نړیوالې رسنۍ: د افغان شتمنیو د کنګل ادامه غیر قانوني اقدام دی

919

امریکا دې د افغانستان د شتمنۍ غیر قانوني کنګل پای ته ورسوي. نړیوالې رسنۍ وایي چې په افغانستان کې د اوسني اقتصادي او بشري ناورین تر ټولو ستر لامل د امریکا بندیزونه دي چې په دغه هېواد کې یې اقتصاد فلج کړی او سوداګري په ټپه ولاړه ده.

اوپن ډیموکراسي نشریه د نړیوالو تحلیلګرانو له خولې لیکي چې امریکا په غیر قانوني توګه د افغانستان د شتمنۍ کنګل کولو ته ادامه ورکړې ده او په خبره یې ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره خپل دغه غیر انساني اقدام پای ته ورسوي او د افغانانو شتمني آزاده کړي.

دغه نشریه لیکي امریکا په لومړي سر کې په غیر قانوني توګه د افغانانو شتمني کنګل کړه او بیا یې دا راپور هم خپور کړ چې ددې شتمنۍ نیمایي به د سپټمبر د پېښې قربانیانو ته ورکوي چې دا اقدام هم له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې عمل دی. نړیوالې رسنۍ وایي چې امریکا دې ژر تر ژره د افغانستان د مرکزي بانک شتمني ازاده کړي او افغانستان کې دې بشري ناورین ته د پای ټکی کېږدي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.