دیفتونګ

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

659

یادونه: که په لاندې کې ،، غږ،، ولیکم، نو موخه به ترې غږیز توری وي او د غږ( کېدی شي کله یې غږیز توری هم وبولم، چې په ګومان مې سم به هم وي)، چې یو غږ وي یا یو غږ جوړ کړي یا مورفېم، هغه به سېلبې وبولم.

پېژند: یو Diphthong دیفتونګ ( له لاتین δίς dís ،، دوه ځله،، او φθόγγος phthóngos په پښتو غږ) یو ډبل غږ له دوه بيلا بېلو غږ لرونکي تورو او یا د همهغه یوه غږ  ډبل جوړ دی، چې یواځې یوه سېلبې ولري. په همهغه پوهېدنه یا همداسې دې ته ډبلغږیز یا دوه غږیز واي. دا دیفتونګ د نړۍ په نږدې ټولو ژبو کې شته.

دیفتونګونه یا دوه غږیزلرونکي یو سېلبي دي. بېلګې یې:   ،، یا،،  او ،، او،، ، خاورې، راوړل او نور.

دDiphthong  او Hiat توپيرونه.

Hiat څه شی دی؟

Hiat ( لاتین hiatus پښتو درځ یا د غږلرونکو تورو ټکر یا سره څنګ په څنګ کېدل) په ژبپوهنه کې هغه حالت دی، چې د سېلبو بېلول دواړو لورو ته یو غږلرونکی توری یا غږ راشي. بېلګې يې:  بیونه یا بیول، باور، ځناور او نور. ګورۍ ټول دوه سېبلي دي.

 بېول = بې/ول/، ځناور = ځنا/ور/

تریفتونګ Triphthong:

یو تریفتونګ ( له زړې یوناني τρίφθογγος tri ،، درې،، او phthóngos ،، غږ،، یا غږ لرونکي)

یا درېغږیز یوغږی، دا په دې پوهېدنه، چې درېغږیز توري داسې یوبل پسې وي او یو غږ ولري، لکه

میاو ( د پیشو)، واورې او د اورېدلو واورې.

یووالی( دا ترېفتونګ نه دی) ځکه چې /یو/ والی/  دوه سېلبي دی.

 په دې کې دې فکر وشي، چې دا څنګه جوړیږي.

Digraph (Linguistik)

دیګراف په ګرافیماتیک کې دوه توري بلل کیږي، چې د یوه غږ لپاره ځای په ځای شوي وي. له دوه تورو څخه زیاتو لپاره بیا نور  یوناني ګڼوییونه د پرېفيکس په توګه ، د بېلګې په توګه ترېګراف یا تېتراګراف  کارول کیږي.

دلته نور د ما لانین هم پای ته ورسېده.

دا هر یو یې اوږدې خبرې دي، ما یواځې داسې لنډ د الماني ویکي پېدیا او نور لیکنو را ونیول.

دا تل ګورو، چې يو پوهنیز څه چې غواړو زدهکړواو یا پرې وپوهېږو، چې دا ه شی دی، نو باید یوه پرمختللې ژبه مو زده وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.