د لاسونو خولی کیدل

1,333

لومړی به د لاسونو د پوست د اوړیدا په هکله لنډې خبرې وکړو بیا به د خولو په هکله ځکه دا تقریبا دوه بیلابیلې ستونزې دي.

د لاسونو د پوست اچولو یو علت د A او B ویټامینونو کمبود دی که هغه میوې وخوړل شي چې دغه ویټامینونه ډیر لري ممکنه ده دغه ستونزه ورسره اواره شي.

خو د ستونزې د پيدا کیدا لپاره غوره د پوستکي ډاکټر ته ورشئ او اصلي علت ېې پيدا کړئ دمثال په توګه د پسوریازس په نامه ناورغي هم دغه ستونزه پيدا کوي او بل علت ېې ممکنه ده د لاسونو اکزما وي چې په دې حالت کې پوستکي وچ هم وي.

که څه هم دا یو طبي ستونزه ده خو خطرناکه نه ده   البته خوله دبدن دسړولو یوه په زړه پورې او غوره لاره خوله کیدل دي  او هر څوک دخولې کولو بیلابیلې اندازې لري او هر وګړی ممکنه ده له دو تر څلورو میلیونو پورې دخولو غدې ولري خو له حده ډیرې خولې چې حتي داستراحت په وخت هم ولیدل شي یوه طبي ستونزه ده چې ځینې کسان پرې اخته شوي وي په طبابت کې دغه حالت ته هایپر هیدروزس وايي او د خولو دتولیدونکو غدو د ډیر فعالیت له امله رامنځته کیږي حتي هغه وخت چې بدن استراحت او سوړ وي هم خوله پيدا کیږي یوه خبره چې باید ورته اشاره وکړم هغه دا   ده چې څوک نه شي کولاي له حده د ډیرو خولو یا هایپر هیدروزس دقیق تعریف وړاندې کړي ښايي علت دا وي چې تراوسه پورې داسې کومه اله نه ده جوړه شوې چې دبدن دخولو اندازه واخلي خو په دریو کې ښايي یو تن دغه ستونزه ولري او ډیر ځله دغه ستونزه په ځواني کې لیدل کیږي.

دبدن له حده زیاته خوله ډیر علتونه درلودلی شي خو که ېې علت پيدا نه شي او بله ناروغي ونه لرئ نو هایپر هیدروزس ېې بللی شو البته دا خبره هغه وخت کولاي شو چې دبدن نورې ناروغۍ رد شوي وي ځکه چې ډیرې نورې ناروغۍ هم شته چې ددې سبب کیږي چې ډیره خوله وکړو دغه راز د هر کس دبدن د تودوخې د تنظیم مرکز له بل چا سره توپير لري نو کله چې   د وینې تودوخه زیاته شي دماغزو یوه برخه چې هیپوتلاموس بلل کیږي درګونو په پرانستلو او دخولو په تولید سره دبدن تودوخه کموي او خوله ترپوستکي لاندې دخولو په غدو کې تولیدیږي

په خاصو شرایطو کې بدن خوله کیږي دمثال په توګه په میکروبي ناروغیو کې ، دسخت کار او سپورټ په وخت، په ګرمو سیمو کې ، دتايرویډ په نامه دیوې غدې له حده زیات فعالیت چې دغه ورور ېې معاینات کړي دي او وايي چې تایروید غده ېې سالمه وه ، داکرومیګالي په نامه ستونزه ، په شکره یا دیابیټ کې ، دوینې دخوږو په کمیدا کې چې هیپوګلیسیمیا بلل کیږي دغه راز په نورو ناروغیو کې لکه په لمفوما کې بدن له حده زیاته خوله کوي پر دې سربیره حامله میرمنې ، او هغه میرمنې چې میاشتنۍ مریضي یا پریود ېې له منځه ځي هم ممکنه ده له حده زیاته خوله پکې ولیدل شي نو دغو علتونو ته هم باید متوجه اوسو خو تاسو چې معاینات کړي نو ممکنه ده دغه ستونزې ونه لري او ستاسو ستونزه ښايي له علت پرته هایپر هیدروزس وي چې له بده مرغه تراوسه پورې په نړۍ کې ېې اصلي علت نه دی پيدا شوی او قطعي علاج ېې هم نه شته

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.