په پښتو کې د ګرامر لیکنې بهیر

منصور کوچی

1,416

ژبپوهنه د علومو په لړ کې نوې پوهنه ده او له یوې پېړۍ راهیسې د ژورو کتنو او څېړنو په مرسته مخ پر وړاندې ځي، خو د ژبې په باب له ډېرو لرغونو زمانو څخه ځینې کتنې او څېړنې روانې دي.

پښتو ژبه هم له لرغوني اریایي ژبو څخه یوه ده. په دغه ژبه کې هم د نورو ژبو په څېر بېلابېلې هڅې او

کوښښونه شوي دي; د ژبې او ژبپوهنې په اړه بحثونه وړاندې شوي، ګرامرونه لیکل شوي او د ژبې د زده کړې په اړه زیاتې هڅې شوي دي.

موږ دلته د ژبپوهنې تاریخي سیر په بشپړه توګه نه څېړو، بلکې “پښتو ژبه کې د ګرامر لیکنې بهیر” ته مو له پیله (له پیرمحمد کاکړه) تر اوسه پورې لنډه کتنه کړي.

اصلي موضوع:

زما موضوع په “پښتو ژبه کې د ګرامر لیکنې بهیر” ته لنډه کتنه ده، نو نه غواړم چې پر پاشلو خبرو پیل وکړم; خو ددې تر مخه چې اصلي موضوع ته لاړ شم ښه به وي

چې لومړی د ژبې ګرامر ته لنډه کتنه وکړو.

د ژبې ګرامر ته لنډه کتنه:

د ژبې په تعریف کې ویل شوي دي چې د انسانانو د پوهولو او را پوهولو وسیله ده.

دغه وسیله له یو لړ کوچنیو او سترو توکو د منظم او منطقي ترتیب پر بنسټ تر سره کېږي.

دغه توکې لکه څنګه چې تر اوسه د ژبپوهانو له خوا پېژندل شوي دي عبارت له: غږ، مورفیم، کلمه، جمله، عبارت…

څخه دي; بیا هم اړتیا پیدا کېږي چې د دغو توکو د لا علمي ترتیب کارونې او ښې مفاهیمې لپاره قواعد جوړ شي.

انسانان له ډېرې پخوا زمانې په دې هڅه کې دي چې د ژبې د ساختمان، پیاوړتیا او ترتیب لپاره قواعد را منځ ته کړي

او تر یوې اندازې یې یو لړ اصول وضع کړي هم دي چې د ژبې ګرامر په نوم پېژندل کېږي.

ګرامر: اوسنی ګرامر د تشریحي ژبپوهنې ستره څانګه ده چې د یوې ژبې یا د هغې ژبې د معیاري بڼې د زده کړي د اسانتیا لپاره لوستل کېږي. د ګرامر اصطلاح د لاتیني او یوناني ژبې ګراماتیکي (Grammatike) له ریښې څخه راوتلې ده.

په انګریزي ژبه کې ګرامر (Grammer) او په روسي ژبه کې یې ګراماتیکه دی.

ګرامر د ژبپوهنې هغه څانګه ده چې د ژبې صرفي(مورفولوژیک) او نحوي (سینتکس) جوړښت او ساختمان تر څېړنې لاندې نیسي یانې د یوې ژبې د لغاتو د تغیر شکلونه، د هغوی ترکیب، د جملو جوړښت او څرنګوالی مطالعه او تشریح کوي.

په ګرامري څیړنو کې ژبه د قوانینو تابع نه ګرځوله کېږي، بلکې ګرامر د ژبې قواعد، څرنګه چې د هغې اصلي ویونکي او غږېدونکي استعمالوي، را باسي او تشریح کوي یې.

د ژبې ګرامر د ژبې د جوړښت علمي تشریح ده او د تشریحي ژبپوهنې یوه ستره څانګه ده. کله چې یوه ژبه څېړو او مطالعه کوو یې، نو د هغې ژبې د غږونو، اوازونو جوړښت

مورفیمونه(د مانا لرونکو عناصرو او کلمو جوړښت) تر څېړنې او مطالعې لاندې نیسو چې په نوې ژبپوهنه کې د تشریحي ژبپوهنې دغې برخې ته ګرامر وایي.

د ژبې د ګرامر سمې او ښې څیړنې او مطالعې لپاره لازمه ده چې د هغې څانګې په سمه توګه تشخیص کړو.

نو په دې توګه هر کله چې وغواړو، د یوې ژبې جوړښت تشریح کړو; نو په حقیقت کې د ژبې غږیز جوړښت، د کلمو او مورفیمونو جوړښت او د جملې جوړښت مطالعه کوو.

په دې توګه د ژبې مطالعه پر لاندې څانګو وېشل کېږي.

1: فونولوژي یا غږیز ساختماني نظام.

2: مورفولوژي یا صرفي ساختماني نظام.

3: سنټېکس یا نحوي ساختماني نظام.

4: مورفو ـ فونیمېکس یا د فونیم د بدلون نظام.

5: سېمانټېکس یا د یوې ژبې د معنوي خواوو مطالعه.

په عمومي توګه ګرامر لیکنې بیلابېلې مرحلې تېرې کړې دي او د دغو مراحلو په اوږدو کې د بېلابېلو مېتودونو او طرزالعملونو له امله د ګرامر زیات ډولونه منځ ته راغلي دي، چې په عمومي توګه په لاندې ډول دي.

1: کلاسیک او دودیز ګرامرونه

2: پرتلیز او تاریخي ګرامرونه

3: ساختماني، تشرېحي او ګزارشي ګرامرونه

د پښتو ژبې ګرامرونو ته یوه لنډه کتنه:

کورنیو او بهرنیو پښتو څېړونکو څو پېړۍ وړاندې د پښتو ژبې د مطالعې د اصولو او قواعدو د را منځ ته کېدا لپاره هڅې پیل کړي دي او هر یوه یې په خپل خپل وخت کې د پښتو ژبې په بېلابېلو برخو کې قواعد او اصول وضع کړي دي.

د دغو ګرامري قواعدو ډېره برخه د پښتو ژبې په صرف او نحوه لیکل شوي.

د پښتو ژبې د ګرامرونو په لیکنه کې پخوانی مروج مېتود دا و چې هر یوه ګرامر لیکونکي به د خپل ذوق او سیلقې پر اساس او یا د نورو ژبو له ګرامرونو څخه په تقلید د کلمي ډولونه، د کلمو اشتقاق، د هغوی ډلبندي او لږ څه ډېر به د هغو پر تصریف غږېدل.

له دې کار څخه د دوی موخه او هدف دا و چې چې یو لړ اصول او قواعد لوستونکو ته وړاندې کړي، چې د دغو قواعدو په رڼا کې دوی په خپلو خبرو او لیکنو کې له تېروتنو څخه وساتل شي. دا کار په خپل وخت او د هغه زمان د مطالعاتو په رڼا کې د قدر وړ دی او د دوی دغو لیکنو او څېړنو موږ ته ډېر مواد د راتلونکو څېړنو لپاره پرې ایښي دي.

که موږ د پښتو ژبې پر لیکل شوو ګرامرونو باندې نظر واچوو، د تاریخي سیر او د هغه وخت او مهال له غوښتنو سره سم د پښتو ژبې په ګرامر لیکنه کې له لاندېنیو مېتودونو څخه کار اخیستل شوی دی.

1: د عربي پوهانو د مېتودونو پر بنا ګرامر لیکنه:

دا خو یوه څرګنده او جوته خبره ده چې د اسلام د سپېڅلي دین له خپرېدو سره سم، د اسلامي نړۍ د فرهنګ او څېړنو لړۍ د نړۍ زیاترو هیوادونو او په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې د اسلام په سپېڅلي دین مشرف شوي و، په چټکتیا سره پر مخ روانه وه.

همدارنګه زموږ پوهانو او څېړونکو د اسلام د سپېڅلي دین له خپرېدو وروسته ډېر علوم او په ځانګړې توګه ګرامرونه

د عربي پوهانو په پیروۍ لېکلي دي. حتا د هغوی په وده او تکامل کې یې ستره ونډه هم اخیستې ده، نو بیا په دې اساس زموږ ګرامر لیکونکو هم د ګرامر د څېړنې او لیکنې په برخه کې د عربي ژبې له صرف او نحوې څخه پیروي کړې ده. خو یوه خبره چې باید له یاده و نه باسو هغه داده چې پښتو ژبه د هندو اروپایي ژبو د سترې کورنۍ پورې اړه لري

او ددغې ژبې ژبنی جوړښتي نظام، د عربي ژبې د ساختماني نظام سره توپير لري; دا ځکه چې عربي ژبه د سامي ژبو په سترې کورنۍ پورې مربوط ده.

2: د غربي پوهانو د مېتود پر بنا ګرامر لیکنه:

په معاصره دوره کې کله چې پښتانه څېړونکي او پوهان له غربي تمدن او فرهنګ سره اشنا شول او په ځانګړې توګه هغو مستشرقنیو چې له پښتو ژبې او ادبیاتو سره بلدتیا پیدا کړه او د پښتو ژبې او ګرامر په برخه کې یې څېړنې وکړې، نو د پښتو ژبې په ګرامر لیکنه کې دغه مېتود رواج وموند.

3: د نوې ژبپوهنې د اساساتو پر بنا ګرامر لیکنه:

دغه مېتود د معاصرې ژبپوهنې د نویو نظریاتو او کشفیاتو پر بنا منځ ته راغلی دی او د شلمې پېړۍ تر پیل وروسته یې په غربي هیوادونو کې رواج وموند.

ددغه مېتود پېروان عقیده لري چې: هره ژبه د ځانګړي ساختماني او ګرامري نظام لرونکې ده او دوی عقیده لري چې هره ژبه باید بالذات د بلې ژبې د جوړښت په نظر کې نیولو څخه پرته مطالعه او تشریح شي; نو ځکه معاصر ګرامر لیکونکي هڅه کوې چې ژبه په هغه ډول تشریح کړي، څنګه چې ده.

په پښتو ژبه کې د ګرامر لیکنې بهیر:

پښتو پوهانو د پښتو ژبې په اړه د اتلسمې پېړۍ په نیمایي کې په ګرامر لیکنه پیل کړی او ددې تر څنګ له پښتو پوهانو پرته بهرني پوهانو لکه(روسانو، انګرېزانو، جرمنیانو، ناروېږانو، چکیانو، امریکایانو، فرانسویانو…)

د پښتو ژبې لپاره ډېر کار کړی دی. پښتو ګرامرونه یې ليکلي او د همدغې ژبې په بېلابېلو برخو کې یې د ارزښت وړ څېړنې کړي دي.

موږ لومړی د هغو افغاني لیکوالو د ګرامرونو لنډه یادونه کوو چې د پښتو ژبې لپاره یې اصول او قواعد جوړ کړي دي.

او تر هغه وروسته د بهرني پښتو څېړونکو له ګرامرونو څخه په ورته ډول یادونه کوو.

د پښتو پوهانو له خوا د پښتو لیکل شوي ګرامرونه:

معرفة الافغاني: دغه اثر درسي بڼه لري او د پیرمحمد کاکړ له خوا په (1195 هـ ش) کال کې لیکل شوی دی. یو ځل په (1341 هـ) کې د ملاجان او ملا بسم الله تاجرانو له خوا چاپ شوی او بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا په (1356 هـ ش) کال کې چاپ شوی دی.

معرفة الافغاني د پښتو ژبې لومړنی موندل سوی تدریسي کتاب دی چې د پښتو ژبې د نامتو شاعر پېرمحمدکاکړ په قلم لیکل شوی دی. پیرمحمد کاکړ د ستر ټولواک لوی احمدشاه بابا په امر له ږوب کاکړستان څخه کندهار ښار ته را غوښتل شوی او د ټولواک زامنو ته د استاد په توګه ګمارل شوی و.

ریاض المحبت : دغه کتاب په (1806 زېږېدیز) کال په هند کې د “نواب محبت خان بړېڅ” له خوا لیکل شوی او درې برخې لري.

لومړی برخه یې د پښتو لغتونو، دویمه یې پښتو قواعد دي او درېیمه یې د تاریخي اصولو بیان ده.

یوه قلمي نسخه یې په لیننګراد او بله یې په لندن کې شتون لري.

د پښتو ژبې یو وړوکی ګرامر: د “نواب انشاالله خان” له خوا په هند کې لیکل شوی دی. نواب انشاالله خان د(1223 لمریز) کال په شاوخوا کې ژوند درلود

تحفة الامیر: دغه کتاب په (1279 او 1280 لمریز) کال کې د نورمحمد افغان کندهاري له خوا په پارسي ژبه لیکل شوی دی. د بحث موضوع یې د پښتو ژبې صرف او نحوه ده.

د پښتو ژبې د اوازونو په اړه د پام وړ څه نه لري.

ددغه کتاب یوه نسخه په پښتو ټولنه کې ده.

ګلدسته معاني: دغه کتاب د “میرحسن کندهاري” له خوا لیکل شوی دی، که څه هم د بحث موضوع یې د افغانانو د نسب په اړه معلومات دي; خو د پښتو ژبې د الفباء په اړه هم څرګندونې لري. د لیکلو نېټه یې نه ده څرګنده، خو ویل کېږي چې د امیر شیرعلي خان په وخت کې لیکل شوی دی.

وافیه: په (1354 لمریز) کال د پښتو ژبې یو ګرامر په اردو ژبه د “قاضي میر احمد شاه رضواني” له خوا لیکل شوی او په پېښور کې چاپ شوی دی. دا کتاب په (112) کې دی چې د صرف او نحوې قواعد پکې را ټول شوي دي.

دغه اثر که د پښتو ژبې په اړه دی، خو ژبه یې اردو ده.

“له دغه کتاب وروسته یو پښتو ګرامر قاضي خیرالله لیکلی او په (1900مېلادي) کال کې چاپ شوی دی او اوس یې پیدا کېدل ستونزمن دي.

پښتو صرف او نحوه: دغه کتاب د پښتو ژبې یو ګرامر دی چې په (1280 لمریز) کال کې د مولوي نورمحمد افغان له خوا په پارسي لیکل شوی دی او قلمي نسخه یې

په پښتو ټولنه کې شته.

اتالیق پښتو: دا درسي کتاب په (1316 لمریز) کال کې د

“مولوي محمد اسماعیل” له خوا لیکل شوی او په (1896 زېږېدیز) کال په پنجاب کې خپور شوی دی.

په دې اثر کې د اسمونو، فعلونو او نورو معمولي محاورو استعمال راغلی. ددغه اثر یوه نسخه د پخواني شوروي تاجکستان د علومو اکاډیمۍ په کتابتون کې خوندې ده.

پښتو پښویه: دغه اثر د پښتو مرکې له خوا په پارسي ژبه لیکل شوی او په (1342 لمریز) کال په کابل کې چاپ شوی دی. په دغه اثر کې د پښتو ژبې د صرف او نحوي برخې موجودې دي.

خود اموز پښتو: کله چې په کابل کې غازي امان الله د واک چارې خپلې کړې، د پښتو ژبې لپاره خاصې هڅې پیل شوې.

پښتو ټولنه ایجاد شوه او په دغه سلسله کې د پښتو ژبې د زده کړي لپاره هڅې شروع شوې.

مولوي صالح محمد کندهاری چې په کندهار کې د معارف د مدیر په حیث مقرر و او هلته یې د تجارو ښوونځي ایجاد کړي و په 1314 مېلادي کال کابل ته را وغوښتل شو او په پښتو ټولنه کې د پښتو د مبصر په حیث وګمارل شو.

ورسره په څنګ کې په شاهي دار التحریر کې د پښتو ژبې استاد وټاکل شو.

په کندهار کې د طلوع افغان ایجاد، په دغه اخبار کې د پښتو خپرونو پیلول، له پښتو ژبې سره مینې مولوي صاحب دې ته تشویق کړ چې په لومړي سر کې یو خود اموز ولیکي.

په (1934 مېلادي) کال یې دغه اثر بشپړ کړ.

دغه اثر په پارسي ژبه د پښتو ژبې په اړه لومړني مواد وړاندې کوي او پارسي ویونکو ته د پښتو ژبې د اسانه زده کړي زمینه مساعدوي.

معلم پښتو: دغه اثر مولوي صاحب په (1935 مېلادي) کال کې لیکلی دی. په دغه کتاب کې کوښښ شوی دی چې د مخکېني کتاب په څېر د پښتو ژبې په زده کړه کې اسانتیا را منځ ته کړي.

پښتو ښوونکی: دغه کتاب “محمد عثمان بارکزي” لیکلی او په (1316 لمریز) کال د پاکستان په لاهور کې چاپ شوی دی.

پښتو ژبه: په (1937 مېلادي) کال کې د پښتو ژبې یو نسبتأ بشپړ کتاب چې مولوي صالح محمد کندهاري لیکلی و، د ادبي انجمن له خوا چاپ شو.

دغه کتاب د معرفة الافغاني وروسته دوهم تدریسي کتاب و چې پښتو ژبه نومېدﺉ. تقریبأ په ډېرو ځایونو کې د پښتو ژبې د زده کړې لپاره استفاده کېدﺉ.

د پښتو ژبې لیاره: په (1317 لمریز)(1938 مېلادي) کال کې دوه کتابه چاپ شول. یو پښتو ژبه دوهم ټوک و چې د مولوي صاحب له خوا لیکل شوی و; بل کتاب د پښتو ژبې د یوه خدمتګار عالم “محمدګل خان مومند” ګرامر (پښتو لیار) دی چې نسبتاً نورو مخکینیو اثارو ته بشپړ اثر دی.

بله خبره داده چې دغه اثر د شرقي ژبپوهنې یوه بشپړه پښتو نسخه هم بلل کېدای شي.

عجایب الغات: دغه اثر په (1813 زېږېدیز) کال د “الله یار خان” له خوا لیکل شوی دی.

کتاب خیالات، زمان در لغت و زبان افغاني: په نوم هم د پښتو ژبې یو څېړنیز اثر لرو چې د لیکوال او د لېکلو نېټه یې نه ده څرګنده.

ګنجینه افغاني: قاضي رحیم الله پېښوري دغه اثر په (1938 زېږېدیز) کال کې بشپړ کړی دی.

همدارنګه قاضي رحیم الله خان یو بل درسي ګرامري کتاب په (1966 زېږېدیز) کال په پېښور کې چاپ کړی دی، ددغه اثر تشریحات انګریزي دي.

قواعد پښتو: دغه ګرامر “محمد اعظم ایازي” لېکلی دی چې نسبتاً د مومند ګرامر ته بشپړ ښکاري.

دا ګرامر هم د مومند صاحب د ګرامر په څېر د عربي ژبې د ګرامرونو پر بنسټ لیکل شوی او په (1318هـ ش) کال کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

د پښتو شپږمه کیلي: د ګرامري قواعدو ساده روان درسي کتاب دی چې په کال (1324 هــ ش) کې پوهاند صدیق الله رښتین لیکلی او د پښتو ټولنې له خوا په کابل کې چاپ شو.

په پښتو ګرامر لیکنه کې د استاد رښتین دا یوازینی ګرامر نه دی، بلکې تر دې وروسته یې هم د پښتو ژبې قواعد په بېلا بېلو څېړنو شاربلي. هماغه مهال د پښتو ژبې ډېر څېړونکي د عصري او لوړو تحصیلاتو خاوندان نه و، نو دده اثار د لومړي ځل لپاره د پښتو ژبې لپاره علمي منځپانګه ګڼلی شو.

لومړی لیار ښوونکی: دغه اثر په (1326 هـ ش) کال کې د پښتو ټولنې له خوا د کابل په مطبعه کې چاپ شوی او ددغه کتاب لیکونکی هم پوهاند صدیق الله رښتین دی.

په دې اثر کې ګرامري قواعد په درسي بڼه لیکل شوي.

پښتو ګرامر لومړی جز: دغه ګرامر هم پوهاند رښتین لیکلی. دا اثر په (1327 هـ ش) کال په کابل کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

په دغه اثر کې ډېر نوي پښتو ګرامري قواعد او اصطلاحګاني راغلې دي. دغه اثر یو لوی اکاډیمیک علمي ګرامر دی.

د پښتو ګرامر دویم جز: دغه اثر په کال (1359 لمریز) کې د استاد صدیق الله رښتین له خوا لیکل شوی دی.

دغه ګرامر بیا په (1370 لمریز) کال د ښوونې او روزنې د وزارت له خوا په دولتي مطبعې کې په (223) مخونو کې چاپ شوی دی.

ژبښودنه: دغه کتاب هم صدیق الله رښتین لیکلی.

په دغه اثر کې ژبښود یا ژبدود، د لیک دود او لیک ښود برخې راغلې دي. د 1341، 1342، 1347 لمریز کلونو تر څنګ په روانه لسیزه کې د دوه ځلې چاپ په ګډون شپږ ځلې

چاپ شوی دی.

د پښتو مصدرونو لارښود: یو کوچنی پښتو ګرامر دی. پوهاند صدیق الله رښتین لیکلی دی او په (1344) کال کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شو.

د پښتو صرف او نحوه: دغه کتاب په پښتو ژبه د پښتو ګرامر دی. لیکوال یې محمد عظیم خیال دی او په پېښور کې چاپ شوی دی. د لیکنې او چاپ نېټه یې نه ده څرګنده.

پښتو قاعدې: ښاغلي حافظ محمد ادریس او ښاغلي عبدالحلیم په اردو ژبه لېکلی او په پېښور کې

چاپ شوی دی.

د پښتو قاعدې: د دغه کوچني ګرامري اثر لیکوال سید راحت زاخېلي دی چې په (1954 زېږېدیز) کال په پېښور کې خپور شوی دی.

پښتو قواعد: ددې اثر مولفین سید تقویم الحق کاکا خیل او سید تسنیم الحق کاکاخیل دي په 1953 کال کې پښتو اکاډیمۍ چاپ کړی دی.

د پښتو ژبې لنډ ګرامر: دغه کوچنوټی کتاب په (1320 شمسي) کال په کندهار کې د فضل محمد کندهاري له خوا لیکل شوی دی.

امد نامه: د پښتو ژبې یو کوچنی ګرامري کتاب دی چې یوازې د پښتو ژبې مصدرونه او فعلونه یې څېړلي دي.

یوه قلمي نسخه یې چې (108) مخه لري د لندن د برټش په موزیم کې ساتل شوي. او د هندوستان د رامپور په ښار کې

د نولسمې پېړۍ په پیل کې لیکل شوی ده.

پښتو ګرامر: دا د هربرت پنزل د پښتو ګرامر پښتو ژباړه ده.

دا په پښتو ژبه کې لومړنی علمي اثر دی چې د پښتو ژبې اوازونه یې د معاصري ژبپوهنې د علمي اصولو او مېتودونو پر بنسټ څېړلي. دا کتاب پوهاند محمد رحیم الهام په پښتو ژبه را ژباړلی. ویلی شو چې د دغه ګرامر په پښتو کېدنې سره پښتو ژبې ته نوي ژبپوهنه ننوتلې ده.

اتالیق پښتو: خیال بخاري په اردو ژبه لېکلی دغه رساله په کال (1969 زېږېدیز) کې خپره شوې.

پښتو ګرامر: دغه کتاب د ډاکټرې زرغونې زېور له خوا لیکل شوی او په (1360 لمریز) کال کې د کابل پوهنتون له خوا چاپ شوی دی.

پښتو نوی مصدر: دغه اثر ډاکټر عبدالرازق پالوال لېکلی او په (1971 مېلادي) کال کې د کابل پوهنتون له خوا چاپ شوی دی. په دغه اثر کې کوښښ شوی چې د پښتو فعلونو ریښه پیدا کړل شي.

نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل: دغه ګرامر پوهاند حبیب الله تږي لیکلی او په (1344 لمریز) کال کې چاپ شو.

په دې کتاب کې په ژبپوهنه او ژبني مسایلو بحث شوی دی او د نوې ژبپوهنې له مخې په کې ځینې ژبني مسایل څېړل شوي دي.

ژبنۍ څېړني: دغه اثر نور احمد شاکر لېکلی او په (1971 مېلادي) کال د کابل پوهنتون له خوا چاپ شوی دی.

په دې رساله کې د ژبې د ساختمان او جوړښت د سپړلو په باره کې ځینې مقدماتي یادونې شوي دي.

معیاري پښتو: دا هم د عبدالرازق پالوال لیکل شوی ګرامر دی چې په (1384 لمریز) کال د پېښور په “یونایټېډ پریس” کې چاپ شوی دی.

وییپوهنه: دا د پوهاند مجاور احمد زیار اثر دی چې د غربي ژبپوهنې له اثارو څخه یې زیاته برخه اخیستل شوي او استاد په ډېره ښه توګه اوډلی.

په دغه اثر کې یې د پښتو لغت پېژندنې آرونه او اصول وړاندې کړي دي. دغه اثر په (1981 مېلادي) کال کې د کابل پوهنتون له خوا خپور شوی دﺉ.

پښتو لېکلارښود: دا د پوهاند زیار بل اثر دی چې د پښتو ژبې د اصلاح په نیامت یې لېکلی او دا اثر هم په (1981مېلادي) کال د کابل پوهنتون له خوا خپور شوی دی.

پښتو پښویه: دغه ګرامر تر اوسه د پښتو ژبې یو پیاوړی ګرامر دی چې هم د پښتو ژبې د فونولوژي او هم مورفولوژي څخه بحث کوي. دغه کتاب لومړي ځل په (1362 لمریز) کال په کابل کې چاپ شوی او په روانه لسیزه کې دوه ځلې بیا هم چاپ شوی دی.

د پوهنتون ډېر زده کوونکي له دغه کتاب څخه استفاده کوي.

پښتو نحوه: دغه کتاب د پښتو ژبې یو نوی علمي ګرامر دی چې د پښتو ژبې د نحوې او جملې پېژندنې په بېلابېلو برخو بحث لري. دغه کتاب په (1382 لمریز) کال په پېښور کې چاپ شوی دی او لېکلواله یې “اغلې ډاکټره پوهندوی زرغونه رښتین زېور” ده.

د یادونې وړ ده چې د پښتو ژبې د نحوې په برخه کې تر دم ګړۍ دا یو بشپړ ښوونیز اثر ګڼل کېږي.

پښتو مورفولوژي او فونولوژي: هغه اثر دی چې په اوسمهال کې د ګرامر او ژبپوهنې پر معاصرو ټولو معیارونو باندې برابر دی. او دا د پښتو ژبې د یوازیني لاس بري ژبپوه او تکړه څېړونکي “پوهاند محمد صابر خیشکي” اثر دی چې لسګونه ځله بیا بیا چاپ شوی دی. لومړی ځل په (1380 لمریز) کال په پېښور کې چاپ شوی دی.

د پښتو ژبې فونولوژي: دغه کتاب درې فصله لري او د ښاغلي ډاکټر سرمحقق عبدالحکیم هلالي اثر دی.

په (1370 لمریز) کال د افغانستان د علومو اکاډیمي له خوا چاپ شوی دی.

دغه اثر تر دم ګړۍ یوازینی کتاب دی چې د پښتو ژبې د فونولوژي برخه پکې په عملي توګه په ډېر ښه ډول څېړل شوې ده.

جامع القواعد: مولف یې عبدالکریم بریالی دی او په بلوچستان کې د کوټې د پښتو اکاډیمۍ له خوا چاپ شوی دی.

سوچه پښتو یوه جایزه: دا د ډاکټر خدایداد اثر دی چې په (1988زېږېدیز) کال په بلوچستان کې د پښتو اکاډیمۍ له خوا چاپ شوی دی.

د پښتو ژبې مورفولوژي(ګړ پوهنه): دا د پښتو ژبې یو ګرامر دی چې درې برخې لري. جانداد الکوزي لیکلی او په

(1385 لمریز) کال کې د پټان ادبي ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

هغه ګرامري قلمې نسخې چې تر اوسه چاپ شوي نه دي:

پښتو ګرامر: دا د ښاغلي عبدالواحد خان له خوا لیکل شوی او د عامه کتابخانې په کتابتون کې د جوایزو په

څانګه کې خوندې ده.

د پښتو مفصله صرف و نحوه: دا د غلام جیلاني خان جلالي لیکنه ده چې د عامه کتابخانې په قلمي نسخو کې ځای لري.

د پښتو کوچنی ګرامر: دغه اثر محمد دلاور لېکلی او په عامه کتابخانه کې خوندې ده.

پښتو ګرامر: دا د ښاغلي مولوي شیرګل هغه لیکنه ده چې په پښتو ټولنه(د افغانستان د علومو اکاډیمۍ) کې خوندې ده.

“د یادونې وړ ده چې له دې پرته ښایي د پښتو ژبې په اړه نور ګرامرونه او مقالې هم کښل شوي وي، خو بدبختانه چې زه یې په موندلو کې بریالی نه شوم.”

د بهرنیو پوهانو له خوا لیکل شوي پښتو ګرامرونه:

1: د کلاپ ورټ په نوم یو بهرني لیکوال د پښتو ګرامر په برخه کې د لومړي ځل لپاره لومړنۍ هڅې کړي دي.

نوموړي د پښتو ژبې یو ګرامر لیکلی، دغه اثر په (1810 زېږېدیز) کال کې چاپ شوی دی.

استاد صدیق الله رښتین کلاپ ورټ المانی را پېژني، خو ډاکټره زرغونه زېور یې روسی بولي.

2: تر ده وروسته په برلین کې “ایوریسمن” د کلاپ ورټ د تحقیقاتو پر اساس څېړنې تر سره کړي او د پښتو ژبې

یو ګرامر یې په (1833 زېږېدیز) کال کې چاپ کړی دی.

3: په (1839 زېږېدیز) کال کې “مېجر. ر. لیچ” د پښتو ژبې د ګرامر په برخه کې یوه وړه رساله لیکلې ده.

4: په (1842ــــ 1845 زېږېدیز) کلونو په موده کې پروفیسور دورن د پښتو ژبې ګرامر لیکلی او په کلکته کې چاپ شوی دی.

ډورن د ختیځ پوهانو په ډله کې لومړنی سړی دی چې د پښتو ژبې د مطالعې لپاره یې هلې ځلې کړي دي.

د پروفیسور ډورن له مړینې د اکتوبر تر انقلاب پورې په روسیه کې د پښتو ژبې څېړنه درېدلې وه.

5: په (1854 زېږېدیز) کال کې د پښتو ژبې کوچنی ګرامر د واګن له خوا په کلکتې کې خپور شو.

6: د پښتو ژبې ګرامر یا د افغانانو ژبه: دغه ګرامر د انګرېز “جارج مېجر راورټي” له خوا لیکل شوی او دوه ځله چاپ شوی دی.

لومړی ځل په (1855 زېږېدیز) کال په کلکته کې او دویم ځل په (1960زېږېدیز) کال په لندن کې چاپ شوی دی.

د دغه کتاب عمده برخه د پښتو ژبې د صرف برخه ده.

7: د پښتو یا پختو ژبې قواعد: دغه ګرامر د راورټي له ګرامر دوولس کاله وروسته د “هنري والټر بېلیو” له خوا په

(1867 زېږېدیز) کال په لندن کې خپور شوی دی.

دوهم ځل په (1901 زېږېدیز) کال کې په لاهور کې چاپ شوی دی.

دغه اثر په (1318 لمریز) کال په پښتو ټولنه کې ترجمه شوی دی، خو تر اوسه لا نه دی چاپ شوی.

8: Grammar of the pashto of the language of the afghanistan: دغه پښتو ګرامر د جرمني ختیځ پوه ډاکټر ایرنست ټرومپ له خوا په جرمني ژبه لیکل شوی دی.

دغه کتاب په (1873 زېږېدیز) کال په لندن کې چاپ شوی دی.

کوم پښتو ګرامرونه چې د خارجي پښتو څېړونکو له خوا لیکل شوي، د ټرومپ یوازینی اثر دی چې د پښتو ژبې کانسونېنټونه یې د ژبپوهنیزو اصولو په رڼا کې د فزیولوجیکي خصوصیاتو له پلوه پر بېلو بېلو ګروپونو ویشلي او هم یې د پښتو ژبې اوازونه د همدغو ځانګړتیاوو پر بنسټ پر یوه جدول کې بېل، بېل کړي دي.

که څه هم دریو انګرېز پښتو پوهانو (کوکس، لاریمر، راس کېپل) د ټرومپ تر ګرامر وروسته ګرامرونه لیکلي، خو هغوی د ټرومپ تر کچې د پښتو ژبې فونیمونه نه دي څېړلي.

9: بل تن ګولډن شتیت لومړنی جرمني ختیځ پوه دی چې د پښتو په باب یې یو اثر لېکلی دی.

د معاصر روسي ختیځ پوه “برتلس” په قول نوموړی د ختیځ پوهانو له ډلې څخه لومړنی سړی دی چې د پښتو ژبې په هکله یې څېړنې شروع کړي دي.

دده په اثر کې د ګرامر او لغتونو فهرست لیدل کېږي.

دغه اثر په (1971 زېږېدیز) کال کې په “سنت بتر زبورګ(لیننګراد) کې خپور شوی دی او داسې ښکاري چې دغه اثر تر اوسه د “برټش موزیم” په کتابتون کې خوندي ده.

10: د روس کېپل او قاضي عبدالغني خان له خوا په ګډه یو پښتو ګرامر لیکل شوی دی چې د چاپ په اړه یې درې بېلابېلې سنې لیکل شوي دي.

پوهاند رښتین یې د چاپ کال (1910 زېږېدیز) ښودلی دی.

ډاکټرې زرغونې زیور یې (1901 زېږېدیز) کال ښودلی دی.

او ډاکټر هلالي بیا وایي چې نوموړی کتاب په (1922 زېږېدیز) کال په لندن کې چاپ شوی دی.

ښايي دا کتاب تر پنځو ځلو پورې چاپ شوی وي او پورتني هر یو کال یې یو، یو ځل ښودل شوی وي.

11: جرمني ختیځ پوه “جیمز ډار مسټټر” په (1888زېږېدیز) کال کې د ایتمولوژي(د افغانانو ژبه) تر نوم لاندې یو علمي او ګرامري اثر لیکلی دی او په پاریس کې چاپ شوی دی.

12: په الماني ختیځ پوهانو کې د “ګایګر” نوم مشهور دی.

ده په(1893 زېږېدیز) کال کې د پښتو ژبې د فلالوژۍ په برخه کې یوه رساله لیکلې ده. ده په دې رساله کې د تهجي حروف په ترتیب سره او ډېر پښتو لغتونه د سانسګریټ اوستا پخوانۍ او اوسنۍ پاړسو سره پرتله کړي دي.

13: د پښتو ژبې یو لنډ ګرامر د “بېدولف” له خوا په (1890 زېږېدیز) کال په لندن کې خپور شوی دی.

14: په (1901 زېږېدیز) کال کې د روس کېپل له خوا د پښتو ژبې یو ګرامر لیکل شوی دی.

15: پښتو ګرامر: دغه ګرامر انګرېز “لارېمر” لېکلی او د شلمي پېړۍ په اوایلو کې خپور شوی دی.

په دغه ګرامر کې لومړی د پښتو فونولوژي باندې شرحه راغلې او د پښتو ژبې واولونه یې (7) ښودلي دي.

او له دې پرته د وزیرو د لهجو په اړه پکې بحث شوی دی.

دغه ګرامر لومړی ځل په (1902 زېږېدیز) کال کې په لندن کې چاپ شوی دی او دویم ځل په (1916زېږېدیز) کال کې د لندن د اکسفورډ په ښار کې چاپ شوی دی.

16: پښتو ترجمان: دا د پښتو کوچنی ګرامر دی (38) مخونه لري “ا. پفیمف” روسي لیکلی او په (1907 زېږېدیز) کال کې په تاشکند کې چاپ شوی دی.

له یوه زیات فصلونه لري، وروستی فصل یې پښتو نومونه او فعلونه دي.

17: د پښتو ژبې لنډ قاموس او ګرامر: دغه کتاب هم د “ا. پفیمف” له خوا لیکل شوی دی. (27) مخونه لري لومړني (22) مخه یې قاموس او وروستي پنځه مخونه یې د پښتو ژبې ګرامر په اړه دي. دغه کتاب لومړی ځل په (1908 زېږېدیز) کال په تاشکند او بیا په (1955 زېږېدیز) کال په ماسکو کې چاپ شوی دی.

18: په (1908 زېږېدیز) کال په تاشکند کې د پښتو ژبې ګرامر او لغتونو په باره کې یوه کوچنۍ رساله په روسي ژبه خپره شوي چې لیکوال یې روسی “تومانویچ” دی.

19: د پښتو ژبې د ګرامر یادښت: دغه ګرامر د انګرېز “دای دي کاکس” له خوا لیکل شوی او په (1911 زېږېدیز) کال په لندن کې خپور شوی دی.

20: پښتو نحوه: د “ډي، ایل، ار لارېمر” له خوا یو بل پښتو ګرامر د پښتو نحوي تر نوم لاندې لیکل شوی او په

(1915 زېږېدیز) کال د انګلستان له اکسفورډ څخه خپور شوی دی.

دغه کتاب (377) مخونه لري او په پاې کې یې د پښتو لغتونه په انګریزي ژباړل شوي. د لارېمر نحوه په (1319 لمریز) کال کې د پښتو ټولنې له خوا په پښتو شوې ده.

21: مارګرن سټرن: د ختیځ پوهانو له ډلې څخه هغه ژبپوهاند دی چې د پښتو ژبې په باب او د افغانستان د نورو ژبو لکه( پراچي، اورمړي، پامیري او نورستاني) ژبو کې هم څېړنې کړې دي; ځکه ورته د پښتو پېژندونکو استاد او لارښود ویل شوی دی. دده ادبي او ژبنۍ څېړني نه هېرېدونکې دي. نوموړي د پښتو کلمو د ایتمالوجۍ په باب یو ښه علمي او ارزښتناک اثر لیکلی دی.

دغه اثر په (1927 زېږېدیز) کال د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې چاپ شوی دی.

22: د “اې برټلس” روسي ختیځ پوه له خوا په (1935 زېږېدیز) کال کې د پښتو ژبې د کندهارۍ لهجې تر سرلیک لاندې یوه رساله لېکلي او په لیننګراد کې خپره شوې ده.

دغه رساله په (1365 لمریز) کال کې په پښتو ژباړل شوې ده. همدارنګه برتلس په (1356 زېږېدیز) کال او په (1950 زېږېدیز) کلونو کې دوه نورې مقالې هم په ترتیب سره د

(پښتو ژبې ترکیب او ساختمان او د پښتو ژبې فونیمپوهنه) تر سرلیک لاندې ليکلي.

چې دویمه مقاله یې د (زودوین پښتو روسي قاموس) په وروستۍ برخه کې په ماسکو کې چاپ شوې ده.

23: د پښتو ژبې لنډ ګرامر: دغه اثر د روسي ختیځ پوه “اسلانوف” لنډ درسي ګرامر دی چې په (1936 زېږېدیز) کال په ماسکو کې چاپ شوی دی.

اسلانوف دوه نور ګرامرونه هم لېکلي. لومړی یې (د پښتو ژبې د اصواتو ترکیب) چې په (1950 زېږېدیز) کال په ماسکو کې خپور شوی دی او بل یې د پښتو ژبې معاصر ګرامر دی.

24: “ک. ا. لیبدیف” د پښتو ژبې په ګرامر لیکنه کې زښت زیات کار کړی دی. د پښتو ژبې ګرامرونه یې په جلا ټوکو چې (1) په 1945ز (2) په 1956 ز (3) په 1970 زېږېدیز کلونو کې چاپ کړي دي.

25: پښتو ژبه: تر دغه عنوان لاندې یو پښتو ګرامر روسي پوهاند (دور یانکوف) لېکلی او په (1960 زېږېدیز) کال په مسکو کې خپور شوی دی.

26: “ډاکټر ا. م. ارانسکي” د پښتو ژبې د ګرامر په نامه یوه وړه رساله لېکلي ده چې د چاپ کال یې نه ده څرګند.

دغه رساله د فعل د شکلونو د تکرار په اړه یو علمي رساله ګڼل کېږي.

27: د پښتو ژبې لنډ ګرامر یا د پښتو ژبې ځینې اساسات: دغه ګرامر “شافیف” لېکلي او د زودین پښتو روسي قاموس په پاې کې لیکل شوي ده او په (1955 زېږېدیز) کال په ماسکو کې چاپ شوي. دغه ګرامر د پښتو ژبې په فونیمپوهنه، مورفولوژي او نحوه باندې لیکل شوی دی.

شافیف هم د پښتو ژبې ډيفټانګونه اووه ښودلي دي.

28: د افغانستان د کندهارۍ لهجې تشریحي څېړنه: هربرت پنزل په افغانستان کې د خپلې استوګنې په موده کې ځینې علمي څېړنې کړي او په دغه موده کې یې ځینې مواد را ټول کړي دي. او په دې اساس یې د افغانستان د کندهارۍ لهجې تشریحي څېړنې په نوم یو ګرامر لیکلی.

دغه ګرامر په (1955 زېږېدیز) کال په واشنګټن کې خپور شوی دی. دغه اثر پوهاند محمد رحیم الهام ترجمه کړی دی او په (1340 لمریز) کال د کابل پوهنتون له خوا چاپ شوی دی. په دغه اثر کې د پښتو کندهارۍ لهجې فونیټکي ګرامري برخې څېړلي دي او د ننګرهارۍ او کندهارۍ لهجې ځینې توپيرونه یې څرګند کړي.

29: ختیځ پوه “ډاکټر برژي بیچکا چکو سلواکي: د پښتو خج (فشار) په نوم یوه وړه رساله لېکلې ده.

30: “زویا، مارتیانیونا، کالینینا: د شوروي اتحاد ختیځ پوهانو له ډلې څخه ده. د ختیځ پېژندنې په انستیوت کې د افغانستان څانګې یوه تکړه غړې وه. د کالینیني ټولې لیکنې او څېړني د پښتو په ژبني او ګرامري موضوعګانو پورې اړه لري. د معاصري ادبي پښتو ژبي لغت پوهنه (1972 زېږېدیز) د مسکو چاپ او په معاصره ادبي پښتو کې مرکبي تابع جملې (1966 زېږېدیز) د مسکو چاپ او په معاصره ادبي پښتو کې امریه جملې، شرطیه او تمنایي جملو تر سرلیکونو لاندې د نوموړي لیکنې دي.

31: عبدالحفیظ غني یف: دغه اثر د روسي پروفیسور (ا. ل ګرید نبرګ) یو ښوونیز اثر دی چې په (1987 زېږېدیز) کال د روسیې په لیننګراد کې چاپ شوی. دغه ګرامر د فونیم پوهنې، مورفولوژي او نحوي; درې برخې لري چې ډېر زور پکې په فونیم پوهنې اچول شوی دی.

د دغه ګرامر ځانګړتیا داده چې د نورو ژبو د ګرامر لیکنې تر تاثیر لاندې نه ده راغلی او هر څه یې د پښتو ژبې پر موادو څېړلي دي. فونولوژي او مورفولوژي یې په علمي توګه تصنیف بندي کړې دي.

پایله:

له دغو پورتنیو اثارو پرته نور زیات شمېر اثار او زیاتو کسانو نورې هڅې هم کړې دي، خو له بده مرغه چې زه یې په موندلو کې پاتې راغلم.

پښتو چې یوه ډېره کره او لرغوني ژبه ده د بهرنیو ژبپوهانو

له خوا دغې ژبې ته هغه مهال پام وشو چې د پانیني ګرامر پیدا او د سر ویلیم جونز له خوا وڅېړل شو.

د یادونې وړ خبره داده، په روانه لسیزه کې چې د پښتو پوهانو له خوا کوم ګرامرونه لیکل شوي دي هغه په بشپړ ډول نه دي ذکر شوي او نه هم هغه لیکنې چې دم ګړۍ د انټرنیټ په سینه کې د پښتو ژبې د ګرامر په اړه شوي نه دي یادې شوي.

زموږ په پورتني لنډ بحث کې په مجموعي توګه په پښتو ژبه کې د ګرامر لیکنې تاریخي بهیر څخه صرف یو لنډ جاج اخیستل مراد و، نه د ټولو اړخونو را سپړل.

که په دغه لیکنه کې څه کمی یا زیاتوالی راغلی وي، له لوستونکو او ژبڅېړونکو بښنه غواړم; هیله ده چې د سمون په اړه مشورې راسره شریکي کړﺉ.!

ــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.