شېبه ګهیځ چې کله نه د دعوت رسنیز مرکز بڼ ته راغلې ده، د تازه ګلونو په کرلو یې پیل کړی دی چې د دعوت بڼ یې لاپسې شین او تازه کړی دی. د دعوت میډیا۲۴ لوستونکي یې دوعاګو دي د خپلو لیکنو سربیره د بیلابیلو لیکوالو لیکنو په خپرولو سره یې د دعوت میډیا ۲۴ویپاڼې لوستونکی یې خوښ او مشغول ساتلی دی. زه شېبه خور نه پېژنم او نه مې ورسره لیدلی دي څومره چې زه د شیبه خور څخه خبر یم د خپلې لیکوالۍ او شاعرۍ په خوا کې د ماسترۍ په زده کړو بوخته ده.
موږ ورته د ماسترۍ سربیره په دوکتورا کې هم بریالیتوب غواړو. زه پخپله ورته: قلم یې تل تازه، په کار او زیار یې برکت، ارامه، خوشاله، بریالی او اوږد ژوند غواړم.
د اغلې شېبه ګهیځ په څنګ کې که اغلې پتانه ژوند یاده نه کړو دا به د اغلې پتانه ژوند په حق کې زیاتی وي.
پتانې خور ته دې هم الله تعالی (ج) خیرونه ورکړي چې له ایرو څخه لعلونه باسي اود غرونو د کانونو څخه قیمتي کاڼي په خپل پلو کې راټولولي او خپلې ټولنې او ملت ته یې پېژني، لکه څنګه چې شېبه ګهیځ سره پېژندګلوي نه لرم همداسې پتانه هم نه پېژنم او نه مې لیدلې ده.
اغلې پتانه د پښتو ژبې لیکوالانو، شاعرانو او ادیبانو سره مرکې کوي دوی خپلې ټولنې ته پېژني د دوی د لیکنو ، شعرونو او په ټوله کې د ادبي کارونو څخه خپله ټولنه خبروي.
زه اغلې پتانې ته په خپل کار او زیار کې لا بریالیتوب غواړم چې وکړی شي خپلو لیکوالانو، شاعرانو او ادیبانو سره مرکې لا پسې ګړندۍ او پراخې کړي.
زه د وخت نه په استفادې سره دواړه ته یو نقل ورکوم، یو وړاندیز کوم او د زړه خواله ورسره کوم.
که وکړی شي چې د خپلو کارونو په خوا کې یو بل کار ته هم اوږه ورکړي هغه دا چې موږ په خپل مظلوم ملت کې ډیر با استعداده ، سرښندونکی د خیر خلک لرو چې دا د خیر ځوانان په خیریه کارونو بوخت دی. دا خیریه کارونه دوی افتخاري، وړیا، پرته له کوم مجرایي او مزده کوي له خپل جیب څخه خرچه کوي، خپل وخت مصرفوي چې دا کارونه خاص د الله تعالی د رضا له پاره او د خپل ملت او وطن د خدمت په نیت کوي. لکه د کتابونو وړیا ویشل، ماشومانو ته وړیا درس ورکول، د معیوبینو لاسنوی، په شخصي لګښت ځینې خیریه کارونه، د جوماتونو، مکتبونو، پارکونو، د لوبو ځایونه جوړ کړي دي. دا خلک باید د دعوت میډیا ۲۴ د لارې نورو هېوادوالو ته وروپیژندل شي چې له یوې خوا دوی وهڅولی شي چې خپل کارونه لاپسې پراخه کړي او له بلې خوا به نور ځوانان د دوۍ څخه الهام واخلي چې د دوۍ په نقش قدم به قدم کیږدي.
موږ دواړو جهادونو د شورویانو او امریکایانو په مقابل کې په بریالیتوب سرته ورسول. اوس د خوشال بابا زمانه تیره ده.
د خوشحال بابا په یو لاس کې قلم او په بل لاس کې توره وه.
بیا د پیغلې ملالۍ په لاس کې ملي بیرغ او خوله یې حماسي ملي ټپه وه. بیا د شورویانو او امریکایانو په مقابل کې د افغانانو په یو لاس پڅ قلم او په بل لاس کې توره په ټوپک او کلاشینکوف بدل شول چې افغانانو ښه په مېړانه وچلول. چې دا زموږ د ملي تاریخ ویاړ او زرین باب شول. اوس موږ د دواړو زبرځواکونو څخه خپله سیاسي خپلواکي اخیستې ده اوس د سیاسي خپلواکۍ سره اقتصادي خپلواکي اخیستنه اړینه ده چې د اقتصادي خپلواکۍ څخه پرته سیاسي خپلواکي نیمګړې ده.
اوس په کار ده چې یو لاس کې قلم (تعلیم) او په بل لاس کې د حساب ماشین واخلو. د کلاشینکوف په ځای په لاس کې بیل، بیلچه، کولنګ، تسکورې…. باندې خپل تعلیم، زراعت، صنعت او تجارت ته وده ورکړو. هغه ملتونه رسیدلی دي چې خپله لاس په کار شوي دي. خپل وطن او خپل ملت یې د سیالانو سره سیال کړی دی.
زه به خپله لیکنه لنډه کړم دواړو خویندو ته به خپل یو شعر ډالۍ کړم.
وګړي
وګړي واړه سره یو شانته انسانان دي
چې سره تیت و پرک په ټول جهان دي
له سهاره تر بیګا پورې مشغول دي
دوی په فکر د خپل کور او د خپل ځان دی
خو، میړني دی چې محنتونه، زحمتونه، شوګیري کا
دوی خدمت کې د بشر او د انسان دي
استاد عمر پاڅون
شتوتګارت، جرمني
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.