د ښځو د تعلیم مسئله

خیال حلیمي

1,995

د ښځو لپاره تعلیم داسې مهم دی، لکه څنګه چې د سړو لپاره مهم ګڼل کېږي. ښځې لکه د سړو غوندې مکلف مخلوق دی، هم د الله له اړخه مکلفیتونه لري او هم د ټولنې مقابل کې مکلفیتونه لري، هم د کورنۍ له اړخه او هم د خپل نفس د تکمیل او تزکیې په اړه مکلفیتونه لري.

د دې درې قسمه مکلفیتونو په ښه توګه د سرته رسولو لپاره، زده کړې ته ضرورت دی.

چې لومړی، خپل، شرعي او ټولنیز او فامیلي مسؤلیتونه، فرائض او وجائب وپېژني او همدا راز په کورنۍ او ټولنه کې خپل حقوق هم وپېژني.

همدا حیثیت د سړي هم دی، عمومي، مسؤلیتونه، مکلفیتونه، فرائض او حقوق یې په لږ تفاوت سره د ښځو سره یو شان دي.

چې سړی زدکړې ته ضرورت لري، ښځه یې هم باید ولري. دا درست ده چې د دواړو د کار دائره به سره  جلا جلا وي،

یوه نوع د یو قسم مقاصدو لپاره تیارېږي، بل د بل قسم، خو زده کړې خو به خامخا کوي، له زده کړو او تعلیم پرته د مثبت اهدافو د حصول لپاره د چا تیارول ممکن نه دي.

موږ په داسې دور کې اوسېږو، چې ګونګان، کاڼو، وړاندو، شل شوټ او معذورانو ته پکې د زده کړې زمینې برابرې دي، نو روغ رمټو خویندو باره کې دا څنګه ویلی شو چې دوي ته د زده کړو ضرورت نشته دی.

همدا راز له پخوا نه موږ وینو چې خلک حیوانات روزي، مختلفو مهمو کارونو کې یې استعمالوي، ګته ترې پورته کوي، نو ښځو باره کې چې د انسانیت پیل ترې شوی او غیږ یې د انسانیت د روزنې ځانګو ده، څنګه ویلی شو؟ چې دا د بې سواده او جاهله وي.

د انسانیت پیل الله جل جلاله له یو نر او ښځې ځني کړی دی.

الله ج فرمایي:

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَٰكُم مِّن ذَكَرٍۢ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَٰكُمْ شُعُوبًا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓاْ ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ ٱللَّهِ أَتْقَىٰكُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ

ژباړ:  ای خلکو! یقینا موږ تاسو له یو نر او ښځې نه پیدا کړي یاست او تاسو مو په قومونو او قبیلو  وېشلي یاست چې یو بل وپېژنۍ، په تاسو کې عزت مند هغه دی، چې په تاسو کې ډېر متقي وي بیشکه الله علم والا او خبردار دی.

له دې آیت نه معلومه شوه ښځه هم د سړي په شان  د انسانیت بنسټ او اساس دی.

 سړی په ښځه هیڅ فضیلت نه لري، مګر د تقوی له مخے.

ښځه د سړی د خدمت لپاره، نه بلکې د الله د عبادت لپاره تخلیق شوې ده، له همدې امله عزت د تقوی په اساس ټاکل شوی دی.

د یونان د فلاسفه و دا نظر قرآن غلط ثابت کړ، چې ښځه یو حیوان دی او د سړو د استفادې لپاره الله پیدا کړې ده.

 څه موده وړاندې د یو شیعه اخوند کلیپ هم خپور شو چې ښځه یو حیوان دی، د سړو د ګټې لپاره الله ج تخلیق کړې ده.

 دا همغه د یوناني فلسفې نه د متاثریدو یوه نمونه وه، خو قرآن صراحت سره دا نظر ردوي. او په هيڅ شکل یې نه مني.

 ښځه له سړي نه د کمتر درجې مخلوق نه دی، بلکې اصل انسانیت کې له سړي سره یو برابره ده.

 ښځه خو د انسانیت روزونکې ده،غیږ یې دبچيانو لپاره د تربیت ځانګو او مدرسه ده، نو د انسانیت د معلم باره کې،څنګه  دا تصور کولای شو.؟ چې هغه باید نا لوستی او بې سواد وي.

د ښځو د تعلیم دلائل:

کوم آیاتونه  او احادیث چې په هلکانو تعلیم فرضوي، همغه په ښځو د تعلیم د وجوب دلائل  هم دي، ځکه چې عموما قرآن او حدیث کې سړي مخاطب کېږي،  خو ښځې هم مراد وي، د لمونځ، زکات، حج او نورو فرائضو لپاره عموما د مذکر صیغې استعمال شوي، خو ښځې هم په کښې شاملې دي. مثلا:  اقیموا الصلوة، اتوا الزکاة، کتب علیکم الصیام، من استطاع الیه سبیلا، او داسې نور.

°~ د انبیاوو د راتلو یو هدف خلکو ته تعلیم ورکول ښودل شوي دي.

هوالذی بعث فی الامیین رسولا منهم یتلو علیهم ایاته ویزکیهم یعلمهم الکتاب والحکمة،

ژباړه:

الله هغه ذات دی چې په بې سواده قوم کې یې پیغمبر ولېږه.په دوی دالله آیاتونه تلاوت کوي،تزکیه او تربیه کوي یې او د کتاب او حکمت تعلیم ورته ورکوي.

 دې کې نر او ښځې دواړه شامل دي، او نبي علیه السلام عملا هم نرو او ښځو دواړو ته،د دې آیت رڼا کې تعلیم ورکړی دی.

1~بخاري شریف کې دا واقعه ذکر شوې ده چې ښځو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړو چې سړي ستاسو له تعلیماتو او ویناګانو نه ډېر مستفید کېږي او مونږ کم، موږ ته هم یوه ورځ وټاکۍ ( چې ستاسو له خبرو نه مستفید شو)

رسول علیه السلام دوی سره د یوې ورزې موعد کېښود،ورسره مخامخ شو، وعظ یې ورته وکړ او  شرعي اوامر یې ورته وکړل.

باب هل يجعل للنساء يوم على حدة في العلم، وساق حديث أبي سعد الخدري – رضي الله عنه – قالت النساء للنبي صلى الله وعليه وسلم ( غلبنا عليك الرجال فاجعل لنا يوما من نفسك ، فوعدهن يوما لقيهنّ فيه فوعظهنّ وأمرهنّ )

قال ابن حجر: ووقع في رواية سهل بن أبي صالح عن أبيه عن أبي هريرة بنحو هذه القصة فقال : ( موعدكن بيت فلانة فأتاهن فحدثهن ) [فتح الباري 195/1]

°~ابن حجر عسقلاني رحمه الله وایي: د سهل بن أبي صالح روایت کې همدغه شان راغلي: چې نبي علیه السلام ورته و ویل: ستاسو موعد د فلانۍ کور دی، بیا ورته نبي علیه السلام راغی بیان یې ورته وکړ.

3~ د ابوداود حدیث کې راغلي،چې نبی اکرم صلی الله علیه وسلم شفاء رضی الله عنها ته و ويلې: ولې حفصة {ام الؤمنین} ته النملة دم نه ورزده کوې لکه څنګه چې  لیکل د ورته ورزده کړل.

[ يقول الرسول الله صلى الله و عليه وسلم لأحد الصحابيات، وكان اسمها الشفاء، ( ألا تُـعلّمين هذه – يريد حفصة – رقية النملة كما علمتها الكتابة.] [حديث صحيح رواه أبو داوود]

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.