د چین او افغانستان جالبه او حیرانوونکې جغرافیه

مولوي حسام الدين حسام

1,348

چین او افغانستان ډېره جالبه او حیرانونکې جغرافیه سره لري. افغانستان ده چین سره تقريبا ۹۲ کیلومیټره ګډه پوله لري چې په واخجیر پاس نومول سوي ده او ده واخان په ختیځ کي شتون لري. واخان/واخیان: د کراکرم او د پامیر په غرونو کې ۱۰۰ کیلومیټره دره شتون لري چې چین، تاجکستان، او پاکستان سره پوله لري او د خپلي جغرافیې له کبله تاریخ ده وریښمو لار بللې ده. تقریباً څلویښت زره نفوس لري، تاریخ پوهان وایې چې ۲۵۰۰ کاله پخوا واخي ټبر په همدې دره کي آباد وه چې وروسته یې ده سیمي نوم هم واخان/واخیان سو.

او تر ټولو مهمه خبره د واخان په اړه داده چې چین غواړي هلته لویه لار جوړه کړي چې د دغو څلورو هیوادونو تر منځ تجارت دوام ولري. چین غواړي چي په افغانستان کي لویه لار تېره کړي او ده ایران سره ده تجارت لار فعاله کړي. او ده اوبو ده بندونو پروژې هم ممکن چینایان وه نیسي. میس عینک(Mes Aynak): میس عینک ده یو غره نوم دی، چې په لوګر ولایت کې شتون لري، ده نړۍ په سطحه د ميسو شتون یې پر دوهم نمبردی. میس عینک اول واري روسي جیولوژستانو په کال ۱۹۷۳ کي وموندل، بیا د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۸ پوري روسانو هلته کار وکړ او میس (copper) یې ترې را وه ایستل د روس د ماتي له کبله دوی مجبوره سول چې کار وه دروي او خپل هیواد ته ولاړ سي. بیا په ۲۰۰۷ کي چین او افغانستان تر منځ معاهده وسول او چین د میس عینک څیړنه وکړه او په ۲۰۰۹ کي یې هلته کار شروع کړی.

د افغانستان او د چین تر منځ دا پروژه د ۳۰ کلونو لپاره وه خو ده جنګ او نا امنۍ له کبله دغه پروژه ډېر وخت ولاړه و. چین په میس عینک کې ۱۰ بیلیون ډالر مصرف کړی دی. او ده افغانستان اقتصاد ته تر میس عینک بلي هیڅ پروژې د میس عینک په څېر ګټه نه ده رسولې. وروسته چې چین کار ته دوام ورکړی نو وه یې لیدل چې هلته د بودیسټ(bhudhas) یو ډېر زوړ تاریخ شتون لري او تقریباً ۴۰۰ بودها بتان او 0.4 مربع کیلومیتره یو ښار یې هم پیدا کړی وو د هغه پروژه یې هم چین اخستې ده او هغه هم په میوزیم کې سره ځاي پر ځاي کیږي. او د بودها د تاریخ څخه چین، افغانستان او سریلانکا تړاوو سره لري. او ویل کیږي چي دغه بتان ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري او چین ده بودهسټ مذهب ته ډېر ژمن دی او درناوی ورته لري. چین غواړي چې په هلمند، غزني، غور او په بدخشان کي نوري پروژې پیل کړي ځکه افغانستان ده سرو زرو مرغۍ (Golden bird) ده.

د سیاست له پلوه داسې انګېرل کېږي چه چین نه غواړي د طالبانو سره اړیکې خرابې کړي ځکه چین په اوغورس کې په مسلمانانو ډېر ظلم کوي نو چین دا اندېښنه لري چه ممکن طالبان له دوۍ سره په دغه کړي ظلم شخړه جوړه کړي او دا شخړه چین ته په نړیواله کچه او سیالۍ کې زیان ورسوي. ځکه انساني حقوق چین ته د پابندیو دروازې خلاصولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.