ادبیات

شېبه ګهیځ

1,112

د لیسانس دورې دویم کال و، چې دا خبره راته وشوه”د یاګانو بېسواده”. له هماغې ورځې مې تل دا هڅه کړې، چې د پښتو یاګانې زده کم؛ ځکه د ځینو په اند ادبیات یوازې پنځه یاګانې دي او بس.
د کتابونو لوستل مې پیل او تر څنګ یې ځینې وخت به مې لیکنې هم کولې.
څلورم کال د پوهنتون ما یاګانې زده کړې، هغه څه ته چې ځینې ادبیات ویل؛ خو کتابونه ما ته دا وښودل چې ادبیات هغه پنځه یاګانې نه دي کوم چې په زده کولو یې ځینې په ځان غره دي، فخر کوي او ځان ایډیټران/نې بولي. د هر کتاب په لوستلو پوهه شوم چې درانه درانه مشران لیکوالان هم د یاګانو بېسوادان دي؛ خو کتابونه یې لوستونکي ډیر لري ځکه محتوا او مضمون ته ارزښت ورکړل شوی و. کېدای شي یاګانې هم مهمې وي نه تر دې حد چې په یو (ی) د بېسوادۍ ټاپه ووهله شي.
ادبیات بیله نړۍ او ژوند؛ هغه څه چې له درون څخه د انسان د احساساتو د بهر کولو موقع په لاس ورکوي. پرمختګ کول زما هیله وه په دویم کال د پوهنتون د غورې محصلې په صفت وستایل شوم. دومره موده کې مې له بیلابیلو راډیو ګانو سره مرکې هم وشوې. ادبیات څه دي؟ ولې ادب؟ شعر، تخیل او نور داسې موضوعات و چې غږېدل او مرکه راته خوندوره وه. څلورم کال د لیسانس دوره وه، چې د لسو غوره ناولونو په کتار کې مې لیکلی ناول هم راغی او د افغانستان معلوماتي مرکز لخوا، چې په کابل پوهنتون کې و د ستاینلیک په ورکولو هم وهڅول شوم او هم مې ستاینه وشوه.
په کادري نمرو د پښتو ادبیاتو له لیسانس دورې فارغه شومه؛ خو هر څه دلته خلاصه نه شوه. د پښتو ادبیاتو ماسترۍ ازموینې کې په ښو نمرو کامیابه شومه او لا هم محصله یمه.
ماسترۍ دوره کې د بزګر صیب لخوا راته د دعوت مجلې او ویبسایټ چلولو وړاندیز وشو، ما هم ومنله دا ځکه چې د پښتو ژبې لپاره د خپل وس او توان سره برابر څه کولای وشم؛ ډیره خوشحاله ومه. بله دا چې پنجره اونیزه خپرونه هم زما لیکنې او څیړنې خپروي.
له دومره هڅو، کارونو او د یاګانو له زده کړې وروسته نن بیا هم دا خبره راته وشوه”چې لا خو د یاګانو په کارونه نه پوهیږې” اوس حیرانه دې ته یم، چې تر دکتورا دورې به هم همدا خبره راته کېږي؟ ایا ادبیات یاګانې دي؟؟؟ که داسې ده ولې درانه استادان او د ژبې ډاکټران نه شي مراعتوی؟؟؟

ددې پوښتنې ځواب به راته څوک وایي ولله عالم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.