زه به هم مړه یم
زما په قبر به هم ، د وچو، وچو شینلیو ترتنکېو ملاوو
سړي سیلۍ تاو را تاویږي
او شپیلۍ به وهې
ږغ به مې نه وی، د خندا او د ژړا به مې بل قبر جوړوی
د ماتو، ماتو آئېنو کوکۍ به
لکه زما دژوند ، دماتوهیلو ماشومان
د تورو، خړو خاورو، اغزني پښې ښکلوې
د هدیرې چوپتیا به،
د سپوږمۍ وړانګوته د ماتو آئېنو په ژبه ، داسې ږغیږې
لکه هست اونیستي
د ژوند د لویې کتیبې څخه به ،
زما د نوم توري لویدلي وي
زما انځور به د ژوندیو د ذهنونو د هېندارو څخه
لکه د تیرو، ورځو لمر، دا سي لویدلې وی
د چا به نه یا د یږم
څوک به مې نه یادوې
زما یادونه به هم، زما د شعر په ټولو، تورو کې
په ابدې قید ، محکوم شوی وی
زه به هم مړه یم
زما په قبر به هم، د منی توندي او سړي سیلۍ
تاو راتاویږي اوشپیلۍ به وهې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.