صدیق الله رشتین د پښتو ادب د آسمان لوی ستوری

1,700

علامه صدیق الله رشتین بابا د پښتو ادب د آسمان لوی ستوری!!!

 چې د قوم د درد دوا شي هم ملهم د خوږو زړونو

د خپل قوم په مشرۍ کې هسې رنګ اثر پیدا کړه

بې له سره په دنیا کې هیڅ یو کار کیدلی نه شي

که د قوم ترقې غواړې نو خپل قام کې سر پیدا کړه

 ۲۶ نوامبر د علامه پوهاند صدیق الله رښتین بابا د مړینی ۲۳  تلین ورځ ده !  (روح یی ښاد )

لوی خلک لوی وی د وخت په تیریدو سره لا ځلیږی  !

علامه رښتین بابا  د ګران ژوند په اوږدو کې يې تر زرو زياتې مقالې او خبري مقالې ليکلي دي، چې ټولې يې په کورنيو او بهرنيو خپرونو کې خپرې شوې دي.

علامه رښتین  بابا   د خپل قیمتي او با ارزښته ژوند په اوږدو کې یو ساعت هم بې کاره نه و، تل به د هغه کار او رسالت په لټون او لیکنو  کې بوخت و، چې ترسره کول یې د ځان فرض ګڼلو. د پښتو ژبې وده د هغه له ارمانونو څخه وه او تل یې په دې برخه کې بی شانه عظیم او لوی کار کړی دی.

ستاینې لیکونه او جایزې:

ښاغلي رشتين د خپل ماموريت او علمي او اکاډميکو کارونو په ترڅ کې ډېرې جايزې او مډالونه ترلاسه کړي دي. په شمول: په 1313 کې، د ولسمشرۍ د دویمې درجې د ستاینې لیک. په ۱۳۳۳ کال کې د مطبوعاتو د خپلواکې ادارې له خوا د دوهمې درجې ستاینلیک. په ۱۳۳۵ هـ ش کې د پوهنې له وزارت څخه د پوهنې مډال ګټلی و. په ۱۹۶۱ کال کې هش د کابل راډیو په مسابقه کې د پښتو او فارسي دري مقالو تر منځ د هغه نثر یوه ټوټه چې د “نوې بلا نوې زیري” تر سرلیک لاندې وه، د لومړۍ درجې مطبوعاتي جایزه وګټله. په ۱۹۶۱ کال کې هاش د لویې ملي شورا غړیتوب ترلاسه کړ. په ۱۳۹۵ کال کې هش د پوهنې له وزارت څخه د طلايي رشتین (ایمانداري) جایزه ترلاسه کړه. په ۱۹۶۱ کال کې د پوهنې وزارت هغه ته ستاینلیک تر لاسه کړ .

کتابونه او اثرونه:

اول) دا لاندی کتابونه چی جایزه یی ګټلی :

۱) دحمید دیوان. ۱۳۱٨هش  لمړی درجه د اقتصاد جایزه

۲) دپشتو ادب تاریخ. ۱۳٢٢هش لمړی درجه د  خوشحال خان جایزه

۳) پشتنی تورسری. ۱۳۱٨هجری شمسی دریمه درجه د  اقتصاد جایزه

۴) خوژی قصی. ۱۳٢٢هش څلورمه درجه د  اقتصاد جایزه

۵) دپشتو کلی لومری لیار شود. ۱۳٢٤. اول درجه د  اقتصاد اقتصاد جایزه

۶) دپشتو اشتقاقونه. ۱۳٢۵ دویمه درجه د  اقتصاد جایزه

٧) دزلمو وظیفی. ۱۳٢۵ دریمه درجه د اقتصاد جایزه

٨) دپشتو نثر. ۱۳٢۶هش جایزه څلورمه درجه د  اقتصاد جایزه

٩) ځلاندی پلوشی. ۱۳٢۶هش دریمه درجه د  اقتصاد جایزه

۱۰) دپشتنو مجاهدی. ۱۳٢٧هش دریمه درجه د خوشحال خان جایزه

۱۱) نوی ژوند. ۱۳۳۱هش جایزه اول درجه د  خوشحال خان جایزه

۱٢) دهند سفر. ۱۳۳٢هش جایزه لومړۍ درجه د رحمان بابا جایزه

۱۳) پشتو حیرنه. ۱۳۳۳ جایزه دریمه درجه د خوشحال خان جایزه

۱٤) داشعارو ډولونه ۱۳۳٤هش جایزه څلورمه درجه د  خوشحال خان جایزه

۱۵) دپشتو نثر هنداره. ۱۳٤٢هش دوهمه درجه د سید جمال الدین جایزه

دویم) د علامه پوهاند رشتین چاپ شوی آثار

۱) پشتانه شعرا دوهمه توگ، ۱۳۳۶هش

٢) دپشتو ادب تاریخ، ۱۳٢٧هش

۳) دپشتو کلی، شپژم سمستر، ۱۳۳۳هش

٤) دپشتو لمری لار شوونکی، ۱۳۳۳هش

۵) دپشتو گرامر، اول توگ، ۱۳۳۰هش

۶) دپشتو اشتقاقونه او ترکیبونه، ۱۳٢۵هش

٧) دیوان عبدالحمید مومند

٨) دمعارف،دریم تولگی قرائت

٩) دپشتنو قصی، ۱۳۳۰هش

۱۰) نوی ژوند، ۱۳۳۱هش

۱۱) د خوشحالخان بازنامه

۱٢) دپشتنو مجاهدی، ۱۳۳۰هش

۱۳) دمعارف شپژم دینیات

۱٤) دپشتونیار ،۱۳۳۰هش

۱۵) دمعارف پنحم قرائت

۱۶) دپشتو دمصدرونو لارشود

۱٧) دهند سفر

۱٨) دژوند سندره

۱٩) دپشتونخواپیشی

٢۰) ژب شوونه

٢۱) پشتو عروض

٢٢) طبنامه، ۱۳٤٤هش

٢۳) د دولسم تولگی قرائت

٢٤) دجلال الدین تذکره، ۱۳۱٨هش

٢۵) ننی لیکوال، ۱۳۱٨هش

٢۶) دپښتو ادبیات، ۱۳۱٨هش

٢٧) دپښتنو دری ادبی قواعد، ۱۳٢٢هش

٢٨) دپښتو او سانسکریت نثردیوالی، ۱۳٢۵هش

٢٩) شیرشاه سوری، ۱۳۳٤هش

۳۰) تاریخچه ادب پښتو ، ۱۳۳۳هش

۳۱) دفراه پیژندنه، ۱۳۳۶هش

۳٢) دعلیخان پیژندنه، ۱۳۳۶هش

۳۳) د پښتو  قلمی نسخی، ۱۳٤٧هش

۳٤) پښتو  پیژندنه، ۱۳۵٧هش

۳۵) دآلمان سفر، ۱۳۵۱هش

۳۶) دآریانا دایره المعارف

۳٧) پښتو  نثر، ۱۳٢۰هش

۳٨) دپښتو قلمی نسخو دڅیړنی لارشود، ۱۳٤٧هش

۳٩) دکتغن سفر، ۱۳۳۰هش

۴۰) پښتنی لارشود

۴۱) دروشان ستور

۴۲) نومیالی پوهان او غازیان

۴۳) تاریخی سمینار

۴۴) دپښتو نثر هنداره

۴۵) نوی  څیړنه

۴۶) ادبی او تاریخی سمونی

۴۷) ادبی لیکونه

۴۸) دمهتمم ژوند

۴۹) پیاوری شاعران

۵۰) دننگرهار ننداره

۵۱) لرغونی پشتو

۵۲) پښتو گرامر

۵۳) دژوند پلوشی

۵۴) نومیالی شاعران

۵۵) داشعارو دولونه

۵۶) خوژه وژمه

۵۷) دښکلا وژمه

۵۸) دپښتو ادبی مکتبونه

او داسی نور کتابونه چی زما د دی لیکنی نه به پاتی وی .

 ناچاپ آثار :

۱) دپښتنی میرمنی درام

٢) دژوند پلوشی دوهم توک

۳) په هند کی پښتو کتابونه

٤) خپلواک ژوند

۵) نړیوال کنفرانسونه

۶) دشوروی سفر

٧) دمصر سفر

٨) زما ژوند او هلی حلی

٩) نوی کتنه

۱۰) دهیواد ننداری

۱۱) دزلمو وظیفی

همدارنګه نور اثرونه

د بیلابیلو پوهانو نظرونه د علامه رښتین په اړه :

پوهاند رشتین د پښتو ژبې د معاصر نهضت د پیل یو ځلمی سپاهی او بیا د څپاندې مبارزې ”باتور جنګیالی“ او په پای کې د سوبې د بری قهرمان دی

ښاغلی راز محمد ویښ

پوهاند رشتین د ادبیاتو د پوهنځی د لومړنیو او منلو استادانو څخه و  د نوموړی تدریسې ژبپوهنه ،د پښتو ادب تاریخ او ادبیاتو تاریخ خورا درانه آثار وو۔چې دادې تر دی دمه دده ژبني ،تاریخې او ادبې آثار د هیواد په پوهنتونونو کې تدریسیږی۔

”ښاغلی محمد صابر خویشکی“

پوهاندرشتین د افغانستان د پښتوپه ادب کې د خان بابا وزیر محمدګل خان مومند نه پس ،نه ساری لری او نه ثانی که

 پوهاند رشتین نه وی نو خدای مکړه داسی نه ده چې پښتو به په افغانستان کې نه وه ۔خو دا نن چې پښتو ژبه په څومره تیزی سره مخ په وړاندې روانه ده په دی کی د پوهاند رشتین لوی،قوی او بنیادې لاس دی

”سید صابر شاه صابر“

پوهاند رشتین یو ملی انسان وٗ، په خپله ژبه باندې عاشق وٗ. یعنی د پښتو ژبې ، کلتور ، خپل وطن او ملت سره یې عشق درلود او ښه مبارز وٗ .پوهاند رشتین د پښتو د ادیب ،نوسینده او عالم په حیث د پښتو لپاره ستر خدمتونه کړی دی

”مرحوم سید شمس الدین مجروح“

پوهاند رشتین هیڅکله د خپلو شخصی او ذاتی ګټو د پاره د پښتو څخه نه دی تیر شوی۔خپله خوښی او خپل عزت يې د پښتو ژبې په ژوندۍ کولو اوعلمی کولو کې لیده۔هماغه وه چې د پښتو ژبې د خدمت په لار کې  د ډیر لوړ مقام خاوند شو۔تر څو چې پښتو وی پوهاند رشتین او پښتو ژبې ته ددهخدمتونه بهژړندی او تل به د هغه کسانو په دماغ کې  چې رښتینې پښتانهاو د پښتو ویونکی وی پاتې وی۔

پوهاند رشتین د پښتو ژبې او ادب لوی استاد و ۔یوه ورځ پوهاند رشتین او  دده  څو ملګري چې زه هم پکې وم د مرحوم  لوي پښتون تاریخې شخصیت او د پښتو ژبې د تعمیم علم بردار خدای بخښلی وزیر صاحب محمد ګل خان مومند لیدو ته د هغه کورته لاړو۔د معمول سره سم هلته د پښتو ژبې په هکله خبرې پیل شوې یو ملګری د یو ه شی په اړه داسې پوښتنه وکړه: ( بابا فلانی شی ته په پښتو کې څه وایې ؟)

هغه په ډیر اخلاص مخ مرحوم رشتین خوا ته راواړاوه او ویې ویل؛ هلکوٌٗ ما   دا  کار هغه وخت کاوه چې صدیق الله خان نه و ۔اوس چې صدیق الله خان شته تاسی د پښتو په هکله د هر مشکل د پارهد صدیق الله خان نه پوښتنه وکړﺉ

زما ددې تذکر نه مقصد دا وٗ چې د پښتو ژبې پوه او د پښتو د تعمیم علم بردار هم د استاد رشتین ته د لوي استاد په نظر کتل او په پښتو کې یې دده پوهه منلی وه نو ځکه یې د خپل مکلفیت بار دده په اوږو واچاوه۔

”الحاج ښاغلی عبدالغفور ویاند “

رشتین د وخت د مقتدرو سیاسی پوستونو سره علایق او روابط درلودل او ده کولای شول چ سترو سیاسی پوستونو  ته ځان ورسوی ۔مګر ده سره سیاسی تقوی موجوده وه او پوهیده چې دده کارنامې به د د ادب او کلتور په دنیا کې راتلونکو نسلونو ته ستره ملی سرمایه وی

”داکتر عبدالقیوم کوچی “

پوهاند رشتین لکه د کاڼې دروند په خپل ځای په خپله ځمکه او په خپل مقام ټینګ ولاړ و۔او د کابل په پښتو ټولنه کې یې سره د نورو درنو عالمانو ډیر بنیادی کارونه کول۔چې د هغو نه به مونږ دلته د پیښور پوهنتون په پښتو اکیډمۍ  کې استفاده کوله۔

پوهاند رشتین یو ډیر با رعبه او ځلند شخصیت شخصیت درلود ،خبری به یې په دمه او سوچ کولی۔څه چې به يې وې هغه به د کاڼې کرښه وه۔ په اول ملاقات کی به یې د خپل علمی تبحر او شخصی دروندوالی نقشونه په ذهن راکښل۔د نورو ملګرو نه په ډیرو خویونو یو بیل شخصیت و۔بنده به یې په لږ ساعت کېذپه خپل احترام کولو آماده کړو۔او د یو رښتینې مدبر په حیث ددې جوګه و چې له هغه څخه پر قول او عمل کې ډیر څه زده کړي۔

ما چې په افغانستان کې د رشتین صاحب کوم علمی ۔شخصی او سیاسی حکمتونه ولیدل نو د هغه د ستر شخصیت ټول اړخونه راته  معلوم شول۔

زه په دعوی سره ویلی شم چې ما ډیر اوچت شخصیتونه د دنیا د یو سر نه بل سر پورې لیدلی دی خو د پښتو ادب کوم ”بنیادونه “ چې رشتین صاحب لګولی دی او د یو عالم په حیث چې د کوم شخصی درنښت مثالونه هغه پیش کړی دی هغه بیخی بی بدله دی  ۔او زه رشتین صاحب هیڅکله هیرولی نه شم

”پروفیسور پریشان خټک “

محترم پوهاند رشتین رحمت الله علیه د افغانستان په پښتنو مشرانو کې یو ستر پوه عالم وٗ پښتو او پښتنو ته یې په ډير پاک زړه او نیت د قدر وړ خدمتونه کړی دی چې ټول پښتانه باید دده په خدمتونو ویاړ وکړي۔

زما په ژوندانه کې چې کوم بدلون راغلی دی دا د محترم پوهاند  رشتین رحمت الله علیه د لار ښوونې نتیجه ده۔

 ” مولوی زین الله منلی“

کوم کار چې پوهاند رشتین صاحب کړی دی هغه دا چې د پښتو تهذیب يې ژوندﺉ کړی دی او که دا نه وی نو خدای خبر چې د پښتون به څه حال و، رشتین صاحب د قلم په واسطه علمی سفر منزل ته رسولی دی    کاظم شیدا  وایې:

                چې په غرونو لاړ شی صافه

                     قافله  درومی  تر  کافه

دغه علمی لار رشتین صاحب صافه کړی ده او د پښتو ژبې اد ادب د پرمختیا لپاره په افغانستان کې تر هر چا زیاتې هلې ځلې کړی دی ۔دا دپنځو ستورو څخه یو ځلانده ستوری وٗ

” داکتر راج ولی شاه خټک“

ارواښاد علامه پوهاند صدیق الله رښتین ، د پښتو ژبې او ادب د آسمان ځلانده ستوری د خپل عمر په وروستيو ورځو شپو کې هم د مطالعې په حال کې ليدل کیده ( نو امبر ۱۹۹۸ د ليدي ريډنګ روغتون – پیښور) الله پاک دې دغه ستر علمي شخصیت ته جنتونه ورپه برخه کړي.

چې ېې تر مرګه سر او څڼه د پښتو کړې ده / بې له رښتینه وایه چا دغه پښتو کړې ده.)

( غمخور )

ارواښاد پوهاند رشتین د پښتو ژبې رنسانس په پیل کې دپښتو لیکوالانود مبارزې له لیکوالو سره یو ځای شوی او په نتیجه کې ددغه لارې یواځنی مبارز دی چې تر پایه د ژبنی تودې مبارزې په سنګر کې پاتې شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.