بلخ درې درې شینکي رودونه

عبدالرشید سعادت

387

(د بلخ یونلیک)

    په بغلان ولایت کې مې د ادبیاتو د یوه محصل په توګه درې کاله تېر شول، د دغه ولایت نږدې سیمو او منظرو ته به کله کله تلم، خو یوه بله هیله مې لا هم نه وه پوره شوې، د شمال یوه بل ولایت ته پسرلنی سفر او له نندارو یې خوند اخیستل، ځکه زه د سیل او منظرو سخت شوقي وم، خوښېدل مې چې له طبیعي ښکلا وو د خپل ذهن او ذوق تشې را ډکې کړم، څلورم ټولګي ته له بریالتیوب سره مې کلک هوډ وکړ چې دغه هیلې ته د عمل جامه ور واغوندم او که چېرته کومه رخصتي رامخکې شوه، نو د پلخمري پر ځای به یې بل ولایت کې تېروم، د مزار د کوترو او روضې لیدل خو مې لا ځانګړی ارمان و.

   څلورم ټولګی او اووم سمستر پیل شوی و، شپې او ورځې همداسې تېریدلې، یوه میاشت تېره شوې وه، د پوهنتون څخه ښار ته د خپلې خونې په لور راتلم  چې په ګاډۍ کې یوه بل محصل دا خبره وکړه په را روانې اوونۍ کې څلور ورځې رخصتي ده، په زړه کې مې هغه ویدې هیلې چې د دې کال پیل کې مې یې د پوره کولو هوډ کړی و، یوه نرۍ څړیکه وکړه او زړه مې لږ د خوښۍ لور ته میلان وکړ.

   بس د دې اوونۍ د سرتېرو څخه سنګر د بلې اوونۍ سربازانو ونیوه او شربازانو ځانونه وغوړول، دوه ورځې وروسته رخصتي وه، په فکر کې مې دا خبره تاوېدله او راتاوېدله چې کله به رخصتي راشي او د کوم ولایت د هوا نه به خوند پورته کړم، د سه شنبه په ورځ له پوهنتون څخه راغلم  کله چې اتاق ته راورسېدم نو په زړه کې مې د دې خبرې د سربازانو سنګر کلک شو چې مزار ته به لاړ شم او د روضې د کوترو ننداره به کوم.

   د چهارشنبې په ورځ د پوهنتون څخه راغلم، د سفر هوډ مې پوخ کړ، خو سفرونه بې له ملګرو هم بې مزې وي، له ځان سره مې ویل چې باید کوم ملګری پیدا کړې او بیا به له خیره د روضې د ګلونو څخه خوند پورته کړې، د مزار د ښار وضعیت به هم وګورې چې د عطا محمد نور د واکمنۍ څخه وروسته څه بدلون په کې راغلی دی خو کوم خاص ملګری مې پیدا نه کړ،  کله چې مازدیګر شو نو د کمپیوټر بکس مې واخیسته او د ښاغلي استاد ګل رحمن رحماني اتاق ته ورغلم چې استاد او د هغه ملګری ذکرالله ملنګ ناست دي، اتاق ته ور دننه شوم د سلام په ویلو سره مې د استاد رحماني سره خبرې شروع کړلې او هغه د خپل ځای څخه پورته شو ښه راغلاست یې راسره وکړل د درسونو او نورو کارنو په اړوند یې پوښتنې را څخه وکړې.

    د استاد څخه وروسته ملنګ هم خپل غېږه خلاصه نیولي وه او ښه راغلاست یې را سره وکړ. د مازدیګر له لمانځه څخه وروسته د سیند غاړې ته د تازه هوا اخیستلو لپاره ووتلو، د سیند د مستو څپو او د شنه چمن د ښکلو ګلونو څخه مو خوند اخیسته. زړه کې مې دا خبره وګرځيدله چې راځه استاد رحماني ته د مزار د تلو په هکله ووایه امکان لري چې د ده زړه هم د مزار د روضې لیدو ته شوی وي او دا خو هلته ملګري هم لري لاړ به شي.

    خبره مې رایاده کړه بس استاد یې په هکله څه ونه ویل، تر دې د  سیند په غاړه ناست وو، چې د ماښام تیارې رڼا په خپل غېږه کې ونیوله او زموږ څلور خواوې یې را محاصره کړلې، د هر لورنه د الله اکبر نارې زموږ غوږو ته راتلې، د ماښام لمونځ مو د سیند پر غاړه یخ شمال ته وکړ او له لمانځه وروسته د استاد د اتاق په لور ران شوو، په خبرو خبرو کې ور ورسېدو، وروسته په همغه حویلۍ کې د خپل ټولګیوال شمین پوښتنې ته ورغلم، د ماسختن ډوډۍ مې هلته وخوړه.

   د ډوډۍ خوړلو وروسته د استاد اتاق ته راغلم او د شپې تر دوه بجو پورې ناست و، چې د سهار چای مو وڅښه نو زه را روان شولم استاد رانه د مزار تلو په اړه پوښتنه وکړه، چې نن به مزار ته ځې؟ ما ورته وویل چې استاده د لارې ملګری راته پیدا ی نه شو او دا خبره مې ور غبرګه کړله که ته راسره ځې لاړ به شو نو د استاد خبرو ته چې مې وکتل زړه یې شوی و، چې د مزار د دښتو او پسرلینو ښکلاوو ننداره وکړي.

    هو! ملنګ هم دا خبره لاپسې ترینګلې کړه او استاد ته یې وویل چې لاړ به شو استاده څه کوې هسې هم رخصتي ده څلور ورځې بس نو پرېکړه مو په قره کشۍ وکړه، استاد د کاغذ په درې ټوټو ولیکل چې ځو او په یوې ټوټو یې ولیکل چې نه ځو؛ خو چې کله ما د کاغذ یوه ټوټه راپورته کړه نو ځو پرې لیکل شوي وو، ملنګ چې کله د کاغذ ټوټه راپورته کړه نو په هغې هم لیکل شوي وو چې ځو؛ کله چې استاد د کاغذ ټوټه را پورته کړه نو پرې لیکل شوي وو چې نه ځو، بس نو خبره د ځو خواته ترینګلې شوه، ځکه دوه رایې د تلو خواته شوې او یو رایه د نه تلو زړه مې باغ باغ کیدلو چې یو خو به دا چکر په دې خوند وکړي چې د مزار د روضې ګلونه به ووینې او بل مې دا لومړی چکر و چې د رحماني استاد سره دې د یو ولایت لیدو ته ځم.

استاد راته وویل چې بس ځو به او دا خبره یې راته وکړه چې ځه ځان چمتو کړه چې کله مې درته زنګ وکړ، نو له خپلې خونې به ځان د پلخمري عمومي څلورلارې ته را رسوې نور به له خیره د مزار په لور حرکت کوو.

    د استاد اتاق څخه مې د خپل د اتاق په لور حرکت وکړ او اتاق ته راورسېدم ځان مې چمتو کړ د دې انتظار مې وېسته چې کله به استاد رحماني زنګ راته وهي او زه به د پلخمري عمومي څلور لاري ته ورځم؛ زه د مزار د دښتو او د روضې د کوترو په فکر تللی وم چې ناڅاپه مې تیلیفون زنګ وخوړ او د استاد رحماني نمبر و، بې له دې چې د خبرو په اړه سوچ وکړم د تیلیفون په ټچ مې د وراسته لاس د شهادت ګوته را کش کړه او د رحماني استاد نه ستړی کېدونکی غږ مې تر غوږ شو او دا خبره یې را غبرګه کړه چې ځان د څلور لارې شمال خواته راورساوه، زه در ته انتظاریم نور مې نو بوټونه په پښو کړل او د استاد رحماني څنګ ته ور ورسېدم، اوس مو نو انتطار یوازې ملنګ ته وېسته، نږدې یو ساعت ولاړ وو چې ملنګ تور پکول په سر کړئ او یو تور بکس هم ورسره دی، د څلور لارې د غرب خواته مې تر سترګو شو او استاد ته مې کړل چې هغه دی راغئ.

    درې واړه سره ګډ شولو او نور مو د ګاډي په هکله یو د بل خبرې اورېدلي او وروستۍ پرېکړه مو په دې شوله چې د مزار اډې ته به ځو، له هغه ځای څخه به په کوم واړه ګاډي کې سورېږو او د مزار د دښتو تماشو ته به ځانونه رسوو.

   لاړو اډې ته چې یو ګاډيوان مو  تر سترګو شو او مزار ــ مزار نارې یې وهلې ملنګ ورغئ او د کرايې په هکله یې خبرې ورسره وکړلې خو موټروان کرایه د قانون څخه پورته وویله ځکه مونږ ورته شتمن ښکاره شولو؛ خو په اډې کې مو د خوښې ګاډیوان پیدا نه شو د اډې څخه یو څه فاصله د پلخمري د ښار لورته راغلو او د۴۰۴ او ۵۸۰ انتظار مو وېسته چې څو دانې ۴۰۴بسونه راغلل؛ خو زمونږ لپاره ځای په کې نه و، تر دې چې یوولس بجې شولې ملنګ د سړک پر غاړه ولاړ و زه او استاد رحماني د سړک د غاړې نه په څه فاصله کې د تېلو د ټانګ د دستګاه لپاره د سیمټونه جوړه شوې غاړه باندې ناست وو، چې یو ناپېژنده کس یو نوی ماډل ګاډی ودراوه، ملنګ ورسره په خبرو کې و چې زه او استاد ور ورسیدو ګاډیوان کرایه پورته ویله او ملنګ ورسره نه منله؛ خو په دې خبره یې ورسره پرېکړه وکړه چې هر کس په درې سوه افغانۍ وړم، مونږ هم ورسره ومنله او نور مو د مزار په لور د خپل د چکر لومړۍ ګېنټه پیل کړه.

د بغلان ولایت د چشم شېر د باغونو او ښکلو دښتو بادونو زمونږ سترګې په خپلو نرمو څپو ښکلولې په موټر کې د یو څه مودې پورې چوپتیا سندرې ویلې د رباط له پله نه چې ور واوښتو نو باران هم خپل سندره په نرم ترنم سره پیل کړه او ګاډیوان هم خپل ځان مونږ ته را وپېژنده بس همدا سې تلو چې د سمنګانو ولایت بازار ته موګاډۍ سترګې ورښکاره کړلې.

   استاد رحماني او موټروان په مرکه سره ګرم وو، بس هغه به تپوسونه کول او استاد رحماني به ځوابونه ورکول کله کله به یې یو بیت هم ورته ډالۍ کولو، ګا‌ډۍ وان یې خپل پلار ته په دې ډېر غوسه و، چې ولې یې تعلیم راباندې کړی نه دی؛ خو رحماني استاد به یې غوسه سړوله بس د درملو پورې خبره راغله، ګاډۍ وان د استاد رحماني څخه دا تپوس وکړلو: چې د خوښۍ درمل به نه وي؟ نو استاد ورته وویل چې په پاکستان کې شته دې موټروان دومره خوښ شو، لکه همدا اوس چې ورته راوړي وي. څو واره یې دا خبره تکرار کړه چې دا وار چې کابل ته لاړم، نو ویزه به لګوم او پېښور ته به د دې درملو پسې ځم او دا خبره یې هم وکړه چې ستا سو سره مې زیات طبعیت سهی شو او استاد رحماني ته یې وویل چې ستا په څېر سړی مې تر اوسه په ژوند کې نه و لیدلی.

   سمنګان ولایت ایبک ښار ته ورسېدو، که ووایم چې تش په نوم ښار و، ښايي تېروتنه به مې نه وي کړې، ځکه چې څومره یې غورې کېدې او د ولسمشر د لومړي مرستیال د پلویانو نږدې او مینه والو د نفوذ سیمه وه، هومره پاملرنه ورته نه وه شوې، له سړک وړاندې د دې ولایت د لوړو زده کړو موسسې ودانۍ هم ښکاریده، تخت رستم هم دلته دی چې ګڼ سیلانیان ورته راځي، بیا مې له ځان سره وویل چې ښايي امنیت د دې ښار او ولایت غوره ډالۍ وي، د مېوو ونې او شاوخوا سمسور باغونه یې بله طبیعي ډالۍ ده.

د ګاډۍ د تېز والي ستن به کله په یو سلو شلو او کله به په سلو کې وه، چې د سمنګانو د ولایت څخه تېر شولو نو یو بل کس هم ګاډۍ ته را پورته شو ډېر مزل غلی او خپل بیسکیټ یې خوړل او د هېچا سره یې خبرې نه کولې بس د کوزیدلو نه لس ګنټې مخکې یې دا خبره وکړه: هر چي کوشش کردم زبان پشتو ره یاد نګرفتم. خو استاد رحماني څه لارښوونې ورته وکړئ، هغه ځای ته ورسېدو چې د یوه لار ترېنه حیرتانو ته لاړه وه او بله مزار ته بس زمونږ مزل د مزار په لور و نو د مزار د ښار پسې مو سترګې اچولې چې کله به ورته را ورسېږو په همدې خبرو کې وو، چې موټروان د ګاډۍ برک ته زور وکړ او ګاډۍ یې د سړک یوې لورته ودروله حق مو ورته ورکړ بس دومره یې راته وویل چې همداسې مخامخ لاړ شئ مرکزي څلور لارې ته به ورسېږئ.

   په مزار مې سترګې ولګېدې، په لوړه او داسې راته ښکاره شو لکه د برنډې پر سر چې څه جوړ شي، ښي اړخ ته د بلخ پوهنتون نوې ودانۍ جوړې دي، ښکلې ښکاري، شاوخوا نورو ودانیو هم سرونه را هسک کړي، څلور لارې یې پراخه او ښکلې دي، د پخواني والي عطامحمد نور په وخت کې دې ولایت ته د ابادۍ په برخه کې کار شوی دی، واټونه یې پراخه او پلې لارې یې هم د ستایلو وړ وې.

    زه استاد رحماني او ملنګ د سړک پر غاړه روان وو چې هېڅوک په سترګو نه ښکاریدل مونږ د روضې په اړه تپوس ترې کړی و، استاد په لومړي ځل د خان محمد فاریابي شمېره په خپل تلېفون کې ډایل کړه فاریابي صیب ځواب ورکړ هغه په دنده کې و نو استاد د خپل یو بل ملګري شمېره ډایله کړه چې هغه د بلخ پوهنتون پښتو څانګې مشر او د استاد رحماني د ماسټرۍ ټولګيوال و چې نوم یې غلام نبي کریمي و د کریمي صیب پر ځای به ټلېفون ته کمپیوټر ځواب ورکاوه، بس نور مو چا ته زنګ ونه وهلو همداسې په کیسو روان وو ځانونه مو روضې ته ورسول چې په همدې وخت کې کریمي صیب استاد رحماني ته تلېفون وکړ استاد خبرې ورسره کولې زه او ملنګ د سړک پر غاړه ولاړ وو، چې رحماني صیب له څه مزل وروسته بیا رحماني صیب ته یوځل بیا زنګ راغئ په خبرو ورسره بوخت و ما او ملنګ د یو روغتون لوحه لوستله چې هلته یې لیکلي وو شفاخانه مادر. کریمي صیب رحماني استاد ته وویل چې د مادر د روغتون سویل لور ته راشئ همداسې و وروان شوو، جالبه دلته وه چې راسآ د کریمي صیب کورته ورغلو، چې هغه د سړک پر غاړه زمونږ راتلو ته انتظار وېسته ور ورسیدو او روغبړ مو ورسره وکړ .

 د کریمي صیب کور هم په هغه ځای کې د پوهنتون د استادانو فامیلي بلاکونو کې و چې پخوا روسانو د ځان لپاره جوړ کړی وو؛ خو اوس د پوهنتون استادانو استوګنه په کې کوله یوه ګینټه ناست وو نور د ښار په لور روان شولو او هلته مو په هوټل کې د څاښت ډوډۍ وخوړله، ښایسته قابلي یې چمتو کړې وه او له هغې نه وروسته مو د روضې په لور حرکت پیل کړ رحماني استاد او کریمي صیب مخکې زه او ملنګ شاته ورپسې ور وروان وو په ګڼه ګوڼه کې به کله رحماني صیب دوی رانه ورک شول او کله به مو ولیدل خو مزل مو مستقیم و لار مو نه غلطوله د څه مزل وروسته د روضې ور ته ورسېدو او هلته سربازانو تلاشي رانه واخیستله په لومړي قدم کې مو د زیارت څخه لیدنه وکړه، چې وګړو د قبرونو چنډې له ځان پورې سولولې او چا به چیغې وهلې یو څو ملا ډولي کسان ناست وو او خلکو ته به یې ویل: خوش آمدي او بیا مو یو څو انځورونه واخیستل په کیسو کیسو کې د هغې چنډې څنګ ته ورسیدو چې د نوي کال په ورځ یې په زرګونه ښځې او نر د لرې ولایتو څخه لیدو ته راځي، هر چا به د جیب څخه پیسې را واخیستلې او د جنډې نه چې کومه کټاره را تاو وه د هغې منځ ته به یې ور وغوځولې د کوترو خواته په قدم قدم مو ځانونه راورسول چې هلته یو دوه نور استادان هر یو محمد نعیم نظري او محمد صالح هوډ سره مو ولیدل، چې دواړه د بلخ په پوهنتون کې په پښتو څانګه کې کادري غړي وو نظري صیب د رحماني استاد او کریمي صیب سره په مرکه شو او هوډ صیب چې زما او ملنګ وطن دار و زمونږ سره مجلس پیل کړ.

   له ډېرو هغو بازارونو څخه مو لیدنه وکړله چې د ځمکې لاندې جوړ شوي وو، په تلو تلو مو د مازدیګر لمونځ د کتاب خانې ته ورساوه، چې د کتاب خانې لوی والي ته دې کتل تا به ویل چې دلته به هرډول کتابونه موجود وي؛ خو هسې نه وه ټول فارسي کتابونه وو بس پښتو کتابونه د ګوتو په شمار وو، له هغه ځای څخه مو د کریمي صیب د کور په لور قدمونه اخیستل یو ځای ته راورسیدو چې نظري او هوډ صیب را څخه جدا شول، مونږ څلور واړه پاتې شولو کوښښ مو کوه چې د کریمي صیب د کور په لور خپل مزل لنډ کړو په کوڅو کوڅو کې تاو راتاو شولو چې په یو ځای کې مو د عطامحمد نور انځور ولیده کومې چاپ خونې د غوړه مالۍ لپاره پرې لیکلي وو  ((رهبر من عطامحمد نور )) په بله لوحه راغلي وو: ((رهبر من جای تو کسی پر کرده نمیتواند)).

    د کریمي صیب کورته ورسېدلو د ماښام لمونځ مو په ملنګ پسې په جماعت ادا کړ، دشپې تر دولس بجو پورې مو کیسې ګرمې وې، سهار د لمانځه لپاره یو جومات ته لاړو، کله چې هلته ورسیدو نو د جومات ور یې قلف کړی و، د هغه ځای څخه بېرته راغلو او د کریمي صیب په کور کې مو د سهار لمونځ ادا کړ. د سهار چای مو د کریمي صیب سره وڅښه او له هغې نه وروسته د شولګرې ولسوالۍ په لور د چکر لپاره وخوځېدو، د مرکزي پوهنتون د څلور لارې تر څنګ مو د یو څو نورو ملګرو او استادانو سره ولیدل زه، رحماني صیب، کریمي صیب، نظري صیب، ملنګ صیب او ثاقب صیب پیاده د شولګرې د هډې پر لور وخوځېدو، د یو څه مزل وروسته هلته ورسېدو، هلته راته د پښتو څانګې دوه نور استادان ښاغلی ضمیر څار  او استاد عزیزالدین یوسفزی هم له څلورو لغماني مېلمنو سره چې د استاد یوسفزي سالګرې ته راغلي وو انتظار وو.

د شولګر اډې څنګ ته د المانیانو یوه ویجاړه پوځي قرارګاه وه چې څه موده وړاندې ورباندې وسله والو برید کړی و، خو لا هم هغسې ویجاړه پرته وه او د ښار منځ کې یې یو بل تصویر وړاندې کاوه، د ولایت مقام مخامخ سړک ته یو نوی او مجلل مارکېټ ښکارېده، استاد نظري ویل چې د عطا محمد نور په وخت کې د دې ودانۍ مالک ته اجازه نه وه چې ودانۍ جوړه کړي، ځکه ورته ویل یې چې ممکن وسله وال یې کله تصرف کړي او له بامه یې د ولایت مقام په نښه شي.

 په یوې ګاډۍ کې ورکېناستلو له لږ مزل وروسته د سړک څنګ ته یوه بله ښکلې ودانۍ راغله، کوم استاد ویل چې دا د نور سیاسي دفتر دی او هره ورځ په کې سیاسي او ګوندي ملاقاتونه او ناستې تر سره کېږي. په همدې لاره د جنګي کلا تاریخي کلا هم پرته وه، په دې کلا کې د ۲۰۰۱ کال شاوخوا زمانه کې ګن طالبان چې شمال کې وو، ایسار پاتې شول، د طالبانو مشري له ملا فاضل سره وه، دلته یې د شمال له ځواکمن ازبک قوماندان جنرال دوستم سره سوله او جوړه وکړه، خو هغه له امریکایانو سره په پټه لاس یو کړ او ټول یې د امریکايي بي دوه پنځوس الوتکو او خپلو مېلشو په وسیله د همدې کلا په منځ کې له منځه یوړل. په دې کلا څو مستند فلمونه هم جوړ شوي، خو تر ټولو شهکار یې د پاکستاني لیکوال مستنصر تاړر ناول( کلا جنګي) دی چې د دې بشري ناورین بوږنوونکي ناورین وړاندې کوي، وايي چې اوس په دې کلا کې د قول اردو د مشر کور دی، خو لا هم پوځي عظمت او شکل لري.

له نږدې نیم ساعت مزل نه وروسته د قمچاق درې ته ورسېدو، په دره کې مو د لغمانیانو کلی پیدا کړ او زموږ کوربه د همدې کلي اوسېدونکی او د بلخ پوهنتون د کومې برخې اداري مسوول و ښکلی کلی و ونو تازه ګلان رېژولي وو، د کوربه لویې کلا ته ورسېدو، زموږ هر کلی یې وکړ او پوښتنه یې وکړه چې باغ ته ځئ که حجرې ته؟ د ټولو خوښه په باغ راغله، په یوه نرۍ لاره او کوچنۍ دروازه باغ ته ور ووتو، لږ چکر مو وواهه، په چمن کې سرې غالۍ هوارې شوې، چای یې راووړ، نظري صیب د یوه ښه استاد تر څنګ د کباب په پخولو کې هم ماهر انسان و، نظري صیب او فاریابي صیب لا له وړاندې په سیخونو کې د کباب غوښه پیلې وه، نغرۍ او سکاره یې برابر کړل او دواړو یې په پخولو کار پیل کړ، بس دوو تنو پخاوه او لس نفره یې په خوړلو بوخت وو، چې هر چا تقریبأ دېرش دېرش سیخه کباب وخوړلو ورپسې مو چای وڅښه او د چای پسې کوربه اشکې پخې کړې وې، هغه مو هم نوي جان کړې، یوسفزي صیب له ځان سره کمره هم راوړې وه زیات انځورونه یې واخیستل.

په همدې وخت کې ترنم ته نوبت ورسید، لغمانيو مېلمنو بلا ښکلی ترنم وکړ او موږ ورته چکچکې وکړې، له دې نه وروسته د لمانځه وخت شو، لمنځونه مو وکړل او بیا د سیند لیدو په هیله کوڅه کې را روان وو او یو ملګري مو په کامره باندې انځورونه اخیستل تردې چې د سیند غاړې ته را ورسېدو هلته هر چا په خپل موبایل انځورونه واخیستل چې یو ناڅاپه یو وړکی وری د لره له څوکې څخه د سیند څپو ته ور ولوېده او سر یې پورته نیولی و، یو دوه ماشومانو د سیند پر غاړه منډې وهلي؛ خو وري ته یې د اجل د غېږې نه نجات ور نه کړلی شو، د دې وري په مرګ هر چا خواخوږي څرګنده کړله یو یو بېرته د سړک غاړې ته راټول شولو او د عمومي سړک پر لور مو قدمونه اخیستل تردې چې د عمومي سړک غاړې ته راورسیدو او هلته مو د  ځینو ملګرو سره د الله پامانۍ وکړ ځکه زه، رحماني صیب او ملنګ بېرته بغلان ته را ستېدونکي وو.

    د همدې ورځې په مازدیګر مو بغلان ته د ستنېدو نیت وکړ، موټروان راته بازار کې ولاړ و، د څه ساعت مزل نه وروسته بېرته د روضې څنګ ته راورسیدو او هلته مو د فاریابي صیب، کریمي صیب، نظري صیب او ثاقب صیب سره مخه ښه وکړه، د بغلان د اډې په لور را روان شولو زما او د رحماني صیب زړه کیده چې راشو، خو ملنګ به چې کوم پارک ولیده نو زړه به یې هلته پاتې کیده او په بار بار یې وویل چې پاتې شو؛ خو زما او د رحماني استاد ستوری پرې زورور شو او نور د اډې خواته را ورسیدلو چې بیا هېڅ کوم باوري موټروان راسره جوړ رانه غی، د عمومي سړک غاړې ته په راوتلو کې وو چې یو ځوان هلک دوه کسانو ټینک نیولی و، یو یې یو لورته کش کوي او بل یې بل لورته یو ورته وایي چې زما سره لاړشه او بل ورته وايي چې زما سره لاړ شه؛ خو هغه ځوان یې دې ته مجبور کړ چې ویې ویل بې خي نه ځم، زه او رحماني استاد ترېنه راووتلو او ملنګ یې لیدو ته ولاړ و، چې کله بهر راغلو د اډې نه بهر مو یو بېړنی موټر پیدا کړ،  ملنګ هم د هغه ځای څخه رابهر شو او په ګاډۍ کې کښېناستلو مخ په بغلان مو بېرته خپل مزل را پیل کړ تر دې چې یو ځای ته مو د مازدیګر لمونځ را ورساوه او هلته مو یوه کاسه مستې وڅښلې چې په دا شل پسرلیه کې مې څښلې نه وې.

     د ورځې سربازانو سنګر د شپې سربازانو ته پرېښوده او د ماښام رڼا مونږ په خپله غېږ کې ونیولو مونږ درې واړه په خپل منځ کې سره په کیسو وو موټر وان او یو بل ملګری یې په خپل منځ کې، د ماښام لمونځ مو د بغلان او سمنګانو د ولایت په منځ کې په یوه واړه جومات کې په جماعت ادا کړ او بیا مو خپل مزل ته کش ورکړ تردې چې د بغلان ولایت په چشمشېر کې د طالبانو د کمین سره مخ شوو، بیخي نږدي و چې د چکر خوند مو پر مرګ بدل شي، خو رحماني استاد د ګاډۍ د منځ ګروپ روښانه کړ او بې له کوم تقصانه د طالبانو له کمین څخه را ووتلو؛ خو چې کله د کندوز او مزار د دوه سړکې خواته راورسیدو، نو هلته د ولایتي شورا د یوه نیول شوي غړي پلویانو اعتراض کړی و، لار یې د مزار او کندوز د موټرو  پر مخ تړلې وه، خو موږ  په یوه بدله لار هغه ځای ته بېرته راورسیدلو په کوم ځای کې چې مو د مزار د یون قره کشي کړې وه.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.