بد عمره نجلۍ

عقیب خان

946
قاتل مې ورور زه بې ګناه يم
ډولۍ راغلې ما سوره کې ورکوينه
په يوه کلي کې يوې سپين سرې کونډې له خپلو څلورو لورګانو او يوه زوی سره يوځای ژوند کاوه. د کونډې زوی احمد نوميده چې ډېر هوښيار، ارام، همت ناک، با حوصله او د دين سخت لېوال هلک و. احمد به بازار کې ميوه خرڅوله او ايله دومره پيسې به يې ګټلې چې ګوزاره به يې پرې روانه وه. په دې کلي کې يو بد دستور دا و، چې غريب سړي ته به په سپکه سترګه کتل کيده، مړی ژوندی به ورسره چا نه کاوه، احمد هم د غريبانو له جملې څخه و، هر وخت به يې شکيدلې جامې اغوستې وې، ببر سر څیرې ګريوان به ګرځيده.
احمد نوی را زلمی سوی ۱۸ کلن ځوان و، خو په دې نه پوهيده چې پلار يې پخوا په دښمنۍ کې وژل سوی. يوه ورځ احمد له خپلو ملګرو سره د لوبو ميدان ته لاړ، ترڅو کرکټ وکړي. احمد په کرکټ کې يو بريالی انسان و، هر وخت به ښه ځليده، نن چې وروستۍ لوبه وه، احمد د تېر په څېر په ښه لوبيدو پای لوبه وګټله. د مخالفې لوبډلې مشر د احمد تربور و چې ريحان نوميده. ريحان ډېر غصه ناک او بد مزاجه انسان و، احمد سره به يې هر وخت په نه خبره جنګونه کول. نن چې د لوبې په بايللو درد ورغلی و، احمد ته يې د پلار په مړينه پيغور ورکړ، چې په دښمنۍ کې وژل شوی و، خو غچ يې لا نه و اخيستل سوی.
احمد چې د ريحان له خولې د خپل پلار د مړينې خبره واوريده، نو سمدلاسه يې غټه تيګه راواخيسته، ريحان يې په سر پرې وواهه او ويې واژه. احمد چې د کور سرپرست و، له کلي د تيښتې چاره يې نه درلوده. غفور خان چې د احمد ناسکه تره و، خبره يې د کلي تر ملک او قومي مشرانو ورسوله. د ريحان کورنۍ جرګې ته په سخته قانع سوه. مشرانو فيصله داسې وکړه، چې احمد به خپله خور سپوږمۍ د ريحان ورور ته واده کوي او هم به (۲۰۰۰۰۰) روپۍ ورکوي. د احمد مور چې بې کسه او بې وسه وه، په نه زړه د مشرانو فيصلې ته غاړه کيښوده. کال وروسته يې د واده ترتيب ونيوه، واده يې وشو. د سپوږمۍ خواښې ډېره بدکاره او شيشکه ميرمن وه، هر وخت به يې سپوږمۍ پسې ژبه ايستلې وه، تل به يې غوښتل چې ګاونډيو ته يې سپکه کړي، بد چلند به يې ورسره کاوه، وهله ټکوله به يې. سپوږمۍ درې کاله خواښې کره په بد عمرۍ تېر کړل، وروسته له درېيو کالو يې د ورور ( احمد) د واده پروګرام برابر شو، خو سپوږمۍ يې خواښې هماغسې د بد عمرۍ په زنځيرونو تړلې وه. د واده په ورځ يې سپوږمۍ ته اجازه ورنکړه چې د ورور واده ته لاړه شي. سپوږمۍ د زړه درد په خپله ژبه بيانوي او دا ټپه کوي:
ما نني محفل ته پريدئ
بيا مې په غبرګه رسۍ وتړئ مئينه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.