په ډپرېشن کې له ځان سره مرسته

ارمان خان امیري

1,001

په ډپرېشن کې له ځان سره مرسته (Self Help in Depression):
که چېرې دوه اونۍ او ياله دې څخه ډېروخت لپاره ځان خپه،نااميده،بې مينې اوبې له کوم معلوم لامل څخه بې خوبه،ډېر ستړى اوبې انرژۍ احساسوي بايد په رواني ناروغيو کې ماهر ډاکټرته ورشٸ.
بې له دې چې داپه پام کې ونيسٸ،چې کوم ډول ډپرېشن لرٸ،لاندې اقدامات چې له ځان سره دمرستې(self help)په نامه هم يادېږي،ګټوره پايله لري.
1_پوره خوب وکړٸ.
2_صحي اوښه غذا وخورٸ،دادرسره مرسته کوي،چې روغتياموښه پاتې شي اوله ډپرېشن څخه ژر روغ شٸ.
3_منظم فزيکي تمرين وکړٸ،رڼاته ووځٸ،ښه وګرځٸ،منډې ووهې،بايسکل وچلوٸ اونورفزيکي کارونه او تمرينونه ترسره کړٸ.
4_له الکولو،چرسواونورونشه يي توکودکارولوڅخه ځان وژغورٸ.
5_ په داسې کارونولاس پورې کړٸ،چې تاسې خوشالوي،سره له دې چې کېداى شې اوس مو خوښ نه شي.
6_ خپل وخت له خپلې کورنۍ اوملګرو سره تېرکړٸ،خپل ځان په خپله يوازيتوب ته مه ورکوٸ.
7_ له روحاني او مذهبي عالم سره وغږيږٸ،په مذهبي غونډو اومراسمو کې ګډون وکړٸ،لمونځ په خپل وخت په جماعت سره اداکړٸ او دقرآن کريم تلاوت وکړٸ.
8_ عبادت دناروغ روح ته غذاورکوي او هغه ځواکمنوي.
9_ له خپلې غذاسره(Omega-3)شحمي اميدونه،چې په ماهيانو کې موندل کېږي ضميمه کړٸ.
10_ ۔ Falat(vit bq),چې په Multivitamin ګوليوکي د٤٠٠-٨٠٠ مايکرو ګرامه موجود دي،وخورٸ.
11_ ځان ته داسې موخې وټاکٸ،چې رسيدل ورته ستاسې لپاره اسان وي.
12_ ځان ته ستونزمنې اوکړونکې دندې مه ټاکٸ،بلکې هغه دندې اوکارونه چې تاسو ته ډېر اسان وي وټاکٸ اوځان پرې مشغول کړٸ.
13_ که نورکسان غواړي،چې مرسته درسره وکړي،پريږده چې ويې کړٸ.
14_ داسې تمه بايد ونه کړٸ،چې ډپريشن به يودم درڅخه لرې شي،بلکې ورو ورو به لومړى اشتهاښه شي اووروسته به مو په کراره کراره دډپرېشن په نورو اعراضو کې ښهء والى راشي.
15_ مهمې پريکړې وروسته وځنډوٸ،لکه واده کول،نوې دنده اخستل،اونور مهم تصميمونه ،که کوم اړين او مهم تصميم نيسٸ،تل له هغو کسانو سره مشوره وکړٸ،چې تاسې ښهء پېژني اواتبار ورباندې لرٸ
16_ په ياد ولرٸ چې کله مو ډپرېشن ددرملنې په مقابل کې ښه غبرګون ښيي،مثبت فکرونه دې په مغزو کې دمنفي فکرونو ځاي نيسي.
17_ دډپرېشن ضد درمل که درته پيل شوي وي،په خپل سر سره مه خوشې کوٸ،بلکې تل په دې هکله له ډاکټر سره مشوره وکړې.
18_ که دځان وژنې فکرونه درته پيداشول،تر هر څه ژرځان ډاکټراويا نږدې روغتون ته ورسوٸ او له خپلې کورنۍ اوملګرو څخه مو حال مه پټوٸ،له هغوى څخه وغواړٸ،چې مرسته درسره وکړي اوډاکټر ته مو ژر بوزٸ.
19_ له نورو خلکو سره خبرې وکړٸ،خپلو نږدې کسانو ته ووايي،چې تاسوڅنګه احساس لرٸ او څه فکرکوٸ،چې دامو د اعراضوپه ښه کېدو کې مرسته كوي .
20_له خپلو منفي فکرونو سره مبارزه وکړٸ،هغه کسان چې ډپرېشن لري دخپل ژوند،خپل ځان اوخپلې راتلونکې په اړه بدبين او دښه کېدو فکر اوتوقع نه لري.دافکرونه هېڅکله مه منٸ،خپل منفي فکرونه وليکٸ اوله هغه سره يې چې په نورمال حالت کې مو درلودل پرتله کړٸ اوهڅه وکړٸ،چې دا قبوله کړٸ چې منفي فکرونه يوازې دډپرېشن نښې دي اوله واقعيت سره سمون نه لري او باوروکړٸ چې تاسې بېرته ښه کېږٸ.
21_ ځان ته دخپلو ورځنيو کارونو دتر سره کولو لپاره يو يادښت وليکٸ،چې څه،څه بايد ترسره کړٸ.
22_دخوب له ګوليو او هغه درملو چې اراموونکى تاثيرلري،ځان وژغورٸ.
23_دورځې لخوا ډير ارام او استراحت مه کوٸ.
24_تاسي هېڅ ګناه نه لرٸ،دالکه دنوروجسمي ناروغيو په څېر يوه ناروغۍ ده او دايى اعراض دي،چې تاسې انرژي نه لرٸ،ستړي ياستٸ،خپه يٸ او څه کار ته مو زړه نه کېږي او يا کار نه شٸ کولاى،داهرڅه به بېرته ښه شي.
25_ دهيلې لمن مه پريږدٸ،داخبره په دې نه ارزي،چې تاسې يې شپه اوورځ په فکر کې ياست اوناارامه کړي يٸ،ستاسې احساس به ورو ورو بدلون وکړٸ او ښه به شٸ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.