ټرمپ د افغانستان او اوکراین په اړه: که زه اعلی سرقوماندان وای، هیڅکله به داسې نه وای شوي

669

ټرمپ د افغانستان او اوکـ.راین په اړه: که زه اعلی سرقوماندان وای، هیڅکله به داسې نه وای شوي

د متحده ایالتونو پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ تېره ورځ سه شنبه ۲۶ جولای (زمری څلورمه) خپله هغه ادعا بیا تکرار کړه چی د ۲۰۲۰ کال ټاکنی یې ګټلي دي. له دې څخه داسې جوتیږي چې ښایي هغه یوځل بیا سیاست ته مخه کړي او د امریکا د جمهوري ریاست په راروانو ټاکنو کې کاندید شي.

له واک څخه له لېرې کېدو وروسته په لومړي ځل ښاغلی ټرمپ پرون واشنګټن ته راغی او دلته یې د “لومړي امریکا اجنډا” تر عنوان لاندې غونډې ته خبرې وکړې.

هغه د خپل جمهوري ریاست له دورې څخه څه باندې ۱۸ میاشتې وروسته، اوس دې ښار ته د خپلو بډایو ملاتړو په ملتیا په یوه لویه غونډه کې د سیاست او پالیسۍ اړونده وینا کولو په موخه راغلی دی.

ټرمپ په دې وینا کې له افغانستان څخه د امریکا وتلو ته هم اشاره وکړه. هغه وویل: “موږ هغه ملت یو چې په افغانستان کې تسلیم شوو. وژل شوي سرتېري، امریکايي وګړي او د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د نړۍ تر ټولو غوره نظامي تجهیزات مو تر شا پرېښودل”.

پخواني جمهور رئیس زیاته کړه: “موږ هغه ملت یو چې روسیـ.ې ته مو اجازه ورکړه چې اوکـ.راین ویجاړ کړي، په سلګونو زره خلک ووژني او تر دې به هم واوړي. او که زه اعلی سرقوماندان وای، دا به په هیڅ ډول، هیڅکله نه وای پیښ شوي. هیڅکله به داسې نه وای شوي”.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.