغ شي، وجود به یې ورسره ښه شي او همدا ډول قوي به شي، خو نه یوازې چې دغه څښاک د دوی روغتیا ته ګټه نه لري، بلکې د غاښونو روغتیا ته هم جدي زیان اړوي. دغه څښاک غاښونه توروي، ورستوي یې او همدا ډول مو معدې ته هم جدي ګواښ پېښولای شي.

تر ډوډۍ خوړلو وروسته په غاښونو کې د خلکي وهل

ځينې کسان عادت وي چې څنګه ډوډۍ وخوري، د غاښونو د پاکوالي لپاره له ډکي استفاده کوي. ډاکټران وایي، دا عادت مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي او ورۍ مو ورسره زخمي کېږي.

د_سختو_شیانو_ماتول

په غاښونو د سختو بادامو، چهارمغزو او یا ځینو نورو خوراکي توکيو ماتول مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي. د غاښونو د برېښ عوامل همدغه شيان دي.

په_ناسم_ډول_بُرس_وهل

د سروې له مخې د نړۍ ۷۵ سلنه کسان د غاښونو بُرس په غلط ډول کاروي. دوی بُرس په افقي ډول د غاښونو شا او مخ ته موښي، پداسې حال کې چې بُرس باید په عمودي ډول وموښل شي او تر دوو یا دریو دقیقو په ورځ کې دوه ځله استعمال شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.