د جرمني ژبې اسانه زده کړه

لیکوال: اخیم مایر- ژباړن: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

2,215
شعرونه ګرامر تشریح کوي، د جرمني ژبې اسانه زده کړه
د جرمني په هسن ایالت کې د وايټروډ ښارګوتي کې د طب ډاکټر اکرام ملکزی د افغانانو لپاره د الماني ګرامر یو درسي کتاب لیکلي او چاپ کړي دی.
سرچېنه: د هسین نیډرزاکسن الګماینه ویبپاڼه
لیکوال: اخیم مایر
ژباړن: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
د کتاب نوم ٬٬ د جرمني ژبې اسانه زده کړه ٬٬ دغه کتاب له اساساتو څخه نیولي بیا تر ادبې بېلګو پورې په تفصیلي توګه د الماني ژبې ګرامر په پښتو تشریح کوي.
د ډاکټر ملکزي دا نوی کتاب په لاس کې دروند پرېوځي. یوازې د کتاب وزن د دوو کیلو ګرامو څخه ډیر اټکلیدلي شي. د کتاب لیکوال به څومره کاري ساعتونه وخت پرې لګولي یا د وخت پانګونه پرې کړي وي. دا کتاب ښایې د شاخوا زرو ساعتونو کار وي.
په خټه افغان ډاکټر ملکزي د څه باندې لس کاله مخکې هم یو جرمني پښتو ژبې قاموس چاپ او خپور کړی دی. هغه کتاب په خپل ډول کې لومړنی قاموس و، چې موږ یې په اړه (د ورځپاڼې لیکوال لیکي) مخکې راپور خپور کړي دی.
ډاکتر ملکزي د همدې چاپ شوي قاموس په اړه وویل، چې د کتاب په اړه د خلکو د مننو غبرګونونه او د کره کتنې لړۍ په بیساري توګه حیرانوکي وې. ملکزي نه یوازې د همدې کتاب لیکلو سره د جرمني فدرالي دولت تر ټولو لوړ عالي خدماتو معتبره جاېزه او ستاینلیک باندې ونازول شو، بلکې له هغه څخه ډیرو افغانانو مننه او قدراني وکړې. لیکوال د مننې او قدرداني ځوابونو د ترلاسه کولو تر څنګه د هغه څخه د یو بل کتاب د الماني ژبې د لا نوره ښه پوهیدو وړ درسي کتاب غوښتنې هم وشوې. د خلکو د همدې پرلپسې غوښتنو ورسته ملکزي په کار بیا پیل وکړ. کله چې ملکزي د خپل روغتیایې کتنځي یا کلنیک څخه بیرته خپل کور ته راستون کیدلو، د شپې له یوولسو بجو څخه تر شپې یوې نیمې بجو پورې په دې درسي کتاب باندې کار کولو. هغه په دې موده کې دقیقآ دغسي یوه درسي کتاب ته یا دې ستر اثر ته وده ورکړه، لکه چې پخوا هغه په خپله ورته د کارولو اړتیا درلودله. کله چې هغه څو لسیزې مخکې په افغانستان کې د ځوانۍ په دوران کې په لومړی ځل المانی ژبه زده کوله. هغه د مونشن په پوهنتون کې یو سکالرشیپ ترلاسه کړو. ملکزي له هغې مهاله په دې اړه هغه اړینه متخصصه مسلکي پوهه په لاس کې لري.
دا ډیره ګرانه ستونزمه چار وه، چې څنګه افغانی ژبې ته یا د چا چې پښتو مورنې ژبه وي، هغې ته الماني اسانه ورزده کړل شي. ملکزي د دې کتاب په لیکلو سره دغه ستونزه داسي حل کړه، چې هغه افغاني شعرونو او متلونو څخه د ګرامري ښکارندې په کارولو سره دغه ستونزه حل کړه. نومړي په خپله وایې، چې دغه میټود یې په هیڅ بل درسي کتاب کې نه دی موندلي.
دغي درسي کتاب ورو ورو د دووسو پاڼو څخه د څه باندې اته سوو پاڼو ته وده کړه.
د دې درسي کتاب د لیکلو په بهیر کې هغو ملګرو او اشنایانو کومو چې الماني ژبه یې زده کوله، ملکزي ته سپارښتنې او خپل نظرونه وړاندې کول، له دې امله دغه درسي کتاب د 200 پاڼو څخه 800 پاڼو ته لوړ شو.
د دې کتاب روښانه جوړښت او بڼه د سړی سترګې سمدلاسه ځانته راجلبوي. په کتاب کې د موضوع په بنست موضوع ته توضیصات ورکول کیږي، د نمونوي جملو او تمرینونو سره تعقیب کیږي. دغه کتاب باید هغه څه وساتې، کوم څه چې د کتاب عنوان یا سرلیک یې ژمنه کوي:٬٬ د الماني ژبه اسانه شوه٬٬ .
ملکزي د درسي کتاب د زده کړې کچې په ټړاو په ټېنګار سره وایې، چې دا کتاب د الفبا له تشریح څخه نیولي تر ژبپوهانو او ادبپوهانو ته د علاقې وړ ژبنۍ ښکارندې تشریح کوي.
دغه د طب ډاکټر په خپله د دې درسي کتاب له خرڅلاو څخه یوه روپې هم نه ترلاسه کوي. د هغه لپاره دا کار د زړه مینې خبره ده، هغه غواړي د خپل لرغوني هیواد او د دې نوی وطن تر منځ د پل جوړولو په کار کې ګډ کار وکړي. د هغه زړه د دواړو نړۍ لپاره تپېږي. دغه کتاب په کتابپلورنځیو کې شتون لري. ملکزي په افغانستان کې له یوې ټولنې سره په اړیکه کې دی، هغه افغاني ټولنه په دې هڅه کې ده، چې دغه درسي کتاب بیا چاپ کړي، تر څو دا کتاب خپله لاره پوهنتونونو، ښونځیو او نورو تعلیمي موسسو ته ومومي.
پښتو ژبه له ښې اړخه د کیڼ په لور لوستل کیږي.
دغې نوی ګرامري درسي کتاب لیکوال له ډیرو ننګونو سره مخامخ کړي و. په تخنیکي لحاظ ملکزي باید هممهاله له دوو لیکلي شویو ژبو سره مقابله کړي واې، دواړه ژبې په مخالف لوري روانې دي. ځکه پښتو له ښې اړخه د کین اړخ ته لوستل کیږي. یوه کمپیوټري سافتویر دغه ستونزه حل کړه. له ملکزي سره د جرمني په ډورتموند ښار کې مېشته یوې الماني ژبې ټولنې مرسته وکړه، دغې ټولنې د کتاب چاپولو او تمویلو لپاره د یوه غوښتنلیک له لارې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت څخه د مرستې غوښتنه وکړه. د جرمني بهرنیو چارو وزارت د دې پروژې د ملاتړ لپاره د 1800 یورو مرسته وکړه.
په افغانستان د بدل شوي وضعیت له امله په دغه هیواد کې د کتابونو چاپول او چمتوکول ستونزمن شوي دي. د جرمني سفارت تیر کال د طالبانو تر واکمنیدو ورسته وتړل شو. ډاکټر ملکزي وایې: ٬٬ هغه څه چې زه د افغانستان پت اړه اورم، هغه ما ډیر غمجن کوي٬٬.
د ملکزي شخصیت په اړه:
نهه شپيته کلن ډاکتر ملکزی په افغانستان کې زیږیدلي دی. هغه هلته جرمني ژبه زده کړي او د ژباړن په توګه کار کړي دی. یوه سکالرشیپ هغه ته دا توان ورکړ، چې په 1974 کال کې د مونشن په پوهنتون کې د ژبپوهنې ډیپلوم ترلاسه کړي دی. هغه په مونشن کې د طب پوهنځی هم ولوستلو.
هغه تراوسه د وایټروډ ښارګوټي کې د عمومي درملنې یو کتنځي درلود، کوم چې هغه یې تیر کال پریښود. ملکزي غواړي په راتلونکي کې د الماني او پښتو ژبې لپاره د تخصصي یا مسلکي لغتونو یوه ډیکشنري چمتو کړي‌.
د جرمني ژبې اسانه زده کړې درسي کتاب 820 پاڼې لري، د دې کتاب بیه د جرمني په کتابپلورنځیو کې 75 یورو ده.
May be an image of 1 person and suit
پای
May be an image of 1 person

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.