حکمتیار: اسلام د بیان ازادۍ او د نظر اختلاف حق ورکړی؛ پر امیر المـومنین هم نیوکه کېدلی شي.
د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، اسلام وګړو ته د بیان د ازادۍ، د حق ویلو او په خپل منځ کې د نظر د اختلاف درلودلو حق ورکړی، او په یو اسلامي نظام کې پر واکمن یا امـ.ـ.یر #المومـ.ـنیـ.ـن هم نیوکه کېدلی شي.
نوموړي دا څرګندونې د جمعې پر ورځ کابل کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې کړې دي.
د نوموړي له دې څرګندونو څو ساعته وړاندې د ط مشر ملا هـ. الله اخـ.ـوند هم کابل کې د دیني عالمـ.ـ.ـانو رابلل شوې لویې غونډې ته وینا کړې وه.
ګلبدین حکمتیار دې غونډې ته په اشارې وویل، ط.. باید دې ناستې ته یوه واضحه اجنډا ټاکلې وای او مالومه وای چې پر څه بحث کېږي.
نوموړي همدا راز پر ط.. نیوکه وکړه چې په دې ناسته کې یې ښځو او سیاسي اشخاصو ته بلنه نه ده ورکړې.
ښاغلي حکمتیار د خپلې اوږدې وینا پر مهال بیا بیا د قرآن شریف د آیتونو او احادیثو حواله ورکوله او په ټوله کې یې استدلال دا و چې د ط.. حکومت باید د نیوکو او مخالفتونو د زغملو حوصله ولري.
نوموړي وویل، اسلام د بیان د ازادۍ حدود ټاکلي دي او هېڅ نظام او واکمن له خپله ځانه د ټاکلو یا بدلولو حق نه لري.
ګلبدین حکمتیار زیاته کړه: “چېرته چې سانسور وي، چېرته چې د خلکو پر خولو پلستر ووهل شي او د حق ویل ګناه وګڼل شي، هلته د فساد ریښې ډېرې غځېږي. ورو ورو یې جرړې دومره ژورې لاړې شي چې نظام را نسکور کړي”.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.