ملا او عقیده

مرادزی

710
ملا وايي، دنیايي کتابونه مه لولۍ چې عقیده مو سستیږي،
ملا وايي په تورات، انجیل اوزبور چې خدايي کتابونه دي ایمان ولرۍ، خو لوستل يي پکار نه دي،
د ملا په باور د دغو کتابونو په لوستلو د سړي ایمان کمزوری کیږي،
دې دنیا سره مینه مه لرۍ، مینه مو ټوله هغې دنیا ته وقف کړۍ،
د دې دنیا ژوند موقتي دي، دایمي ژوند په بله دنیا دی،
خوندوره ډوډۍ مه خورۍ چې عذاب يي زیاتیږي،
د ډوډۍ د پیداکولو لپاره زیار مه باسۍ، پښې وغځوۍ، خدای خیرالرازقین دی،
نجونه دې مخونه پټ وساتي، که نه د مخ لوڅو نجونو په لېدو د سړیو جنسی تنده پاریږي،
ښځه ناقص العقله ده او د سړیو کرونده ده، څنګه چې سړي غواړي، هغسې دې پکې کښت و کر وکري،
د ملایانو منۍ، ملایان د پیغمبرانو وارثان دي او پیغمبران د څښتن تعالی استازي دي؛ نو ملایان په غیر مستقیم ډول د خدای استازي دي،
د ملا څخه نه اطاعت، د پيغمبر نه اطاعت دی او د پیغمبر نه اطاعت د خدای نه اطاعت دی او د خدای نه اطاعت کفر دي،
نو په دې توګه د ملا په نه اطاعت سړی کافر کیږي او وژل يي مباح الدم دي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.