پښتون

استاد عمر پاڅون

482

پښتون داسې په نړۍ کې یو ټبر دی

چې که مشر دی که کشر پخپل سر دی

نیم سری پکې هیڅ چیرې نه ځاییږي

ټول منونه که وي ښځه او که نر دی

هر یو مړی یې په ښو سره یادیږي

خو ژوندی یې په دنیا کې در په در دی

لالهانده د پیسو په ټولیدو دي

تعلیم پریږدي بیسواده بې هنر دی

پیسه داره یې دوه درې ودونه کاندي

امیرانو نه یې ورک کور او دفتر دی

خپل خدمت ته بلا والی دی ملاماتی

خو پردیو ته یې وهلی بیا ټټر دی

ښکیلاګرو بیا ویشلی په قومونو

ویشل شوی دا ملت په لر او بر دی

د سنګر او د مورچل لوی قهرمان دی

خو په سوله کې ترې ورک لار او ګودر دی

په ملي ګټو هیڅکله راټول نه شول

د هر مشر یې په خپل کور باندې نظر دی

د پښتو او د اسلام نارې کړي پورته

خو په دواړو کې یې خوړلی خپل ځیګر دی

 ډیر ارزانه په پیسو باندې خرڅیږي

بې ارزښته دی ولاړ د چا په در دی

یو ملی قاید یې قوم کې پیدا نه کړ

هر ناکس ته وای همدا زما لیدر دی

خپل ولس د تباهي کندې ته سیخ کړي

ځکه دا چې تالي څټی دی غلام د بل نوکر دی

د پردو د اوږو بار راشي وطن ته

بیا ځان بولي چې همدا د قام رهبر دی

خپل قام څه کړي ملت او وطن څه کړي

چې میین نن په پیسو دی په ډالر دی

چې د دوو روپو خاوند شي په دنیا کې

ځان ترې ورک شي و اسمان ته یې نظر دی

د کار پیل په بې غورۍ وکړي یارانو

وروسته عقل یې بیا راغلی په خپل سر دی

په یووالی او اتفاق کې صلاح نه شو

په نفاق کې دغه قوم اول نمبر دی

خپلې ښځې ، لوڼې کښېنوي په کور کې

وایي خان دی نواب دی معتبر دی

که کوم ورور یې په خپل ژوند کې کامیاب وي

دا بل ورور ورته حاسد او کینه ګر دی

نه پخپله څه کوی شي نه بل پریږدي

بس همدا یې کاروبار همدا هنر دی

لویي نه پیژني چې څه کې ده یارانو

هر مجلس کې بس په باټو باندې سر دي

نه څه اوری نه څه لولي په خپل ژوند کې

سیاست کې په هر څه باندې خبر دی

پوهه او علم ته په سپکه سترګه ګوري

ورته سپک دی که ډاکټر که انجینیر دی

نور عالم تکنالوژي په پیسو اخلي

پښتون اوس هم په ټوپکو باندې سر دی

ولسونه پاس اسمان په لور روان دی

پښتون همداسې ویده پخپل ټغر دی

خلاصه ترې په نصفه کې پاتې شوی

په جومات کې ملا ناست پاس په منبر دی

خپل مذهب او خپل تنظیم یې ډیر خوښیږي

بل مذهب او بل تنظیم ورته کافر دی

چې چارواکی او جګ پوړی مقرر شي

ګرد له سره خپلو پردو نه مرور دی

که زرواکی او زور واکی شو یارانو

نعوذ باالله خدای دی پیغمبر دی

چې په کبر او غرور کې ور روان وي

ښکته نه ګوري اسمان ته یې نظر دی

عاجزي او تقوا نه پیژني ملګرو

کبر غرور او تکبر یې په ځیګر دی

چې ترې لاړه زرواکي او زورواکي شي

خجالته پښېمانه په توبو توبو یې سر دی

چې زلمی او بیا بریتونه پر مخ راشي

خپله غوټه یې تړلې په سفر دی

ستړی، ستومانه په تنګ له دغه ژونده

قانع نه دی حریص د سیمو زر دی

نور قومونه ورورولي کا خپلولي کا

خو پښتون تربور ته ناست لاس په خنجر دی

خو، بلواک نه مني خپلواک دی پاتې شوی

ازادي که خپلواکي ده استقلال د ده کلچر دی

هر غلیم یې تمبولی او شړلی له خپلې خاورې

استعمار ته نیغ ولاړ دی اوچت غر دی

نور دعا د هدایت کوه پاڅونه!

چې هر څه دی بیا هم ستا د زړګي سر دی

میلمه پال دی اسلام پال او وطنپال دی

ځکه ګران چې یې پر ما پاڅون عمر دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.