اوکراين ويلي، د تور سمندرګي په تړل شويو بندرونو کې يې عملياتي چارې روانې دي او هيله لري چې روانه اونۍ د ميليونونو ټنو غلو لومړۍ بسته صادره شي. د غلو د صادراتو لپاره تېره اونۍ د ملګرو ملتونو په هڅو د ترکيې، روسيې او اوکراين تر منځ يو تړون لاسليک شو او روسيې ژمنه وکړه چې د غلو د صادراتو تر بشپړېدو پورې به پر اوکرايني بندرونو بريد نه کوي. دغه راز هوکړه شوې چې استانبول کې به د څلور واړه لوريو د استازيو يوه کمېټه جوړيږي څو د تړون پر پليتابه نظارت وکړي. له بله پلوه کيېف په داسې حال کې د غلو صادراتو ته د چمتووالي د وروستي کېدو خبر ورکړی چې د غلو د صادريدو پر مهم بندر اوديسا د روسيې له لوري توغنديز بريد وشو. په ورته مهال اوکراين له امريکا د ترلاسه کړي توغنديز سيسټم په مرسته د دغه هېواد په جنوب کې يو پل ویجاړ کړ او د روسي پوځيانو د اکمالاتو لاره يې وتړله.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.