میرمن درخانۍ د دعوت سره په مرکه کې

1,816

ژباړنه، شاعره او کیسه لیکوونکې میرمن درخانۍ د دعوت سره په مرکه کې

په ټولنه کې د شعر ارزښت او د خلکو لخوا د شعر منل یوه مهمه موضوع ده، نن ورځ به داسې ټولنې ونه مومو چې له شعر او هنر سره دې لېوالتیا ونه لري؛ ځکه شعر د انساني عواطفو، احساساتو او جذباتو د بیان ژبه ده، سر و کار یې له بشري یا انساني مشترکاتو سره دی چې انسان پرې پوهېږي او تر منځ یې بل مفسر ته اړتیا نشته

درخانۍ د ادم د رباب په ترنم کې خپل ځان ورک کول . د درخانۍ او ادم کیسه له پیړیو زموږ په نسلونو کې دنقلونو په ژبه ژوندۍ ده.
دا د ادم درخانۍ نه ده بلکې د ځانګړي مهارت د شعر او ژباړي درخانۍ ده.
“پښتنې په قامت ستري نه دي څه دي”
د درخانۍ سره دهغوی په ژوند اوفن غږیدلي یو.

پتانه ژوند: آغلې درخانۍ  که لومړی د ځان په اړه د دعوت لوستونکو ته وویاست. درخانۍ د کوم ځای ده او زده کړې یې چیرته پای ته رسولي؟
درخانۍ: زه د کندهار یم زده کړې مې په پښتو ادبیاتو کي د لیسانس تر کچې بشپړې کړې دي.

پتانه ژوند: له کله شاعري کوئ او تر اوسه مو څومره شعرونه ليکلي دي؟
درخانۍ: تقریبا له ۲۰۱۴ کال راهیسې څه نا څه لیکل کوم. اول کې چې څوک شعر یا کیسه لیکل شروع کوي نیمګړتیاو څخه ډک وي همداسي زما لیکنې هم نیمګړتیاوې لري؛ نو ځکه زه نشم ویلای چي څومره لنډک  شعرونه به مي لیکلي وي. 

پتانه ژوند:  ولې مو د ادب دا صنف یعنې لنډکي شعرونه غوره کړه . دا رنګ شاعري ته موږ کوم نوم ورکولای شو؟
درخانۍ: که له خپلې پوښتنې څخه ستاسو هدف چوکاټ یا ژانر وي، نو زه ویلی سم چي لنډکی شعر د نولسمې پېړۍ تولید دئ. دا ژانر په جاپان کې هایکو، فارسي ادب ئې (شعر کوتاه) او پښتانه یې لنډکی شعر نوموي. دا  یو ځانګړی ادبي قالب دی، د یوې خاصې ډلبندۍ سره که څه هم په ځینو ځانګړنو کې یې اختلاف نظر سته  خو په ټوله کي یو ځانګړی ژانر دی چې تر اوسه یې زموږ په ټولنه کي خپل خاص ځای نه دی موندلی او له څو کلونو ډیر عمر نه لري . د یادونې وړ ده چې  په ټولو هنري او ادبي لیکنو او ژانرونو کې قاطعیت نسته ، موږ لیکوالان ژانرونه ماتولی او په اصل کې یې بدلون هم ورکولی شو. 
په اصل کې دا ژانر د خیال او انځور شعر دی، یوه راټوله وینا ده او په لنډو ټکو کې د یو پراخ مفهوم بیانوونکی کلام دی، د ابلاغ ستونزه اصلاً نه پکې محسوسیږي او واضح او څرګنده وینا ده.
سره له دی چي لنډکي شعرونه د چوکاټ له پلوه نثر دی خو د نورې محتوا لکه عاطفه، تخیل، استعاره او سمبول له اړخه شعرونه دي.
زه په ټوله کي ستاسو د پوښتني په جواب کي ویلای سم چي په لنډو شعرونو کي د نارینه پر نسبت ښځې ځکه بریالۍ دي، چې ښځې د نارینو په نسبت حساسې او ځیرکې دي خاصکر زه د خپل لید د حساسیت باریکه دایره په دې صنف کي ډېره ښه ترسیم کولای سم، ځکه خو تر ډیره لنډ شعر لیکم.
دوهم لامل ئې هم دا دی، چي د پښتو ادب په بڼ کي دا نازک ګلاب باید دومره خپور او عام سی چې هر څوک خپل درد پکښي منعکس کړای شي.

پتانه ژوند:  که دا راته وویاست له کله ژباړې کوئ او ولې مو زیاتره کوښښ په ژباړه دی؟
درخانۍ: زه تر ډېره د نورو ژبو ادبیات لولم. یعنی غواړم نور خلک ولولم، له ځان سره د هغوی د لید توپیر، د فکر څرنګوالی ئې او تر ډېره د عاطفې د هغې بڼې د پېژندلو په لېونۍ هڅه یم چې موږ انسانان ئې په بېلو اقلیمي، جغرافیایي، سیاسي، مذهبي او ټولنیزو بهانو سره ویشلي یو.
دا مې ستاسو د پوښتنې په باب خپل د درون غږ وو، که خبره زما د تلاش سي چې ولي ئې د ژباړلو په تلاش یم، بیا نو ویلی شم، چي پښتو ژبه باید د نورو ژبو رنګیني، سنګیني او ظرافت هم په خپله لمن کي ولري. یعنی زه له دې سخت خوند اخلم هغه څه چي نا آشنا ځای یي لولم، غواړم زما د ژبي لوستونکي او ویونکي یې هم ولولي.

پتانه’ژوند:  اغلې درخانۍ ژباړه څنګه تعریفوي، ژباړه یعنې څه؟
درخانۍ: د ژباړې کلیمه خو د (ژبې اړولو) لنډه بڼه ده، کله چي موږ  په نورو ژبو کې (ترجمه، translation او( ..  دي.
ژباړه نن سبا یو پراخ مفهوم لري. که موږ د ژباړې پر ضرورت، اهمیت، ډولونو او اصولو بحث کوو، یوې ژبي یوه جمله، کلمه، لیکنه، (که شعر وي یا نثر) خپلې یا هم بلې هرې ژبي ته اړوو او هدف مو دا وي، چي موږ همدا جمله، لیکنه د خپلي یا بلې ژبي ویوونکو ته د هغوی د پوهولو په مقصد را اړوو، همدې ته ژباړه وایي.
د ژباړې مترادفې کلدا به بیخي یو پنډ کتاب ورڅخه جوړ سي. ځکه دا په نننۍ نړۍ کي یو پراخ علمي بحث دی چي ځانکړي اصول، ډولونه، معیارونه، ځانګړنې، حتی ځانګړي متخصصین لري.
زه د ژباړې تر دې لنډې پېژندنې وروسته د ژباړي د ارزښت په هکله فقط دا وایم، چي ژباړه ټولنې یو له بل سره نږدي کوي، علمونه، هنرونه او فکرونه عاموي، حتی د بشري عاطفي په درک او عامیدو کي لویه ونډه لری.

پتانه ژوند:  تاسو له کومو ژبو نه پښتو ته  ژباړي کوی.؟
درخانۍ:  زه تر ډېره ژباړه له فارسي، اردو او انګلیسي کوم

پتانه ژوند: ژباړه د بدلې ژبې د وینا والو فکر په خپله ژبه ګډېدل دي او د نورو خلکو ویناوي یا ادب خپلو خلکو ته ترجمه ده . چې ترڅو خلک وکولای شي د یو بدل کلتور  او فکر نه خبر شي. فکر کوم همداسي به وي؟ ایا ژباړه د ادب برخه کېدی شي؟
درخانۍ :موږ ژباړه د علم او هنر یوې خاصي ډلي ته هيڅکله نشو مختص کولای. ادب یو پراخ هنر دی.  ژباړه د بل هر هنر تر څنګ د دي هنر د ودې، پراختیا، نوښت، رغښت او نرمښت یوه ډېره باریکه، حساسه او ظریفه وسیله ده.
که موږ ژباړه د ادب برخه وګرځوو، د ساینسي موضوعاتو ژباړي هم شته، تاریخ هم نورو ژبو ته ژباړل کیږي. بیا خو دا د هر ډګر برخه وګرځېده، نو په همدې اساس موږ ویلی سو چي ژباړه د ادب برخه نه، بلکې د ادب د پیاوړتیا یوه وسیله ده.

پتانه ژوند: کله،کله داسي هم درسره شوي دي چې څه ويل غواړﺉ د شعر غزل یا ژباړې لمن تنګه درته ښکاره شوې وي کوم بل ژانر ته مو فکر کړی وي؟
درخانۍ: زما تر ډېره د لنډ شعر فورم خوښ دئ. زه خپل رازونه، احساسات او عواطف تر ډېره په همدې ژانر کي بیانوم. غزل او د شعر نور فورمونه مي نه دي ازمویلي، ښایي  دا زما د شعري قریحې هغه جلا والی وي، چې ډېر شاعران ئې نه لري. زه خپل ځان د لنډ شعر په کړکۍ کې ډېر رسا وینم. کله چې لنډ شعر لیکم، فکر کوم د خپل درون له کړکۍ څخه الوزم، چې داسې ده بیا نو په لوی لاس د مصنوعیت هڅه د څه لپاره؟ زه ولې د بل له کړکۍ څخه پروازونه وکړم؟
او که دا کار وکړم، پوهېږمه چې نه یوازي لوېږم، بلکې خپل عواطف به هم له ځان سره زخمي کړم . زه لنډه کیسه هم لیکم، مګر هغه څه چې په لنډ شعر کي بیانولی سم، په لنډه کیسه کي  یې هومره جالب نسم اوډلی..

پتانه ژوند: که دا راته ووایاست تر اوسه مو څومره ژباړې کړې دي او کوم چاپي اثار هم لرئ؟
درخانۍ: تر اوسه مي ډېرې ژباړې کړې دي ځکه زه ژباړه له ډېره وخته کوم خو چاپ شوی اثار تر اوسه نه لرم.

پتانه ژوند:  تاسو خو لنډه کيسه هم ليکئ نو دا سلسله اوس هم دوام لري او تر اوسه به ښه ډېري لنډي کيسې لری؟
درخانۍ: لنډه کیسه لیکم خو دومره نه تر اوسه مي یو څو لنډې کیسې لیکلې دي زه تر اوسه د نورو لنډې کیسې لولم غواړم ښه پوهه پکښي حاصل کړم او وروسته یې یو څه ولیکم او بل دلیل هم د ژوند مصروفیت دئ.

پتانه ژوند: ویل کیږي تاسو په رسنیو کې هم کار کړي چیرته او کله دکومو رسنیو سره مو کار کړی.او اوس هم د رسنیو فعاله یاست؟
درخانۍ: هو ما د کندهار په بېلابيلو رسنیو کې کار کړی دئ شروع مي د وړانګې محلي راډیو څخه وکړه په ۲۰۱۰ کال کې وروسته کندهار کلید راډیو، هیواد راډیو تلویزون او کندهار ملي راډیو کې ما کار کړی دئ خو اوس کار نه کوم.

پتانه ژوند:  د هندي فلمونو د پښتو ژباړې په برخه کې مو هم معلومات راکړئ؟
درخانۍ: بلې په کندهار کي د فلمو پښتو ژباړې ډېر مینوال لري همدا دلیل دی، چي په کندهار کي بیلابیلو پروډکشنونو په فعالیت شروع وکړه او ځینو پرودکشنونو سره ما هم کار وکړ.

پتانه ژوند: ستاسو په کورنۍ کې کوم بل څوک هم ستاسو نه بغیر د شعر یا فن خاوند شته؟
درخانۍ: هو شته زما د ژوند تر ټولو نږدې ملګری شعر، ناول، ژباړه، لنډه کیسه لیکي هغه نظم او نثر دواړه بې انتها ښکلې لیکي د هغه د قلم اړوند که کتابونه خبري وکم هم لږ دي زه یې قلم ته واقعا ور میینه یم.

پتانه ژوند: د ادب په ډګر کې چا ډیر هڅولي یاستئ کورنۍ غړي که نور لیکوالان/ نې؟
درخانۍ:هو د ادب په ډګر کې زما سره ذهیر ورور مې مرسته کړې ده په هره برخه کي هغه که درسو ته زما تشویقول وه یا هم زما ژباړه یا خپله لیکنه وه د اصلاح او نور کار کولو هڅه د ټولو تر مخه ذهیر ورور مي کړې ده یوازي دا نه زما ملتیا یې د ژوند په هر پړوا کي کړې ده لار یې را ښوولې هغه د خپل مشر ورور ټول مسولیت ادا کړی نېکمرغه انسانانو ته الله داسي ورور ورکوي.

پتانه ژوند: د يوې ښځينه ليکوالې په صفت کومې ستونزې د ادب په ډګر کې احساسوئ يا تاسو ورسره مخ شوي ياست؟
درخانۍ: زما د قلم کنټرول نه خوښېږې؛ خو ښځې دلته اوس هم خپل احساسات په شعر او لیکنه کې د زړه د اخلاصه نشي بیانولی کله چي خپل احساسات بیانوي زړه نا زړه شي.
خو زما په نظر موږ باید خپل قلم کنټرول نه کوو یا د خپلو لیکنو او شعرونه په خپرولو کې زړه نا زړه نه شو هغه څه چې زموږ زړه یې وایې یا مو ذهن ته راځي باید ولیکل شي هغه که په هره برخه کې وي.
زما په نظر د قلم کنټرول زموږ ذهن محدودوي او ښځه ډېره ظریف فکره حساسه او ځیرکه وي کله چې یو څه لیکي؛ نو داسې څه وپنځوي چې ټول حیران ورته پاتیږي او دا کړنه یې دا ځانګړتیاوي اخلي.

پتانه ژوند: که شخصي پوښتنو ته راشو  واده مو کړی او څو اولادونه لرئ؟
درخانۍ:هو واده مي کړی دی دوې لوڼې لرم ( تلوسه او ولوله)

پتانه ژوند: آغلې درخانۍ ستاسو نوم صرف درخانۍ ده. ولې تخلص نه کاروئ  ښه به نه وای چې تاسو تخلص درلودی؟
درخانۍ: زما یوازي درخانۍ نوم خوښیږي زه تخلص هم لرم خو د ژوند د ملګري مې زما نوم خوښ دئ همدا دلیل دئ چي زه تر تخلص ډېر یوازې درخانۍ نوم کاروم.

پتانه ژوند: مننه.اغلې درخانۍ.دا ښکاره ده چې تاسو د ادب په هره برخه کې خدمت کوئ که په موږ او د دعوت په لوستونکو ستاسو ښکلې شاعري او ژباړي  واوروئ خوښ به شو…
درخانۍ:
ژونده!!!
سترګي دي
د سترګو سمندري رنګ دئ
هره ورځ نوی ژوند را بخښي
هر سهار،
ستا د سترګو په لیدو
په ما کي نوی ژوند راپیلیږي
سترګي دي
زما د ژوند کولو پلمه ده
او تر دې ښکلې پلمه بله نسي کیدلای
زړه!!!
سترګي دي
یوازینی هینداره ده
چي خپل انځور مي
بشپړ او رښتینی پکښي وینم
نن مي دي له بڼو وغوښتل
پر سترګو دي پام وکړي
خیال ئې وساتي
زما له ستړي اروا سره
ستا د سترګو تر معبد پوري
درغلم
ستا د سترګو عبادت مي وکړ
ځان مي له هغه ټولو ګناهونو
پاک کړ
چي زما روح یې خیرن کړی وو
سترګي دي
هو
ستا ښکلي سترګي
ژوند ته موسیقي ږغوي
او زما روح په ډېره بې صبرۍ
ورته ناڅي.
دُرخانۍ

ما دي سترګي
کلونه مخکي لوستي وې
ما دا عبادت کړی
غواړم ستا د سترګو
عبادت بیا تکرار کړم
او د لوستلو نېکمرغه شېبې
بیا رایادي کړم
بیا در میینه سم
سترګي مي
ستا سترګو کي
له سره وکرم
غواړم ستا د سترګو
خوږې شېبې دي
تل زما د ژوند برخه وي
هو ستا جنتي سترګي دي
زما سي
تل تر تله زما.

دُرخانۍ
ستا د ښار واټونونه
زموږ له قدمونو ډک سول
هغه د پارک لوړي بې ثمره وني
هغه ورځ څومره ښکلي وې
ته له ما مخکي
او زه دي پر قدمونو روانه،
درپسې تلم
تر شاه دي را کتل
زه دي د سترګو،
تر سیوري لاندي څارلمه
ستا کتلو ډاډ را بخښی
زما ګرانه!!!
***
هغه د باغ  بربنډي وني
زموږ د میني شاهداني دي
د سکون سرحد مي
هغه وخت لمس کړ
چي سر مي ستا پر اوږه ایښی و
تا شعر راته وایه
ما به سترګي پټي کړې
دا ښکلې شیبه،
دومره سپېڅلې وه
چي لیدلی مي نه سوای
هغه ورځ آسمان،
څومره ښکلی و
هر څه ژوندي وه
ټول زموږ په ننداره وه
کېدای سي هغوی
همدا فکر کوي:
چي دوه وجوده
او یو روح
نن د میني له هوا
کیف اخلي
پوهیږې!!!
هغوی ولي ګونګي وه؟
ځکه خدای هغو ته،
ژبه نه وه ورکړې
بس کایناتو
زموږ د میني خاموشه
نندار کوله
شپه خاموشه
پردې خاموشۍ ته
له ډاره نڅېدلې
یوازي موږ خوښي لمانځله
له کړکۍ مو د ښار ننداره کوله
ګرم کوټه
خولې هینداره
او پر هغه لیکل سوي:
“مینه درسره لرم”
ستا د غیږی وږم
ما ته ساه رابخښله
ترخې قهوې
ستا له خوږو سترګو سره
څومره خوند درلودی
د هغه ښار ښکلا او سپیڅلتیا
او زموږ بې انتها مینه
په څو شیبو کي راونغښتله
هره شیبه مو
نړۍ نړۍ ژوند وکړ
ژوند مو لمس کړ
او د روح تر انتها
سره خپل سولو.

دُرخانۍ
______________________
د ژوندي پاته کیدو مانا مي
ستاسره پاتیدل دي
نږدې، لیري
وږی، موړ
ازاد، بندي
زړه تنګی، خوشاله
هغه شیبه چي بې تا تیریږي
زما د مرګ پیل دئ
د بریا لار ستا په څنګ کي
د ژوند مانا ده
د میني مانا زما په تقدیر کي
ستا سره
تل ستا سره
ژوند کول دي.

فریدون مشیري
ژباړه: دُرخانۍ
_______________
ژوند یو داسي سفر
هم راباندي وکړ….
چيري چي مي پښې نه
زړه ستړی سو.”

ژ/دُرخانۍ
_________________
پتانه ژوند: ډېره مننه آغلې درخانۍ چې د دعوت بلنه مو ومنله او موږ ته مو خپل قیمتي وخت وقف کړ۔۔۔۔
اخره کې څه پېغام  ویل غواړئ ورکړئ هغو نجونو ته چې د وطن په اوسني وضعیت کې غواړي د ادب له لارې خدمت وکړي. مهرباني:
درخانۍ: هر وخت چي ما نورو نجونو ته د څه ویلو موقع پیدا کړې ده دغه ورته وایم پخپله ښځینتوب وویاړه زه له ډېرو نجونو سره مخ شوې یم چې له خپل ښځینتوبه ستړې دي دا ټول زموږ د ټولنې د خلکو د شاته پاتې فکرو له وجې خو ښځه  اوسیدل داسې اسانه خبره نه ده موږ تل باید په خپل ښځینتوب وویاړو او هیڅکله حالاتو تسلیم نه شو هڅه او مبارزه وکړو. بریا حتمن زموږ په برخه کېږي.
مننه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.