آواره لکه شمال

صدیق کاوون

688
له کوم ځایه غشي ووري، بیا نښتی دی جنگ چېرته
شمع کوم محفل کې سوزي، ایرې کیږي پتنگ چېرته
ستا د خیال اورپکي راشي، د خوب خونه مې تالا کړي
د دردونو سکون چېرته، د یادونو غورزنگ چېرته
کاشکې تکه توره شپه وای، زما سر او ستا سینه وای
خو د عمر ستړی چېرته، ستا د غېږې پالنگ چېرته
د کاږه وربل شمال دې، د ایمان ستنې کږې کړې
ستا د زلفو گلدام چېرته، خوشبويي د لونگ چېرته!
د خاطر انځور آباد مې، ستا ښایست هسې رنگین کړ
تصور دې د مخ چېرته، تخیل د ارژنگ چېرته
د گرېوان لاره مې څاري، د بڼو پر څوکو اوښکې
د قلزم لوری راښیه، درياب چېرته، گړنگ چېرته
په خوږو کتو دې خپل کړم، د بڼو په شَتو ژوبل
د ترکانو کتل چېرته، د مژگانو خدنگ چېرته
د جانان په غم کې زوړ شوې، د زاړه زیارت ملنگه
ستا د غېږې رباب څه شو، ستا د مينې آهنگ چېرته؟
*****
لا مذبه ورېځې راغلې، توره شپه ده باران ووري
د خاطر پر کرونده مې، خاطرې د جانان ووري
غرونو تور څادر اغوستی، توفاني سيندونه ژاړي
پر شنو دښتو ږلۍ ووري، د وطن رودونه ژاړي
د وحشي بادونو وار دی، لوټوي تنکي گلونه
غوړوي پر شنو غونډيو، خزاني خړ څادرونه
د وطن د مينې غېږه، کرونده شوه د اورونو
سور دوزخ د دښمنيو، گهواره د نفرتونو
د شیطان پر اوږو راغی، دعوه گير د تخت و تاج شو
د ښکلا د ښار کوڅو کې، د زنگي کارغيو راج شو
حرامخور د ښار قاضي شو، تور قاتل، مشر د قام شو
مسجد کور د شيطنت شو، انگرېزی ملا، امام شو
د آسمان سترگې نمجنې باران ووري باران ووري
د غمجنې شپې کجير دی، چې د ښار له پاسه ښوري
لمر د شرم څادر واغوست، سپوږمۍ پټه په حجاب شوه
شنه باغچه د اميدونو، سپېره دښته شوه، سراب شوه
شفق ولمبل په وينو، د آسمان لمنې سرې شوې
د نفرت په دود کې پټې، گلنفسه گلدرې شوې
د خزان خړه سېلۍ ده، ماتوي څانگې د گلو
د سکوت په لاره ريبي، آوازونه د بلبلو
بيا په غم لړلې ورځې، بيا خاموشه ماښامونه
بيا يرغل د تروږميو، بيا غمونه غرونه غرونه
هرې خوا ته چې نظر کړم، توره تپه ده تورتم دی
ته به وايې نازل شوی، پر دې خاوره باندې غم دی
هر قاتل دلته اتل شو، هر لوېدلی قهرمان شو
هر غلام دلته بادار شو، هر نوکر د کلي خان شو
په واټونو کې چليږي، خونړي وحشي بادونه
پاکوي د ښار له ذهنه، د وياړونو يادگارونه
سوې ساندې رابهيږي، د مسجد له منارو نه
د نامردو چيغې خېږي، د مردانو له دېرو نه
اوس زما د ښار کوڅو کې، خاموشي ده ياران نشته
ميکدې ماتمکدې دي، صهبا نشته، مستان نشته
د خيرنې شپې کجير دی، چې د ښار لپاسه ښوري
توره شپه ده، زړه مې ژاړي، توره شپه ده باران ووري
*****
زړه مې چېرته رانه پاتې، روح مې چېرته، بدن چېرته
سرگردان ورپسې گرځم، رانه ورک شو وطن چېرته
ګرځومه پر اوږو مې، خپله خاوره مسافره
راته و وایئ یارانو، کور مې چېرته، مدفن چېرته
آواره لکه شمال یم، نه کرار نه مې سکون شته
زما د مینې لوری څه شو، زما د مېنې لودن چېرته
د زخمي مرغۍ په دود مې، په وزرونو کې اور بل دی
په پردي غربت آباد کې، لټومه گلشن چېرته
له سهاره تر ماښامه، د ماتم سندرې اورم
زمزمه د بلبل چېرته، او نارې د زغن چېرته
مودې وشوې نه یې وینم، له نظره مې پنا شوې
کابلۍ ښاپېرۍ چېرته، غرڅنۍ د ختن چېرته
څه بې شوره زنده گي شوه، له سړو نه مې زړه رېږدي
لږ تودوخه ترېنه اخلم، د عشقونو گلخن چېرته؟
*****
خو زخمي زړه راته وايي، بيا به توره شپه سبا شي
د لوټ شوي باغ مرغۍ به، بيا له سره بېرته راشي
بيا به ونې بېرته شنې شي، بيا به راوړي سره گلونه
بيا به بل شي په بېديا کې، د غاټولو څراغونه
بيا به تورې ورېځې تښتي، بيا به لمر په کنډو بر شي
د غوڼډيو پر اوږو به، خپور د شنې جلگې څادر شي
تورې شپې، تورې څېرې به، له يوې مخې رسواشي
د سپوږمۍ سپينې شغلې به، بېرته بيا کلې ته راشي
مهاجرې توتکۍ به، خپلو ځالو ته ستنې شي
دا ترخې ترخې شيبې به، بيا خوږې خوږې خوږې شي
خو اوس: شپه ده، تروږمۍ ده، لمر لوېدلی، رڼا نشته
د آسمان کېږدۍ خالي ده، سپوږمۍ مخې ليلا نشته.
*******
آلمان
۲۵ـ ۵ ـ ۲۰۱۸

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.