م. ب. د
لیکدود، املا او انشا رعایتول د لیکوالی لومړی شرط دی
دی ورځو کې مې په دعوت میډیا درنې پاڼې کې د (صدیق الله رشتین د پښتو ادب د آسمان لوی ستوری) تر عنوان لاندی لیکنه ولوسته. لیکنه لا د همدې عنوان څخه په دقت نده لیکل شوی. د بیلګې په توګه ؛ د ستوریو د صفت په هکله معمولاً ځلاند، روڼ یاهسک ستوری مو اوریدلی ، خو لوی ستوری ندی معمول، د دې ترڅنګ رشتین نه، بلکې ریښتین باید ولیکو، ممکن پخوا به دې ته پام نه و، خو اوس یې باید اصلاح کړو. پخوا موږ (کښی، چه،… ) لیکل، اوس مو اصلاح کړی (کې، چې…) لیکو. لیکنه کی ریښتین ته د علامه او بابا لقب لیکل شوی، خو تراوسه بل هیچا دا ډول اعزازی القاب ورته ندی کارولی، البته لوی استاد علامه عبدالحی حبیبی ته چی لیکل کیږی، دا ټولو منلی ده. د دې ترڅنګ ارواښاد رشاد او ارواښاد سلجوقی ته هم د علامه اعزازی لقب منل شوی و او ټول ورباندی موافق دي. دلته یواځې احساسات نه، بلکې د حق او د اکثریت د منلو ټکی مهم دی. د بابا لقب خوشحالخان، احمدشاه بابا، رحمن بابا او څو نورو ته منل شوی او معمول دی.
په دې لیکنه کې یو ځای کې راغلی: تر زرو زياتې مقالې او خبري مقالې یې لیکلی. لوستونکی نه پوهیږی چی خبری مقالی یعنی څه؟ بل ځای لولو: (ښاغلي رشتين د خپل ماموريت او علمي او اکاډميکو کارونو په ترڅ کې ډېرې جايزې او مډالونه ترلاسه کړي دي. په شمول: په 1313 کې، د ولسمشرۍ د دویمې درجې د ستاینې لیک….) سوال پیدا کیږی چی ایا په ۱۳۱۳ل. کی افغانستان ولسمشر درلود؟
همدارنګه کاشکی لیکوال د (د ځان فرض ګڼلو) پر ځای لیکلی وای: د ځان فرض باله/ګاڼه.
د پښتو د ودې په هکله هغه مهال ارواښاد خادم او ارواښاد پرهیز نور څه ویلی و، د هغوی د هغه وخت خبری د دغی مقالی له محتوا سره برابرې نه، بلکې سرچپه دي. په دې لیکنه کې (په ۱۹۶۱ کال کې هـ ش..) او(په ۱۹۶۱ کال کې هـ، ش د لویې ملي شورا غړیتوب) هم تیروتنه ده هش او هاش مطلب نه ادا کوي. د طلایی رشتین وصف بیځایه راغلی دی. لیکوال د علومو د اکاډمی دایرة المعارف د یو تن کار بللی، حال دا چې دغې پروژه کې لسګونو لیکوالو کار کړی و. که لاندنۍ تیروتنې سمې شي، ډیر به ښه وي:
ننی / نننۍ
پشتو حیرنه./ پښتو څیړنه
۳) د پشتو کلی، شپژم / د پښتو کلی شپږم
د پشتو لمری لار شوونکی / د پښتو لومړی لارښود
د پشتو گرامر/ پښتو ګرامر
د پشتنو / د پښتنو
د پشتونیار ،۱۳۳۰هش/؟
۱۶) د پشتو د مصدرونو لارشود/ د پښتو مصادرو لارښود
د پشتونخوا پیشی / د پښتونخوا پېښې
لارشود/ لارښود
۴۱) د روشان ستور / د روښان ؟
پیاوری شاعران/ پیاوړي شاعران
لرغونی پشتو /لرغونی پښتو
د اشعارو دولونه/ د اشعارو ډولونه
خوژه وژمه/خوږه وږمه
د ښکلا وژمه / د ښکلا وږمه
درام/ ډرام
هلی حلی/ هلې – ځلې
همدارنګه نور اثرونه/ همدارنګه نور آثار
له دی څخه مو موخه دا ده چی ځینی وخت یوه تیروتنه په غیر ارادي ډول عمومیت پیدا کوی او په مشهوره غلطی باندی بدلیږی. خدای وکړی لوستونکی د دغی لیکنی په لوستلو خپه نشی، غرض صرف د ځوانو لیکوالو متوجه کول و. څومره چې لیکنه کې دقت کوو او وروسته تر لومړی ځل لیکلو یی دوهم ځل بیا ولولو هومره به مو مقاله غوره او بی تیروتنې وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.