ابن خلدون د ټولنې پيژندنې علم بنسټګر

عبدالواجد نیازی

1,236

ابوﺯيد عبدالرحمن بن محمد بن خلدون حضرمى مشهور په ابن خلدون تاريخ ليکونکى او جامعه شناسى علم بنسټګر هغه په ۷۳۲ هـ کال د روژې په لومړی نيټه، چې د ۱۳۳۲ هـ کال د می د مياشتېد ۱۲ نيټې سره سمون خوري، د تونس په يوه کلي قروان کې وزيږيد.

کورنۍ يى د سعودى عربستان څخه وه. چى کله مسلمانانو اسپانيه فتحه کړه. کورنۍ اسپانيه ته کډواله شوه. او اسپانيه کى د دوى او عيسايانو ترمنځ اختلاف را منځ  ته شول، او د اسپانيه څخه لاړل تونس ته، هلته پاتى شول. د ماشومتوب وخت کى ابن خلدون کم دينى مشران چى اسپانيا نه تونس ته سفر کاوه د دوى کور کى يى به يى دمه کوله، همدا کار باعث شو چى ابن خلدون د وګړو نه قرآن، فقه، تصوف، اخلاق، کلام، د وګړو پيژندنه، ټولنې پيژندنه، نجوم، اقتصاد، تاريخ، هندسه، الجبر، حساب، لغت، فلاحت، طلسمات، شعر، ادب، منطق، رياضې، فلسفه، سياست، منشى توب، او د دولت مربود کارونه ياد کړل.

او هغه ته د ټولنې پيژندنې علم بنسټګر ويل کيږى. چې مشهوره اثر مقدمه ده چې په ﺯياتو ژبو ژباړل شوي.

په ۱۴۰۶ م کال په قاهره کى ۷۴ کالو په عمر له دى نړې څخه سترګې پټى کړي

ابن خلدون ماشومتوب ﺫکاوت او پوهه.

فرانسوي څيړونکی پروفيسور فشل وايى: چې يوه ورځ د قروان په جامع جومات کې ډير خلک راټول شوي وه، په دې وخت د ابن خلدون عمر نهه يا لس کاله وه، ابن خلدون دې راټولو شويو خلکو ډير په ژور نظر کتل؛ ځکه، د هغه لپاره دا پيښه يو غير معمولي پيښه وه، په دې خلکو کې علماء، قاضيان او مهم مشران موجود ول. ابن خلدون پوښتنه وکړه، چې دا خلک ولې راټول شوي دي، ورته وويل شول، چې سيسلي په تونس باندې يرغل کړی او څو مهم ښارونه يې نيولي دي، دا غونډه په جامع جومات کې ځکه وشوه، چې ټول علماء او قاضيان دعا وکړي او دښمن د هيواد څخه وتښتي، کله چې ابن خلدون دا واوريدل؛ نو ويې ويل، چې علماء او قاضيان ولې داسې کار کوي؟ خلکو ته په کار دي، چې وسلې واخلي او دښمن په خپله د هيواد څخه وشړي.

د ابن خلدون نظريات او ويناوي

– چې ټولنې او حکومتونه د انسانانو په څير زږيږي, ځوانيږي او د ژوند شباب ته رسيږي او بلاخره بوډاکيږي او مري.

د ځوانی په اوج کې هغو غلطيو او کړو وړو ته اشاره کوي چې د بوډاتوب د پيل په مانا دی. نوموړي وايي چې حکومتونه د پرمختګ اوج ته ورسيږي بيا عياشي او تجملي ژوند پکې پيل شي چې ورځ تر بلی زور اخلی. همدغه عياشي او تجمل لګښتونه زياتيږي چې بوج يي پر عام ولس ورلويږي, دا د يو حکومت د بوډاتوب پيل دی. کله چې حکومتي چارواکيو خرمستی اوج ته ورسيږي نو پر عام ولس مالی باج زياتيږی چې د چارواکو د خرمستيو لګښتونه پوره کړي.

– ابن خلدون د امام د ټاکلو حق عوامو ته نه ورکوي، بلکه اهل حل او عقد ته يې سپاري او وايې، چې اهل حل او عقد هر څوک خليفه وټاکه، عوام يې بايد اطاعت وکړي؛ ځکه، د خدای تعالی وينا ده، چې تاسو د الله تعالی اطاعت وکړئ، د هغه د رسول اطاعت وکړئ او د هغه چا اطاعت وکړئ، چې په تاسو حاکمان دي.

– د ټولنې سپکو او کم عقله خلګو ته ملکې، نظامي، قضاء، او عامه چارو واک په لاس کې مه ورکوئ!

ځکه دوى چې کله واک ترلاسه کړي.

بيا په قصدي توګه د ټولنې د شريفو او بې ګناه خلګو سپکاوى کوي. پرهغو ظلم او زياتى کوي، پدې سره د خپل سابقه غچ او رذالت احساس کمترۍ د عقدې غچ اخیستو هڅه کوي.  چې دا کړنه بالاخره د نظامونو د سقوط لامل ګرځي.

– انسان لکه حيوان دی؛ ځکه، د ژوند اساسي اړتياوې لکه غذا

غوښتل، د ځای پيداکول او يا نور صفات په دواړو کې يو شان دي، هغه څه چې انسان ته يې په حيوان برتري ورکړې، هغه فکر دی.

– اطرافو او ليرې پرتو هيوادونو خلک د تمدن نه بې خبرهوي، څلور اقليمونه، حرارت او برودت د ټولو نه زيات اغيزمن رول لري، داټول په ابادۍ، تمدن، د علومو په پرمختګ او قوانينو کې زيات اهميت لري.

– عصبيت داسې يو شی دی، چې قبيلې په مينه او محبت باندې مجبوري او هغوی ته د اتحاد او اتفاق درس ورکوي، دوه شيان دي، چې عصبيت ته قوت ور بښي، يو د عادت (اخلاق) احترام او عزت او بل په دايمي ډول د جنګ او دفاع ضرورت

– د حيواني ټولنې عادت طبيعي وي؛ خو، د انساني ټولنې طبيعت د عقل، فکر او غور د نتيجه وي.

– چې د تجربې او علم په واسطه موږ حقائق لاسته راوړی شو او د عقل په واسطه عقل مالومولای شو

– چې معمول دا دی، چې هغه ملتونه چې برلاسي وي، پر مقهورو ملتونو يې د دين، فرهنګ او ادب تاثيرات ليدل کېږي. مات شوي او مستعمره شوي ملتونه پر ځان باور نه لري او ورځ په ورځ د برلاسي ملت تقليد کوي. په هر څه کې تقليد. په ژبه کې، لباس کې، ارزښتونو کې او طرز تفکر کې.

– که ماته د ظالمانو د مرګ او د غلامانو د مرګ تر مینځ انتخاب را کړی وای ، نو زه به پرته له کوم ځنډه د غلامانو له مینځه وړل غوره کړی وای ، ځکه چې دا هغه غلامان دي چې ظالمان جوړوي.

– خلک چې وږې شي نو اخلاق يې فاسد شي.

 انسان ټولنيزيدل ډير مهم دي او دې ډول ټولنې ته د(عمران) يا (ټولنې) نوم ورکوي، هغه وايې، کله، چې ټولنه منځته راشي؛ نو موږ ته د سياست ضروروت دی.

– سختې ورځې پیاوړي شخصیتونه زیږوي، پیاوړي خلک بیا آسانۍ او هوساینه رامنځته کوي، آرامتیا او هوساینه کمزوري شخصیتونه زیږوي او کمزوري خلک بیا پر خلکو سختې ورځې راولي.

– عربو چې تر کومه وخته د اوښ غوښه خوړله نو د دوي په وینه کې هم د غیرت او سختي  ماده موجوده وه. او کوم قومونو چې د خنزیر غوښه خوړله نو په هغوی باندي د دیوثت ماده ګډه شوي وه.

– سياست او حکومت د بندګانو د ساتنې او د هغوی د ګټو د ساتنې او کفالت او په بشري ټولنه کې د الله تعالی د احکامو د تطبيق لپاره استازيتوب دى.

– که د آفتونو په وخت کې داسې خلک ووینئ چې په مسخره یې خبرو بوخت وي، نو پوه شئ چې فقر دوی راګیر کړي دي.

– چې که مو په يوه ټولنه کې د مړيو تقليد ليد، معنا يې دا نه ده چې مړه يې ژوندي دي، بلکې ژوندي يې مړه دي.

– کله چې ما د تیرو ملتونو د ویجاړیدو په اړه فکر وکړ ، نو ما ولیدل چې دوی د یوې میرمنې سره راضي وه.

– ابن خلدون وايي چې په انسانانو کې د پاچا کېدلو لپاره فکر او سیاست په کار دی، او د ځناورو بیا عادت او طبیعت.

– کله چې عدل دوام وکړي ابادي رامينځته کوي، خو کله چې

ظلم دوام وکړي، ويجاړي رامينځته کوي.

– هغه دولت به هيڅکله قوى نشي چي ملت يې تر دولت هوښيار وى.

– انسان په وينا تلل کيږي او په عمل قيمته کيږې.

– په ۸۰۱ هـ کال ابن خلدون دغه مهال په خپل پټي کې، چې د محياه مدرسې لخوا ورکول شوی وه، په غنمو ريبلو بوخت وه، سلطان هغه ځان ته راوغوښت او په دويم ځل يې د قاضي القضات په چوکۍ وګماره.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.