د پښتون مترقي لیکوال د ایالاتي مشر عصمت الله زهیر باچا د دعوت میډیا ۲۴ سره په مرکه کې:
پښتانه مترقي لیکوال خپلو ملي ارزښتونو او ارمانونو ته وفادار دي او خپلو تاریخي افتخاراتو ته ژمن دي
پتانه ژوند – پوښتنه: د پښتون مترقي لیکوال په اړه د دعوت لوستونکو ته څه معلومات راکړی پښتون مترقي لیکوال یعني څه؟
ځواب – عصمت الله زهیر باچا: پښتانه مترقي لیکوال د هند ترقي پسند ادب د نهضت څخه را بیل سوی د پښتنو لیکوالو،شاعرانو او منورینو یو ښاخ دی…
په هند کي چي د انګرېز په ضد توده مبارزه د بیلو قامونو په اشتراک روانه وه او په دې مبارزه کي پښتنو هم فعاله ونډه درلوده…
د لندن په یوه وطاق ((۱۹۳۶ءکال» کي علامه سجاد ظهیر او ملګرو یې د ترقي پسند ادب بنسټ کښېښود ترقي پسند ادب نظریات،غوښتي، میني، کرکي، غضبونه ، د رټلو خلګو خپل لیدلي خوبونه وبلل هم دا یې علت و چي د ترقي پسند ادب ریښې په چټکتیا سره رټلو ځوریدلو خلګو پښتنو، بلوڅانو، سندیانو او نور…قامونو ته وغځېدلې…
که څه هم تر دې وړاندي د خدایي خدمتګار تحریک سره تړلي د لیکوالو، شاعرانو او منورینو رسمي ملي او مترقي ادبي نهضت په فعالیتونو بوخت د مزاحمتي ادب یا مقاومتي ادب د لاري په پښتنو کي یو فکري او انقلابي خوځښت را پیدا کړی وو…
او هلته په افغانستان د ویښ زلمیانو د غورځنګ سره تړلي لیکوال، شاعران او منورین چي د بدترین استبداد په دوره کې هم د قلم حرمت د لاسه ورنکړو، پښتانه مترقي لیکوال خپلو ملي ارزښتونو او ارمانونو ته وفادار دي او خپلو تاریخي افتخاراتو ته ژمن دي…
پښتانه مترقي لیکوال ادب د ژوند لپاره د ملي افتخاراتو سره مبارزه مخ ته وړي.
”””’
پتانه ژوند – پوښتنه: پښتانه مترقي لیکوال کله او څنګه او د چا لخوا رامنځ ته شو،او پښتانه مترقي لیکوال له کوم ځایه او په کومو منطقو کي خپل فعالیتونه کوي؟
ځواب – عصمت الله زهیر باچا: د هند ترقي پسند ادب په طبقاتي مبارزه باور درلود د نورو رټلو قامونو چي څنګه د رنګ او نسل ستونځي وې همدا ډول د پښتنو ستونځه قامي یا ملي وه…
د پاکستان تر جوړېدو را وروسته خو دا ستونځه نوره هم شدیده سوه،د ترقي پسند ادب نهضت په هندوستان او پاکستان سره وویشل سو…
پښتانه لیکوال، شاعران او منورین د خپلو سیاسي نظریاتو په اساس نیم د لاهور او نیم د کراچي د اردو ژبو په لمن کي ور ولوېدل…
د پاکستان ریاست د ترقي پسند یا مترقي ادب په مقابل کي اسلامي ادب نهضت منځ ته راوړلو چي په مترقي لیکوالو یې د کفر او د پاکستان د غدارانو ټاپې ووهلې،د پنجابي ژبو او اردو ژبو د تنګ نظرۍ او ژبني تعصب باوجود هم پښتنو لیکوالو،شاعرانو او منورینو ډېر د مصلحته به کار اخستلو اخر کار په کال ۲۰۱۷ ء کي د سېهلي پښتونخوا او شمالي پښتونخوا لیکوالو،شاعرانو او منورینو د پرلپسې ناستو په نتیجه کي په بنو کي د پښتانه مترقي لیکوال بنسټ کښېښود ،مرکزي چیرمین یې ډاکټرمحیب وزیر او ورسره مرکزي صدر یوسف حسین، مرکزي جنرل سیکرټري شهید ارمان لوڼي،حیات روغانی،شمس فګار،طلال بیدار او نور….ملګري انتخاب سو…
په سېهلي پښتونخوا کي د ایالتي صدر په توګه عصمت الله زهیر او ملګري محیب شیراز، فضل اشنا، قربان کفیل او…په دندو وګمارل سول…
د سېهلي پښتونخوا د دیارلسو ولسوالیو څخه په یولس ولسوالیو کي پښتانه مترقي لیکوال ادبي فعالیت را پیل کړو…
سوات، شانګله، دیر او قبایلي سیمو کي د پښتانه مترقي لیکوال رسمي ټولنو خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړه، په کراچي ښار کي مي خپل ادبي فعالیتونه د قصیر اپریدي په مشري کي را پیل کړو ،هم دا ډول په عربو اماراتو ابوظبۍ او دبۍ کي د دیدار وزیر او شمس فګار په مشري کي پښتانه مترقي لیکوال خپل فعالیتونه را پیل کړو…
”””’
پتانه ژوند – پوښتنه: د پښتانه مترقي لیکوال په غونډو یا پروګرامونو کي د پولي دواړو غاړو څخه افغانان ګډون کوي او که یوازي د پښتونخوا خلګ ګډون کوي او راځي؟
او ښځو ته هم دعوت ورکول کیږي او که نه؟
ځواب – عصمت الله زهیر باچا: پښتانه مترقي لیکوال په لراو بر یو افغان شعار باور لري نو د هغه غاړي لیکوالو او شاعرانو سره رسمي نه غېر رسمي اړیکي د هغو د سیاسي حالاتو په رڼا کي ساتو…
هم زیات وختونه د یو او بل غونډو ته سره ځو راځو…
پښتانه مترقي لیکوال په پیل کي د سېهلي پښتونخوا کي ښځینه ټولنه د وړانګي لوڼۍ په کوښښونو پرانستله او پروفېسر شفا کاکړي او ارزو زیارتوالي لویه همکاري وکړه…
د پروفېسر شفا کاکړي د لاري مي په یوه دولتي د انجونو په لیسه کي تنظیم ښه فعاله کړو،زیات تعداد انجوني د پښتوادب او پښتو لیک لوست سره اشنا سوې خو د استخباراتي او ریاستي مشکلاتو یا زموږ د ملګرو د بې غیورۍ لکبله ښځینه فعالیت د پیل په اندازه نلرو.
پتانه ژوند – پوښتنه: پښتانه مترقي لیکوال داسي خاص کومه انټرنیټي پاڼه لري یا کوم په چاپي بڼه هم فعالیتونه کوی یا یې په نظر کي لری؟
ځواب – عصمت الله زهیر باچا: د پښتانه مترقي لیکوال د نوي چیرمین ډاکټرلیاقت تابان تر انتخاب۲۰۲۱ء را وروسته د انټرنیټ رسمي پاڼه را پیل کړه او حفیظ الله یاد یې مسول چلونکی دی…
د پښتانه مترقي لیکوال له اړخه مي تر اوسه یو تعداد کتابونه د بیلو بیلو لیکوال چاپ کړي دي او په مرکزي کچه د یوې علمي مجلې اړتیا احساسوو،خو محدود اقتصاد مي دې ته نه پرېږدي ځکه د دوامداره مجلې لپاره دوامداره اقتصاد لازم وي.
پتانه ژوند – پوښتنه: لکه څنګه چي موږ پوهیږو تاسو د پښتانه مترقي لیکوال له لاري ادبي او فرهنګي د وطن او ژبي لپاره خدمت کوي ،تاسو مرکزي صدر یاست او ستاسو سره داسي نور کوم کسان دي که نومونه یې راته واخلی؟
ځواب – عصمت الله زهیر باچا: د پښتانه مترقي لیکوال د دوهمي دورې ټاګني چي په بنو بکاخیل کي د پخواني چیرمین ډاکټر محیب وزیر په مشري کي تر سره سوې،ډاکټرلیاقت تابان مرکزي چیرمین د درو کلونو لپاره انتخاب سو چي ډېر تکړه لیکوال ،ناول کښونکی ، څېړونکی او د یو شمېر کتابونو لیکوال دی…
هم دا ډول یوسف حسین،شمس فګار، دیدار وزیر، محیب شیراز، فضل اشنا، مسرور موسی خیل، قربان کفیل ، پروفېسر فیض محمد شهزاد…د مرکز او د ایالت په کچه یو شمېر ملګري په خپلو فعالیتونو بوخت دي.
پتانه ژوند – پوښتنه: تاسو د پښتانه مترقي لیکوال فعالیتونو ته په کوم نظر ګوری ایا په ځوانانو یا په پښتني ټولنه کي به کوم مثبت تاثیرات ولري؟
ځواب – عصمت الله زهیر باچا: پښتانه مترقي لیکوال یوازي په ځوانو لیکوالو کي نه پښتنو محصیلنو کي هم فکري او ملي روحیه را بیداره کړه،پښتو کتاب او پښتون محصل(چي د اردو ژبي او پردي نصاب تر تاثیر لاندي دي» لپاره یې زمینه سازي وکړه…
بل اړخ ته افغانیت او مستعمره پښتون یې په عملي توګه سره وګنډل.
پتانه ژوند – پوښتنه: تاسو ته به راشو که د ځان په اړه راته ووایاست لکه چي موږ پوهیږو تاسو هم شعر شاعري کوی او ناولونه هم لیکی له کله شاعري کوی یا کتابونه مو چاپ شوي دي؟
ځواب – عصمت الله زهیر باچا: په څوارلس کلنۍ کي مي لومړۍ غزل نما یو څه ولیکل اوس څلویښت کاله تېر دي یو څه مي چاپ کړي را چاپ کړي دي ځیني به درته یاد کړم…
۱.د پښین لنډ تاریخ
۲.فیض محمد غازي
۳.د سندرو اوښکي (شعري ټولګه)
۴.د لبنان ویاړ( د جبران خلیل جبران د ناولونو او لنډو کیسو ژباړه)
۵.فکري بیداري او پښتانه (تدوین او چاپ)
۶.د میني او حسن متعکف شاعر
۷. ۲۵ اکتور (ناول)
۸.ادب، سیاست او امن
۹.سوړ بوی (ناول» چاپ ته مي استولی دی
۱۰. د کال ۱۹۸۴ء څخه تر کال ۱۹۸۶ء مي دوه میاشتنۍ پلوشه پښين چلوله پښین زما د استوګي ځای دی
۱۱. د ۱۹۹۷ء څخه تر ۲۰۱۳ء کلونو پوري مي درې میاشتنۍ حسنی پښین چلوله.
پتانه ژوند – پوښتنه: په اخیره کي د دعوت لوستونکو او ځوانانو ته په خاصه توګه د ادب مینوالو ته څه پېغام او ویل لری.
ځواب – عصمت الله زهیر باچا: د دعوت مجلې دا یو ستر خدمت او مسولیت دی چي په نړۍ کي سره پاشلي پښتانه افغانان د یوه وحدت په تار سره پیودي او د یوالي په یوه ټغر یې سره راټولوي…
د دعوت مجلې لوستونکو دا ملي مسولیت پاموم چي د ژبي د خدمت او د ادب د چوپړ په دې لاره کي دعوت سره هر راز مرسته وکړي او خپل ملي مسولیت ادا کړي.
پتانه”ژوند” د پښتون مترقي لیکوال صدر محترم عصمت الله ”زهیرباچا’ صیب نړۍ مننه. کور مو ودان چې وخت مو راکړ او د پښتون مترقي لیکوال په هکله معلومات مو راسره شریک کړل. که څه هم تاسو ناروغ هم وی مګر بیا مو هم موږ ته وخت راکړ. ډېره مننه. تل دي وي لر اوبر.
عصمت الله”زهیر باچا”هیله کوم زه هرکله حاضر یم تاسو او دعوت به هیڅکله هم نا امید نه کړم. مننه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.