افغانستان کې د بریتانیا د سفارت پخوانیو کارمنانو پر ط.. البانو د وهلو او ربړولو تور لګولی.
په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت ځینو پخوانیو کارمنانو ویلي، ط.. البانو وهلي او ربړولي دي. تر اوسه د بریتانیا د سفارت شاوخوا ۱۰۰ پخواني کارمنان په افغانستان کې پاتې دي.
هغه کسان چې له نړیوال امنیتي شرکت (GardaWorld) سره یې کار کاوه، ځینو یې د شرکت له لوري د سفارت د امنیت خوندي کولو برخه کې تر لسو کلونو ډېر کار کړی دی.
ځینو پر خواله رسنیو د ټپونو انځورونه خپاره کړي چې وايي ط.. البانو شکنجه کړي دي.
د بریتانیا حکومت وايي، له تېر کال راهیسې یې له افغانستانه تر ۱۵ زرو ډېر کسان رایستلي او د نورو د رایستلو لپاره هم کار کوي.
بي بي سي د هغو ۱۵۰ کسانو نوملړ ته لاسرسی موندلی چې په افغانستان کې یې د بریتانیا سفارت کې کار کاوه او لاهم په افغانستان کې دي.
له دغو کسانو یوه یې ویلي، په وروستیو کې ط.. البانو وهلی دی، ځکه چې مخکې یې د بریتانیا سفارت کې د ګارد (ساتونکي) په توګه کار کاوه.
دغه کس چې د امنیتي مــ.لاحظو له کبله یې نوم نه دی په ډاګاه شوی وايي، “بهر ناست وم چې ځینې وسله وال راغلل او یوه یې برید راباندې وکړ”.
دی زیاتوي: “دوی راته ویل تا مخکې د بریتانیا سفارت کې کار کاوه، په وهلو یې پیل وکړ، پر ځمکه یې وغورځولم او ویې وهلم”.
یوه بل ساتونکي ویلي، وسله والو ط.. البانو د کلاشنیکوف په کونداغ په سر واهه، او تر هغه یې وواهه چې قناعت یې وکړ اوس له بریتانویانو سره کار نه کوي.
دا اوونۍ د بریتانیا حکومت وویل، دغه کسان د روانې میاشتې له شلمې نېټې د افغان وګړو د بیا مېشتېدنې (ACRS) پروګرام د یوې برخې په توګه بریتانیا ته د راتلو لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کولی شي.
دا پروګرام په افغانستان کې د بریتانیا د حضور پرمهال له هغو کسانو سره مرسته کوي چې له دوی سره یې کار یا هلته همکاري کړې ده.
د روان کال لومړیو کې د بریتانیا حکومت د دغه پروګرام د پیلولو اعلان وکړ.
منتقدین وايي، حکومت د دغو خلکو په همکارۍ کې ناغیړي کړې او د ملاتړ پروګرام یې ناوخته اعلان کړی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.