دعوت ویبپاڼې ته د استاد بشیر دودیال لیک

محمد بشیر دودیال

1,338

بسم الله الرحمن الرحیم

معزز او مهربان ورور ښاغلی بزګر صاحب،  السلام علیکم!

د احتراماتو په وړاندې کولو سره باید ووایم چی هر سهار مې لومړنی کار دا وي چې دعوت لولم. ټول  لولم، که کومه مقاله سهار راڅخه پاتې وي، د شپې یې لولم. په دې ترڅ کی می په یوه لیکنه سترګې ولګیدې عنوان یی و: ( ماما می بل هلک راته موندلی)!!

د دې عنوان په لیدو مې احساس کړه چې له لیکوال څخه ورخ اوبو وړی.  ځکه دا یوه د بازار او کوڅې جمله ده، له پیله  او بیا یوه ډیره نامناسبه او د قلم له درنښت سره نا شایسته عنوان دی.  ما تر اوسه دعوت کی داسی لیکنه او  دا ډول عنوان نه و لیدلی .

په ډیر سرګردان او بوخت وخت کې دغه لیک ستاسو درانه  حضور ته وړاندی کوم، که  د بیړې له امله تیروتنې هم ولري، معاف یې کړئ. دغه لیکنه تر دغه عجیب عنوان  لاندې  ادبی هم نده، اجتماعی او اخلاقی اړخ هم نلری، آن دا چې د تنقیط  اندکترین اصول یې ندي رعایت کړی، له پیل ترپایه یو ټکی، کامه او نورې ضروری لیک نښې نه لری. غیرمتعارف او د لیکدود د اصولو سره مغایر اصطلاحات پکی دا دي: ککوی می، خورځه، شتون، سرپرایز، برعکس، شوو…محتوا یی چندان مناسب پیغام نه لری.

فقط یو عرض و خدای دې وکړی خپه نشئ  او له لیکوال څخه هم بښنه غواړم، اما را ته ضرور ښکاره شوه چی خپل نظر څرګند کړم، دا ځکه چی دعوت یو معزز اخبار او دعوت میېیا یوه درنه  ویبپاڼه ده.

په درناوی

محمد بشیر دودیال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.