علمي او اکاډمیکه څېره علم ګل سحر

لطیف یاد

1,035

ښاغلي علم ګل سحر دښاغلي محمد سلیم زوی او د  (۱۹۶۳ )زېږدیز کال  د می په ١٩مه نېټه   د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د اسلام خېلو په کلي کې زېږېدلی دی.

ښاغلي سحر خپلې لومړنۍ زده کړې د زرملي په باتور ښوونځي کې، منځنۍ  زده کړې يې د غزني د شېخ عطار په لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي نه ترلاسه کړي دي.

رسمي دندې

د پوهني وزارت علمي غړی

د سواد مجلې مرستیال

د عرفان مجلې مرستیال او مسوول

د سیمه ایزو ارګانونو د لوی ریاست کارکوونکی

د بي بي سي راډیو لیکوال

د ازادي راډیو ویاند او پرودیوسر

د لمر او طلوع نيوز تلویزیون عمومي ایډتر

د قلم ادبي مجلې مسوول مدیر

د ولسمشر د ویناوو لیکوال

د ولسمشر د دفتر د برنامو ریاست د مکاتباتو او عامه اړیکو مسوول

د ولسمشر د دفتر د برنامو ریاست مرستیال

د جمهوری ریاست د مطبوعاتو او عامه پوهاوی ریاست د تاریخ او پیښو لیکنو آمر

په آلمان کې ديپلومات  د افغانستان کلتوري آتشه

دده چاپ شوي آثار دادي :

1د سپوږمۍ ښکالو دشعرونو ټولگه

2د لمر جنازه // // //

3د پاریال خوبونه // // //

4پاس سپوږمۍ ده،

لاندې ته یې // // //

5مینه او وسواس د کیسو ټولګه

6مینه او جگړه ناول

7شیطا ن څراغ دطنزیه کیسو ټولگه

8د کابل لويه تراژيدي(د جنګي ډلو د جنګی جنایاتو ورځني مستند يادداشتونه

9زه يم تږی ته اوبه يې۔ شعرونه

10ستوري دماشومانو لپاره شعرونه

11ستوري خاندي    \\     ””      ””

12 د ارګ نن او پرون

13لاهم څارمه ستا لارې دشعرونو ټولگه

14چرگه او کوتره دماشومانو لپاره کیسې

15خاموش فیلیسوف د مقالو ټولگه

16د متلونو کیسې او نور معلومات فولکوریک اثر

17خبرې له خبرو پیدا کیږي // //

18د انار تر ونې لاندې دتورنټو اوښکې (ژباړه) ناول

19د دوندر لیوان  //   //      ”    ”     ””

20د عرفان مجلې تاریخچه او نیولیک تحقیقي اثر

21ژولیوس سزار ژباړه

22 د مينې روغتون ۔ طنزونه

نا چاپه اثار

1-آلمان د مفکرانو او شاعرانو ټاټوبی

2-د ارګ مفصل تاريخ

3-سارک سازمان

4-په افغانستان کې د حکومت جوړونې بهير له امان الله خان تر کرزي پوري

5-د ښاپیرۍ په لټه دکیسو ټولگه

6- خپل زړه ته مې پام نه و ۔ د شعرونو ټولگه

7-کاروانونه د بکوا په دښت تیریږي د سندرو او نارو په اړه څیړنه

8-ژوند په شیبو کې تحقیقي اثر

9-د متلونو څیړنه

ښاغلي سحر دتېرو اووکلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګری دی. زه دده ټولې لیکنې لولم اوخوند ترې اخلم . د اسې ورځ به نه وي چې دده نوې لیکنې دې په فیسبوک کې نه وي خپرې شوي . دده په لېکنو کې دخپل هېواد اوخپل ولس سره دمینې لوړ احساس له ورایه څرګند دی.

زه دښاغلي سحرپر ملګرتیا ویاړم دده لوړ علمی اوژورنا لیستیک  استعدادستایم اوله لویه خدایه ورته دزیاتوبریاوو اوخوشالیوهیله کوم.پر ژوند او قلم یې برکتونه .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.