د ماشوم روزنې مهم ټکي

ریحانه نجیب

1,088

1- کوچنيانو ته مو مه وایاست چې په دېوال خطونه مه کښئ، بلکې ورته ووايئ چې په پاڼه خطونه وکښئ او په دېوال یې راځوړند کړئ.

2- مه وایه چې کوټه دې ګډه وډه ده پاڅه او منظمه یې کړه، بلکې ووايه نه دې خوښېږي چې دواړه يو ځای کوټه منظمه کړو، ځکه زه پوهېږم منظم والی دې خوښېږي.

3-  مه وايه: لوبې دې بس کړه او درس ووايه، ځکه چې درس ويل مهم دي، بلکې ووايه چې که درس دې په ښه توګه ووايې او پای ته یې ورسوې، له يو بل سره به بيا لوبې وکړو.

4- زموږ هره وينا او هر حرکت به د کوچنيانو پر شخصيت جوړونې اغېزه ولري.

5- د کوچنيانو چلندونه زموږ د کړنو انعکاس دی.

6-  تل مو د کوچنيانو پر وړاندې نور او دوی په ډېر درناوي او عاطفي الفاظو، لکه ښاغلی، مېرمن، زما کوچنی، ګرانه، خوږې اونورو نومونوغږ کړئ.

7- حداقل په ورځ کې يو ځل مو کوچنیانو ته دا جمله وواياست: زما د زړه ټوټې ستا په شتون وياړم.

8-  اولادونو ته مو له يو مېلمه ډېر درناوی ولرئ او د شخصيت په ارزښت ورته قايل شئ.

9- په اولادونو دې باور وکړه، تر څو هغه څه چې ستا نه خوښېږي سرته و نه رسوي.

10-  له هر څه وړاندې د ماشوم روزنې په برخه د لارو چارو د اختلاف ستونزه دې له مېرمنې سره حل کړه.

11-  کوچنيانو ته مو ډېر وخت ورکړئ، څو هغوی خپله د يوې موضوع په هکله نظر ورکړي.

12- اولادونو سره مو د زړه له کومي مينه وکړئ او دا مينه مو تل اظهار کړئ.

13- له ديارلس کلنۍ وروسته لږ لږ مسووليتونو د هماغۍ تر غاړې کړئ.

14-  هڅه وکړئ د خپلې او کورنۍ اړيکې مو له خدا او دين سره ټينګې وساتئ، دا کار مو د اولادونو د سمې لارې تللو کې مرسته کوي او د ینداره اولادونه ډېر کم د خپل ژوند تګلوری د ناروا کارونو په لور کږوي .

15- د اولادونو تېروتنې مو وبښئ او هغوی ته د تېروتنو او خطرونو منلو فرصت ورکړ.

16-  هره ورځ مو له کوچنيانو سره لوبې وکړئ او کله کله په لوبه کې په لوړ غږ وخاندئ.

17-  اولادونو سره مو د پلي تګ لپاره ځانګړې ورځې بېلې کړئ.

18-  کوچنيانو ته مو رښتينولي، امانت، د قهر کنټرول او په ژمنې ټينګيدل ثابت او ور زده کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.