مور د نړۍ ښکلې هستي

1,293

مور د انساني تاریخ هغه ستره او اوچته نعمت او معنوي زیرمه ده، چې قیمت ورته ناشونی دی. که انسان ټول عمر د هغې خدمت ته ځانګړی کړي؛ نو په جرات ویلي شو چې بیا هم خورا قلیل او کم دی. البته دهغه زیارونو او زحمتونو په وړاندې چې هغې ګاللي او زغملي دي. نبیيکریم ص فرمایي: جنت د مور د پښو لاندې دی. میندې د مینې هغه ګل غوټۍ ده، چې په غوړیدو یې خپلو ګلونو ماشومانو ته د مینی او مهربانتیا احساس ورکوي او د مینې په رڼا کې یی روزي. د مینې درس ورته ورکوي او په انساني او اسلامي انګیزه یې سمبالوي. مور د رازونو هغه هستي ده چې انسان یې په خوا کې او تنهایي پر وخت یوازینۍ راز داره مومي او د ناهیلیو پر وخت د امیدونو ستره ستنه ده.
مور پرون نن او سبا د خپل اولاد په فکر او دعا کې تیروي، هغه ډالۍ چې کیدای شي هیڅ بدیل یې ونه موندل شي. غیږه یې د هر انسان لومړنۍ مدرسه ده، چیرې چې انسان ښه سلوک، مهرباني او الفت زده کوي.
هر چیرې چې اوسې مور مو تل تر څنګ ده، کله خپلې دعا او کله هم د رحمت په څیر. د خپل پلار او مور د رضا د تر لاسی سره د نړۍ او اخرت کامیابي او سر لوړي خپله کړئ.
په پای کې یوه ورځ نه بلکې هره ورځ د مور په نوم، زما زړه او ژونده ورځ دې مبارک سیوری دې زما په سر او غیږه دې د تل لپاره زما د سکون ځای.

مورې دعا دې غواړم
ښکلې دنيا دې غواړم
ښکلې شيبه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

دعوت رسنیز مرکز اداره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.