دعوت ميډیا ۲۴ (چهارشنبه/۴جوزا /۱۴۰۱): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د درې نړیوالو یو ورځنیو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره نن له غرمې وروسته یاد هېواد ته روانه شوه.
افغان لوبډله به د مهالوېش له مخې د راتلونکې جون میاشتې په څلورمه نېټه د کوربه لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي چې ورپسې به د جون میاشتې په دویمه لسیزه کې د یاد هېواد پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې هم ترسره کړي چې په همدې موخه نن افغان لوبډله یاد هېواد ته روانه شوه.
افغان لوبډله به له یوې اوونۍ تمریناتو وروسته د یاد هېواد پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې وکړي چې د راتلونکې جون میاشتې په څلورمه، شپږمه او نهمه نېټه د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې دوام ومومي. د یو ورځنیو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به دواړه لوبډلې په همدې لوبغالي کې درې شل اوریزې سیالۍ هم د جون میاشتې په ۱۱مه، ۱۲مه او ۱۴مه نېټه ترسره کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.