په اوسني عصر کې د مسلمانانو هلې ځلې
په تیرو دریو سلیزو کې د مسلمانانو د تعقل لويه ستونزه د مسلمانانو د بايللې برلاسۍ او د تیر شوي عظمت بیا لاسته راوړنه وه او ده . ددې هدف لپاره چې مسلمانانو کومې هلې ځلې په کار اچولې هغه بې له شکه چې د انساني لرغوني تاريخ اوږدې هلې ځلې دي. پدې لیار کې په لکونو خلکو په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د خپل ژوند قربانی ورکړې او په میلیونونه خلک د خپل ټاټوبي په پریښودو مجبور شو او همداراز بې شمیره ناموسونه ددې هدف قرباني شویدي. خلکو ددغه هدف د لاسته راوړنې لپاره خپل عمرونه او ځوانئ قربان کړې. د مال او وخت او د خپل غوریزه ماغزو قربانۍ یې هم ورکړې خو بیا هم سره ددې دومره بې ساري سرښندونو، نن مونږ چرته ولاړ یو؟
تر ننه مسلمان یو زپل شوی ملت دی . د فلسطېن کشمیر او ایغور مسلمانان په خپله خاوره کې بندیان دی او مسلمانان په ډیره بې وسۍ د خپلو خویندو ورونو د اجتماعي تعذیب او بند د نندارۍ پرته بل هیڅ هم نشي کولی. ځکه چې نه یوازې دا چې په نظامي توګه بې وسه یو بلکه په پوهه او اقتصاد کې هم د ټولې نړۍ نه وروسته پاتې یو. که د مسلمانانو سره د تیلو زیرمې نه وي نو حالت به مو ددې نه هم زیات خراب وو. پدغه شان حالت کې دا پوښتنه پخپل ځاې کې سمه ده چې د مسلمانانو دا هلې ځلې خو په غلط مخ ندي روانې؟ چرته خو مو د ستونزې په پیژندنه کې غلطي نده کړې؟ دا لیکنه ددغو پوښتنو د ځواب د پلټنې لپاره يو زيار دی چې لمړی به د مسلمانانو د تاریخ یوه لنډه څیړنه کوو چې پکې د زر, دولس سوه کلونو عروج او بیا د زوال وخت شامل وي او بیا به ددې خبرې څیړنه کوو چې غلطي په کوم ځاې کې ده.
———————-زمونږ زرکلن عروج—————————–
مسلمانان د ډیرې عظیمی ماضۍ لرونکی ملت دی . الله پاک محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ته په خپل قوم بریا ورپه برخه کړه او بیا د راشده خلافت په وخت د نړۍ دوه ستر ځواکونه روم او فارس د مسلمانانو په لاس د ماتې سره مخ شول او د ځمکې په منځ کې د نړۍ د ټولو نه زیاتې مهذبې خاورې واګې په خپل لاس کې ونیوی. د روم امپراطورۍ خو د مصر او شام د حاصل خیزه منطقې په بډل کې د مسلمانانو سره سوله وکړه اما ایرانیان منع نه شول چې په نتیجه کې یې د خپل سلطنت نوم او نشان ورک کړ.
د راشده خلافت نه وروسته بیا د بنو امیه، عباسي او عثماني خلافتونو قیام منځ ته راغی چې هر یو په خپل وخت کې د نړۍ ستر او لوې ځواک وو.
د مرکزي امپراطورانو تر څنګه مسلمانانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپلې پاچاهۍ جوړې کړې چې د نړۍ د یو ستر ځواک په څیر یې په نړۍ حکومت وکړ. پدې وخت کې مسلمانان د ماتو سره هم مخ شول لکه چې په اندلس کې د مسلمانانو ماتې او په فلسطین باندې د څه وخت لپاره د صلیبیانو قبضه او یا د تاتاریانو د لاسه د مسلمانانو ماتې، خو په مجموع کې مسلمانان لا هم برلاسي وو.
نن چې د امریکې د نړیوال برلاسيتوب دیرش کلونه هم ندې تیر شوي او شوروي ایله پنځوس کاله په کوم مقام ولاړ وو او یا لویې برطانیې د خپل ځواک یوه سلیزه هم بشپړه نکړه، مسلمانانو د دغه شان برلاسيتوب خوند تر زرو کلونو وڅکو. د مسلمانانو دغه برلاسيتوب یواځې نظامي او سیاسي برلاسيتوب نه وو بلکه دا اقتصادی، علمي او فرهنګي برلاسی وو. مسلمانان پدې ټولو شعبو کې د هر چانه وړاندې وو او د هره اړخه د مشرتابئ په چوکۍ ناست وو.
—–د زرکلن عروج وروسته زوال——
هر عروج زوال لري. ددغه اصل له رویه زمونږ دعظیم او اوږد عروج نه وروسته زوال شورو کیږي. له يوې خوا د ترکانو خلافت چې په آسیا افريقه او اروپا خور وو او دنړۍ په منځ کې د خپل ټول عظمت سره ولاړ وو، ورو ورو د یو رنځور انسان پشان په کمزورتیا شورو شو. بلې خواته چې د مغلو لویه پاچاهي چه په څلویښت سوه زره کيلومتره خاوره خپره وه، په یو وار په رالنډیدو شوه.
په هندوستان کې د مسلمانانو دواک داستان هم زرکلن وو چې د مغلو د وروستني عظیم پاچا اورنګزیب عالمګیر په وخت کې یې د خپل عروج اخري پوله ولیده. د مغلو دغه سلطنت د لوې اشوک نه وروسته نه یوازې دا چې د هند نیمه وچه یې د خپل واک لاندې راوسته بلکه اقتصادي پرمختګ یې دې حد ته ورسوو چې د نړۍ د څلورمې برخې اقتصاد یوازې د اورنګزیب د لاس لاندې وو. ولې د اورنګزیب نه وروسته د مغلو پاچاهي په یو څو لسیزو کې په ډیره چټکتیا سره پرشا تګ شورو کړو. د شاه عالم ثانی په وخت کې ددې پاچاهۍ تعریف داسې کیدو چه سلطنت شاه عالم از دهلی تا پالم. پالم د ډیلي سره نږدې یو کلی وو چې نن سبا پکې د ډیلي هوایي ډګر جوړ دی. یانې د څلور میلونه مربع کلومتره پاچاهي ایله یو څو کلو متره پاتې شوه او دا نوره خاوره خو یا د خپلواکه راجه ګانو او نوابانو تر منځ وويشل شوه او یا هم د نوي راوچت شوي ځواک یانې د مرهټیانو په مخ سر ټيټولو ته اړ شول.
——د ناروغۍ تشخیص او درمل——-
پدغه وخت کې چې مسلمانانو فکري قیادت د مسلمانانو د زوال د رنځ کوم تشخیص کړی وو هغه تشخیص دوه اساسه درلودل. لمړی دا چې تر کومه مسلمانانو توره په لاس کې وه نو دوۍ برلاسي وو خو چې کله یې توره د لاسه وغورځوله نو دوۍ مغلوب شول. د تشخیص دویم اساس دا وو چې د مسلمانانو پوهه د جمود او تقلید ښکار شوه او ددوی کړنې د دین د ښودانو لیرې پاتې شوې نو ددې کبله دې دین علم او عمل په سمو بنسټونو ودرول شي او دا ودریدلی سفر دې بیا په پوره ځواک او ولوله شورو کړی شي.
د تاتاریانو حملې اسلامي هیوادونه ښه لاندې باندې کړل اما هندوستان یوازینۍ خطه وه چې د خپلو زړورو پاچاهانو د زړورتیا په وجې ددغو حملو نه مصونه پاته شو. دعربو او عجمو خلک د تاتاریانو نه د ځان ساتنې لپاره هندوستان ته کډه وکړه. پدغه وخت کې د هند خاوره د اسلامي نړۍ د پاره د پوهې او حکمت مرکز جوړ شو. د اورنګزیب نه وروسته د یو اړخه د مغلو پاچاهي په چټکتیا سره مخ په ښکته روانه وه او د بله اړخه یو ډیر سپیڅلي شخصیت په هندوستان کې وزیږید. دغه مبارک شخصیت شاه ولی الله وو چې د مسلمانانو د تاریخ لوړپولی کس دی. شاه ولی الله چې په مسلمانانو کومې اغیږې غورزولې دي د هغې له کبله د امت په تاریخ کې ډیر کم خلک داسې دي چې د شاه ولی الله سره پرتله شي. شاه د مخکې ذکر شوو دوو بنسټونو رڼا کې د مسلمانانو د مظلومیت او سرکوزۍ د پای ته د رسولو لپاره هلې ځلې پیل کړې. همدا وجه وه چې له يوې خوا یې نواب نجیب الدوله او د ځینې څیړونکو په وینا احمدشاه ابدالي ته لیکونه واستول او مسلمانانو ته یې د مرهټیانو د زیاتیدونکي خطر نه د مخنیوي لپاره بلنه ورکړه چې په نتیجه کې یې احمدشاه ابدالي مرهټیانو ته په کال61 17 کې د پانی پت په میدان کې ملاماتونکې ماتې ورکړه.
له بله اړخه شاه صاحب په علمي ډګر کې د دیني علومو په هره برخه کې ډیر زیات او فوق العاده کار وکړ. شاه صاحب په فارسي ژبه کې د قرآن ژباړه ولیکله او د دوۍ دوه زامنو هر یو شاه رفیع الدین او شاه عبدالقادر په اردو ژبه کې د قرآن ژباړه ولیکله. شاه ولی الله ددې نه پرته په تفسیر، حدیث، فقه، تاریخ، اسرار دین، تصوف، یانې د دین په هره شعبه کې اجتهادي کار وکړ. همدا وجه ده چې د کمکۍ وچې هیڅ کوم عالم به داسې نه وي چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه د شاه صاحب د علمي اغیزې نه بچ پاته شوی وي.
—–دوه سوه کلنې هلې ځلې او د هغو نتايج——
د شاه صاحب د وخت نه واخله تر نن پورې مسلمانان د همدغه دوه اهدافو په رڼا کې په همدغه دوه کرښو کار کوي اما مونږ وينو چې د مسلمانانو د بریا خوب رشتیا نشو بلکه د مسلمانانو تنزل لا په زیاتیدو دی. راځۍ چې نظامي محاذ لمړی تحلیل کړو.په کال 1761 کې په پاتي پت کې د احمدشاه ابدالی بریا د مسلمانانو وروستنۍ بریا وه. ددې نه تر مخه د اروپایي ځواکونو راوپاریدل او د عثماني خلافت فتوحات یې پر ځاې ودرول. Th great Turkish war چې پکې ترکانو د 1680نه واخله تر کال 1699 پورې د ویانا د ګټلو لپاره وجنګدیل، د هنګري په بایللو منتج شو. ددې جنګ نه وروسته د ترکانو زوال د مغلو په نسبت زیات وخت ونیو اما مغل په ډیره چټکۍ سره د زوال کندې ته ولوېدل. په هندوستان کې د مغلو د ماتو یوه نه ختمیدونکې لړۍ پیل شوه چې ابتدا یې د 1757 د پلاسي د جنګ نه وشوه چې په نتیجه کې یې نواب سراج الدوله د بنګال حاصل خیزه زمکه انګلیسانو ته وبایلله. په کال 1799 کې ټيپو سلطان په په سرنګاپټم کې د انګلیسانو نهماتې وخوړه. سید احمد شهید او شاه اسمعیل شهيد (د شاه ولی الله لمسي) په کال 1831 کې د سکانو څخه په بالاکوټ کې ماتې وخوړه. د کال 1857 د مسلمانانو او هندوانو د خپلواکۍ لپاره مشترک جنګ انګلیسانو ته وبایلو چې په نتیجه کې د مسلمانانو زرکلن واک پاې ته ورسید او هندوستان په بشپړه توګه د انګلیسانو په واک کې راغی. له بله اړخه د هندوستان نه باهر هم د مسلمانانو د ماتو لړۍ روانه وه. په کال 1830 کې د عثماني خلافت نه د یونان خپلواکي ګټل د عثمانی سلطنت کمزورتیا رابرسیره کړه. ترکان په بیلابیلو جنګونو کې د پرله پسې ماتو سره مخ شول چې د لمړنی نړیوال جنګ په ختمیدو سره عثمانی سلطنت هم په بشپړه توګه پاې ته ورسید او د آسیا افریقا او اروپا نیول شوې خاوره یې له لاسه ورکړه. دغه راز په دریو وچو حاکم مسلمانان ایله د زمکې په درې سلیزه 3% برخه حاکم پاتې شول. پدغه وخت کې د مسلمانانو ځانګړي منډې تړلې او جنګونو هم د ماتې سره مخ شول. لکه په روسیه کې د امام شامل هلې ځلې او په افريقه کې د مهدی سوډاني او عمر مختار د اروپایي ځواکونو په مخ نیوي کې پاتې راغلل.
—په فکري محاذ کې د مسلمانانو هلې ځلې—–
د نظامي محاذ تر څنګه مسلمانانو په فکري محاذ کې ډیرې منډې تړلې وکړې. د سید جمال الدین افغانی په نړیواله توګه هلې ځلې، د محمد عبده (د افغانی نه متاثر) په مصر کې منډې ترړې او د علامه رشید رضا نړیوالې هلې ځلې د فکری محاذ د تحریک بیلګې دي. همدغه راز د هند په وړه وچه کې علامه اقبال، مولانا ازاد او د علامه شبلي نعماني په څیر مشرانو د مسلمانانو په کالبوت کې د يوې نوې روح د اچولو کوښښ وکړ. مسلمانانو د علی ګړھ تحریک، تحریک مدارس د خلافت تحریک او د ریشمی رومال تحریک په شکل کې لوې لوې سیاسي او علمي خوزښتونه وچلول او د اسلام او خلافت د احياء په نوم یې هلې ځلې وکړې ولې د مسلمانانو په حالت کې کوم بدلون رانغلو.
——-زمونږ زوال، یو ټولنیز زوال——–
ددې اوږدې څیړنې نه وروسته دا خبره جوته کیږي چې د مسلمانانو فکري مشرتابې چې د رنځ کوم تشخیص کړی وو هغه سم نه وو ځکه که دغه تشخیص سم وی نو د درې سوه کاله اوږد تحریک له کبله به مسلمانانو خپل بایللی مقام بیا تر لاسه کړی وی. زمونږ په اند د اصلي ستونزې په پیژندګلوۍ کې چې کومه سهوه شویده هغه داده چې زمونږ زوال د کومې ځانګړې شعبې سره اړه نه لري بلکه دا یو بشپړ ټولنیز زوال وو. سیاسي او علمي زوال ددې ستر زوال یو اظهار وو اما اصل ناروغي نه وه. زمونږ اصل ستونزه هغه مکمل زوال دی چې د لامله یې په لوړو او متوسطو طبقو کې د لوړ استعداد لرونکي اشخاصو موندل ختم شو. ټولنه د وګړو جوړیږي او لوړه ټولنه د لوړو وګړو نه جوړیږي لکه چې علامه اقبال ورته په لاندې مترجم شعر کې اشاره کړیده
د افرادو په لاسو کې مقدر دی د ملت
هر فرد دی د ملت د تقدیرونو ستاره
د ټولنې متوسطو او لوړو طبقاتو ته په غریبو طبقاتو د دوو اړخونه نه اهمیت او برلاسي حاصله ده. لمړی اړخ دا دی چې دوې د کمکو طبقاتو په پرتله په لوړو اقدارو زیات پوهیږي او دنورو په نسبت دا فرصت زیات لري چې ځان په لوړو اقدارو پوه او په خپل ژوند کې یې تطبیق کړي. هر هغه څوک چې خپل ژوند د لوړو اقدارو او خويونو په رڼا کې سم کړي نو د یو عالی انسان د جوړیدو لپاره اساسي شرط هم پوره کړي. دویمه برتري چې متوسط او لوړ طبقات په غریبې طبقې لري هغه دا دی چې دوې ته اساسي انساني اړتیاوې میسر وي نو دوې زیات فرصت لري چې د خپل ځان څخه اوچت فکر وکړئ او د ټولنې خیر او شر خپله ستونزه او ترجیح جوړه کړي. هر څوک چې دغه دوه مرحلې پوره کړي هغوۍ ته د ټولنې غوره او عالي انسان ویل کیږي. هغه ټولنې چې په مخښکته روانې وي هغوۍ ددې ټولنیز شنډتوب سره مخ کیږي او نور لوړ او عالی انسانان زیږول بند کړي او دغه راز د ټولنیز زوال یا پر شاتګ په رنځ اخته شي. که څه هم د فطرت د قانون له رویه په وروسته پاتې ټولنو کې بیا هم یو څو د شمار عالې انسانان موجود وي اما په متوسطه طبقه کې د عالی انسانانو وجود په نشت برابر وي او همدغه طبقه د ټولنې په ژوند او ځواک کې اهم رول لوبوي.
دمغلو پاچا اورنګزیب په هندوستان کې دغه ستونزه د خپل واک په وروستنۍ لسیزه کې په ګوته کړې وه. دده پنځوست کلنه پاچاهي نیمایي د مرهټیانو په ضد په جنګ کې تیره شوه ولې مرهټان یې مات نه کړل. دده غوره ملګري چې دده زوی هم پکې شامل وو د دښمن سره یو ځاې شوي وو. اورنګزیب په یو لیک کې داسې لیکي؛ «ادم هوشیار، امانتدار، خدا ترس و ابادکار کمیاب» رود کوثر ۵۳۱
د لوړو اقدارو لرونکي عالی انسانانو نه شتون په اصل کې د مسلمانانو د زوال اساسی لامل وو، لکه چې عالمګیر ورته په خپل ليک کې اشاره کړیده. په یو بل لیک کې بیا لیکي چې د بنګال لپاره د یو داسي والي په لټهکې یم چې ددغه ځاې واګې په لاس کې واخلي او ددغه ځاې کارونه پر مخ بوزي اما پدغه پلټنه کې بریالی نشوم« از نایابی آدم کار اه، اه !!» رود کوثر
—-د ټولنیز شنډتوب لاملونه—–
ددې ټولنیز شنډتوب دوه لاملونه دي. یو دا چې د تربیې ادارې فعالیت پریښی او د خپل مسولیت په پوره کولو پاتې راغلې او دویم دا چې د تربیې بنسټونه کاږه شوي دي. پدې دواړو کې لمړنی یانې د تربیې د ادارو پارچاویدل زمونږ د ټولنې یو پیژندل شوی حقیقت دی. یو وخت وو چې زمونږ د تربیې نظام ډیر غښتلې او په فطری بنسټونو ولاړ وو. د مور غیږ د کوچني لمړنی مکتب وو. د والدینو نه پرته د کورنۍ غړي د چم ګاونډ مشران هم ددغې ادارې خوزند غړي وو. د استاذانو کار یواځې د تعلیم ورکول نه وو بلکې تربیه د تعلیمي نظام نه بېلېدونکې برخه وه او استاذانو خپل مسولیت په ډیر عالي دود سر ته رسوو. په ټولنیزه سطحه د جماتونو امامان، علماء او څیړونکو سره سره د اهل تصوف یوه ستره اداره موجوده وه چې په ټولنه کې یې د لوړو انساني دودونو، د ټولنیز خیر او شر تصور په ډیره ښایسته توګه ژوندی ساتلی وو. د بده مرغه دغه نظام هم د ماديت په خپریدو سره په ورو ورو د منځه ولاړ او د تربیې دغه لوی ستنې یو په بل پسې په زمکه راولويدې. والدین په خپل ټولنیز، اقتصادي او تفریحي کارونو کې دومره مشغول دي چې د ماشومانو تربیه یې لمړنۍ ترجيح نده پاتې شوې. استاذان یواځې اجرت اخستونکي دولتی او خصوصي اجیران دي. د تصوف اداره له منځه و
تللې او علماء او امامان د فرقه پالنې په لومه کې د دواړو خپو نه راګیر دي چې یوازې د خپلې ډلې تبلیغ کوي. څیړونکي د سیاست داسې روګډي شوي چې د سیاست نه پرته یې په بل څه کې زړه نه لګي.
——د تربیت د بنسټونو خرابیدل——-
د ذکر شوو تربیوي ادارو په کمزورتیا او له منځه تګ د تربیې داسې نوې ادارې رامنځ ته شوې چې ترجیحات یې بدل او بنسټونه یې کاږه دي. د نن ورځې د تربیې لویه اداره میډیا ده چې د خپلو ټولو څانګو یانې فلم، تلویزیون، اخبار او انټرنیټ په ذریعه یا خو منفي افکار خپروي او یا هم خلک د مادي مسابقې لپاره چمتو کوي. د غټ کور، موټر، مالي حیثیت، ظاهري ډول او ښایست او د غوره وظیفې لاسته راوړنه یې پر خلکو داسې ورتپلې چې د لوړو انساني اقدارو حصول او اندیښنه یې له منځه وړې ده.
بل اړخ ته چې د مذهبی تربیې ادارې د دینی ګوندونو او خوزښتونو لخوا جوړې شویدي هلته د انسانی فطرت او د ریښتیني دین په اساس د تربیې لپاره د مطلوبو احساساتو پر ځاې داسې شیان د تربیې لپاره تاداو ګڼل شویدي چې نه یې د تربیې سره کومه اړيکه شته او نه هم د تربیې لپاره کوم اهمیت.
زمونږ په اند لاندیني شپږ شیان دي چې د وګړي په تربیه کې بنسټیز رول لوبوي چې درې شیان دیني او درې نور فطري بنسټونه لري. ددې شپږو شيانو په نتیجه کې د لوړو اقدارو انسانان جوړیږي. د بده مرغه ددغو شپږو اساسي شیانو پر ځاې زمونږ ټولنو درې نور شیان معرفي کړيدي.
—— د حقپالپې پر ځاې تعصب—–
د ریښتینی دین په اساس د یو لوړ انسان صفت دا دی چې حق او رښتیا به ده ته له هر شي نه زیات فوقیت لري. په قرآن کې د جنتیانو څلور طبقات ذکر شویدي چې لمړنۍ طبقه یې انبیاء دي چې د عامو خلکو لپاره دغه درجې ته رسیدل ناممکن دي. اما په دوې پسې دویمه طبقه د صدیقینو ده. صدیق هر هغه څوک دی چې د هغه لپاره حق او صداقت د هر څه نه مقدم وي او کله چې په حق خبره متیقن شي نو نور هر څه یو طرف ته کیږدي او په حق پسې روانیږي او بیا دغه رښتیا په خپله وینا او کړنه (قول او عمل) کې منعکس کوي او خپل ځان او ژوند ددغه حق او صداقت په رڼا کې سموي. له بده مرغه زمونږ په اوسنۍ دیني تربیه کې د حق پر ځاې تعصبات اهم ګڼل شویدي. خپله ډله، خپل عالم او خپله نظریه د هر څه او هر چا نه زیات مهم دي. خلک تعصبات مقدم بولي او دفاع یې د هر څه نه زیات لوړ کار بولي.
—– د نیکۍ تصور او د اعمالو روح————-
د اسلام په حق دین کې د نیکۍ هغه تصور چې ایمان او اخلاق پکې د خپلو مقتضیاتو سره یوه اساسي دیني غوښتنه ده، پخپله یو اهم دیني بنسټ دی. ددې بنسټ پر اساس د الله ذات د مسلمان لپاره له هر څه مقدم او اهم وګرزي او د الله پاک بندګي او اطاعت اصل کار وګرزي. عدل، احسان او انفاق د انسان ورځنی تعامل جوړ شي او د منکراتو، فواحشو ، ظلم او زیاتي نه ځان ژغورنه د انسان اصل هدف وي. او د لوړو انساني اخلاقو په رڼا کې ورځنی ژوند د انسان د شخصیت برخه جوړه شي. دا د دین هغه اساسي غوښتنې دي چې په غوره کولو سره یې انسان ته د نیک او صالح خطاب کیږي. ولې زمونږ په تربیوي اساساتو کې ظاهري بدلون د نیکۍ او تقوی معیار گڼل شویدی او ددغو ظاهري نښانیو شتون او نه شتون د یو کس په دیندارۍ پورې تړل شویدی. په اسلام کې د ظاهري اعمالو د اهمیت نه انکار نشي کیدلای بلکه ډیر اعمال پهخپل ظاهري چوکاټ کې د دین غوښتنه ده. ولې زمونږ په اوسني تربیوي نظام کې ظاهري چوکاټ او فقهي تاویلاتو پوره توجو ځانته جلب کړیده او د عباداتو اصل روح، د عباداتو حقیقت او هدف یې هیر کړیډی. دا لا څه، د همدغه ظاهري چوکاټ پر اساس د مخالفت او تربګنۍ بازار هر وخت ګرم دی. مونږ وینو چی فاتحه خلف الامام، آمین بالجهر، رفع الیدین او داسې نورې خبرې په یو بل پسې د مونځ د جواز او عدم جواز وجوهات ګڼل کیږي.
—————درې دنیوي بنسټونه—————–
د بره ذکر شوو دیني شیانو نه پرته درې دنیوي شیان هم دي چې زمونږ تربیوي نظام پکې تیروتلی دی. لمړی شی دا دی چې هغه عقل چې د انسان د شرافت ذریعه ده اما کله چې د ټولنیزو مسایلو لپاره د ضروري دیني تربیې وخت راشي نو عقل پر ځاې پریږدي او خپل نظر یوازې د احساساتو(جذباتو) په رڼا کې قایموي. ما قصدا د ټولنیزو او دیني مسایلو ذکر وکړ ځکه کله چې خبره شخصي مسایلو ته راشي نو هر کس په ډیره هوښیارۍ سره د عقل نه کار اخلي او د ژورې څیړنې او تحلیل نه وروسته عاقلانه پریکړې کوي. اما کله چې ټولنیزې یا دیني ستونزې راپیښه شي نو یوه احساساتي وینا، یو رومانوي تصور او د ولولو ډکه چیغه زمونږ ټول معقوليت په ټپه ودروي او بیا په احساساتي خبرو خپل فکر او نظر قایموو او د سم او ناسم د صحیح او دغلط پریکړې کوو.
زمونږ د تربیوي نظام دویم طبیعي انحراف د مثبت پر ځاې د منفي فکري دود خپریدل دي او دا کومه وړه او ساده خبره نده. د منفي فکري دود په شتون کې د عالی اخلاقو لوړو رویو ترویج ډیر مشکل کار وي. لویه ستونزه داده چې زمونږ په تربیوي سيستم کې لوړ اخلاق او غوریزه رویه په خپل اصلي او حقیقي شکل کې نه ځائېږي نو لدغې وجې منفي فکري دود زمونږ د حال سره زیات مناسب بریښي. همدغه لامل دی چې د ظاهري اعمالو غوره کونکي د بل هرچا د ایمان او نیت فیصلې کوي. مونږ په داسې طریقه تربیه شوي یو چې هرڅه ته د شک په سترګه ګورو او په هر څه کې توطیې لټوو. ددغه فکر څښتنان زمونږ رهبري په غاړه لري نو ځکه د مثبت فکر لرونکي په ټولنه کې کما حقه قبولیت لاس ته نه شي راوړلی.
ددې لړۍ وروستنی مهم شی د اصولو پر ځاې د شخصياتو اتباع ده. مونږ دا ستر حقیقت هیر کړیدی چې د اختلاف نه مبرا او لوړ او د اطاعت مستحق یوازینی شخصیت چې اتباع یې زمونږ د پاره د نجات باعث ده هغه محمد الرسول الله صلی الله علیه وسلم دی . له بده مرغه زمونږ په تربیوي نظام کې شخصیتونو او اکابرینو ته داسې مقام ورکول کیږي چې پکې د دوۍ سره د اختلاف کولو ګنجایش نه پاتې کیږي. دغه تعامل یوازې مذهب پورې منحصره ندی بلکه دغه سرطان سیاست ته هم ورننوتی دی. د اصولو پر ځاې د خپلې ډلې په رهبر پسې تګ او د هغه نه دفاع زمونږ د تربیې بنسټیز عامل جوړ شویدی. همدغه لامل دی چې خلک د خپلو مشرانو عاشقان دي او د هغوۍ د هرې ښې بدې خبرې ملاتړ کوي او د هرې بې قانونه او بې اصوله خبرې نه دفاع کوي او د هرې تیروتنې لپاره عذرونه او دلایل ګوري.
——زمونږ اوس او راتلونکې———
رښتیا خبره خو داده چې په تیر درې سوه کلیزو هلو ځلو کې مو خپل بایللی حیثیت ونه ګټو، ولې زمونږ سره چې کوم تربیوي بنسټونه وو هغه مو هم د لاسه ورکړل. په ټولنیز تربیوي نظام کې چې څه پاتې خیر وینو نو دا د کوم تربیوي سيستم اغیزه نده بلکه د الله پاک د پيداکړي فطرت لامل دی چې اغیزې په انسانانو کې دومره ژورې وي چې د بد نه بدتر تربیه یې هم نقش نشي محوه کولی که څه هم دغه فطرت د ټولنیز بدلون د پاره اغیزمن نه دی. ټولنیز بدلون یوازې او یوازې د تربیوي بنسټونو د اصلاح نه منځ ته راځي. د فردي خیر تر څنګه چې کوم ټولنیز خیر وینو نو دغه د الله ځانګړی احسان دی. د الله د ځانګړي احسان دوه بېلګې چې مونږ ته ښکاره دي هغه ددې موجب شو چې زمونږ ټولنې یې په تیرو دوه سلیزو کې د بشپړې تباهۍ نه وژغورلې. یو لوې احسان یې دا وو چې د اروپایي ملتونو ځواک په دواړو نړیوال جنګونو کې او بالخصوص په دوېم نړیوال جنګ کې دخپل منځني جنګونو په وسیله له منځه ولاړ او نتیجه یې د غلام مسلم ملت په خپلواکۍ کې راڅرګنده شوه. او دویم ځانګړی احسان یې دا وو چې عربو ته یې د بهیدونکي سرو زرو په شکل کې د تیلو زیرمې ورکړې او د سیاسي غلامۍ تر څنګه یې د اقتصادۍ احتیاج نه هم خلاص کړل. د الله پاک د ځانګړو مرستو نورې بیلګې هم شته چې ما پرې یوه جلا مقاله هم لیکلې خو فی الحال دغه زما موضوع نده. مهمه خبره دا ده چې مونږ لا تر ننه پورې یو وروسته پاتې ملت یو. په ځانګړه توګه عرب او پاکستان چې د لسیزو راهیسی د الله په نوم ولاړ دي ، د ټولو نه زیات په اخلاقي فساد اخته دي.
—د بشپړې بربادۍ نه د خلاصون لیار———-
د اسماني کتابونو او د تاریخ د کتابونو نه داخبره جوته کیږي چې کله د الله په نوم راپاڅېدلي خلک د دغشان رویو اظهار په مسلسله توګه کوي او د مصلحینو نصیحت ته غوږ نه نیسي نو بیا د الله هغه پریکړه راڅرګندیږي چې د ځان سره تباهي او بربادي هم راوړي او هغه پریکړه دا وي چې د نړۍ مشري او سرداري کومې بلې ډلې ته وروسپاري. که غواړو چې د بشپړې بربادۍ نه ځان وژغورو نو د جامعې د متوسط او اشرافیه طبقاتو هر باشعوره انسان له پکار دي چې خپل مسولیت پر ځاې کړي. ددې وخت د ټولو نه مهم کار دا دی چې خپل قوم ته د تربیې سم بنسټونه جوړ او په پوره زور او تاکید سره وړاندې کړي او ددې هدف د پاره نوې ادارې جوړې کړي. کومې ادارې چې فعالیت کوي هغوۍ له پکار دي چې د لته د ذکر شوودي بنسټونه د تربیوي نظام اساس وګرزوي.
دويم دا چې مونږ نورو ته ګوتنیونه پریږدو او خپله تربیه او اصلاح د هر څه او هرچا نه مقدم وګڼو. زمونږ ستونزه دا ده چې مونږ بل ته د هغه په لس جریبه زمکه د هغه فصل د کرنې مشوره ورکوو کوم چې مونږ په خپله لس ګزه زمکه نه کرو. مونږ باید پدې پوه شو چې د هر چانه مخکې زمونږ خپل ځان زمونږ د توجو لمړنی حقدار دی او بیا زمونږ کورنۍ او هر هغه ځای چرته چې مونږ موجود یو. ددې پرته د هیواد او ملت په حالت اندیښمن کیدل او شننې کول یو بې ثمره کار دی.
دریم دا چې د تربیې دا کار دې په سالمو بنسټونو سرته ورسي ګنې نو د تربیې کار خو ښه ډیر روان دی چې په نتیجه کې یې په لکونه خلک چمتو کیږي چې د هیواد او ملت په درد ډیر خواخوږي او اندیښمن دي او د مذهب د نماینده ګانو په شکل کې په ټولنه کې په کار هم بوخت دي. چون د تربیې د کوم داش نه چې دغه خښتې راوځي هغه داش په کاږه بنسټ ولاړ دی او نتیجه یې مونږ د سر په سترګو وینو. لوړ او غوریزه انسانان یوازې د بره ذکر شوو شپږو بنسټونو په رڼا کې جوړېدی شي او پدغو بنسټونو د پوهيدو لپاره ډیر زیار ته اړه ده.
هر چرته چې اوسۍ د الله د بندګانو لپار د رحمت باعث جوړ شۍ او د زحمت او آزار موجب مهجوړیږئ.
Comments are closed.