د پوهاوي تر عنوان لاندې ډاکټر محمد فرید بزګر صیب ډیره ښایسته، په زړه پورې او ګټوره لیکنه کړې وه.
د ډاکټر صیب د (پوهاوي) لیکنه دوه درې کرښې وه. خو کتابونه خبرې پرې کېدای شي.
ډاکټر صیب لیکلی و چې اوس موسم د تازه میوو دی زردالو، شفتالو، هندوانه، خربوزه….
څه وخت چې دا تازه میوې نوشجان کوئ مندکې (زړي) یې ساتۍ د خپل کور په حویلې، په پټو کې هر ځای چې وي ښخوۍ یې. دا په راتلونکې نیالګي او د میوو باغونه دي.
بزګر صیب وړاندې لیکلی دي چې دا تجربه په مالیزیا او اندونیزیا کې روانه ده چې ډیره ښه پایله یې ورکړې ده.
زه به پرې دا زیاته کړم دې کار کې هم خرما هم ثواب دی. رسول الله (ص) په بیلابیلو ځایونو کې څو ځلې فرمایلي دي. چې ونې لګول، کرل، ایښودل او ساتنه یې صدقه یې چاریه ده. دې ونو څخه چې الوتونکي (مرغان)، حیوانات، انسانان چې په کل کې ټول مخلوقات څه خوري په صدقه جاریه کې حسابیږي حتی چې د دې نیالګیو ایښودونکی او ساتونکی ته پس له مرګه هم ثواب رسیږي.
ما مخکې وویل چې ډاکټر بزګر صیب د پوهاوی په لیکنه کې کتابونه خبرې دي.
ما چې د ډاکټر محمد فرید بزګر صیب (پوهاوي) لیکنه لوستله، فکر مې ډیر شاته لاړ. خپل کلی او خپل هېواد مې مخ ته ودرېد.
د ظاهر شاه وختونه وو.
زه د خپل هېواد د یو داسې کلي اوسېدونکی یم چې موږ په توتانو ماړه نه وو د انځر د یوې ونې څخه به دوه درې کورنیو انځران خوړل. دومره تنبله قوم یو چې د بيلابیلو میوو نیالګي ایښودل هم راته ګران وو. الله (ج) په قران شریف کې فرمایي: (څنګه یې ملتونه همداسې یې حکومتونه) حکومتونه مو ناراسته او ملت مو هم ناراسته.
افغانستان یو کرنیز هېواد دی۸۵٪ خلک مو په کرهڼه کې مشغول دی مګر زموږ په تعلیمي نصاب کې په لیسو کې یو کرهنیز مضمون نه تدریس کېده.
یو انډیوال مې قصه کوي کلی ته په رخصتۍ لاړم. ورور به سبزي ترکاري سهار وختي له بازاره راوړله. ورور مې بزګر هم وو. ورور ته مې وویل چې وروره باغچه جوړه کړه بانجیان، رومیان، پیاز، نانا، ګندنه کره. خپله به یې هم خورې نورو ته به دې هم خیر رسیږي. ورور مې راته وویل: اوس رانه باغوان جوړوې. بله ورځ څه خبره راغله. ورور ته مې وویل: یوه غوا ساتې. دوه غواګانې واخله پنیر جوړوه، غوړي باسه خپله یې هم خوره، خرڅوه یې هم.
په تریو وچولی یې راته وویل چې ما چوپان کوې. راته وایی چې ماته دا وایه چې زه ډالرې لیږم ته یې خوره څکه او ملکي کوه.
انډيوال راته زیاته کړه چې موږ داسې قوم یو ورور ته ښه لار ښایو نه یې مني.
یو ورور یې عربو ته لاړ شي. دلته یې وروونه د لونګیو شملې جګې کړي هر چا ته به وایی ورورو مې په عربو کې دی. په عربو کې به یې ورورو د سمنټو بورې په اوږو څلورم پوړ ته خېژوي.
پخپل کلتور کې څومره منفي متل لرو: (یو یې ګټي او سل یې څټي). کاشکې ټول وروونه کار وکړي.
د لوستونکو حوصله غواړم خبره لږه اوږده شوه. مخکې مې وویل چې موږ په توتانو ماړه نه وو.
موږ په کلی کې دوه قسمه توتان لرو یوه ته قلمي او بل ته خځک وایو قلمي توتان په شوق سره خورو خو قلمي توتان پوره نه لرو او زموږ ناراسته ولس دا خځک توتان به نه قلمول.
خځک توتان د قلمي توتانو څخه خواږه دي خو په کلي کې خلک د خځک توتانو خوړل شرم بولي. بیا یو قسم تور توتان دی د تورو توتانو خوراک شرم د پاسه شرم بولي.
موږ شرم نه پیژنو چې شرم څه ته وایی په پور پیسې اخلو خو کار نه کوو.
لیکنه مې اوږدیږي څه وکړم زړه مې ډک نه بلکه شین دی.
تاریخ کې مې لوسته چې انګریزانو سره په لومړۍ او دوهمه جګړه کې زموږ ټټارانو د جزائیل په نامه ټوپکونه جوړول چې د انګلیسي ټوپک څخه به زموږ ټوپک نښه رسا او لیرې ویشتلی شوه.
انګریزان زموږ د ټټارانو په لاس جوړ شوی ټوپکو څخه ډیر په تنګ راغلل (یو انګریز ویلی چې د جزائیل ټوپک اواز راباندې لکه د توپ ډز لګیږي).
انګلیسیان په دې فکر کې شول چې دا ټوپک څنګه ورک کړي. نو یو پروپاګند یې پیل کړ چې جزائیل ټوپک چې څوک جوړوي دا ډیر سپک خلک دي چې ټټاري د ډیر شرم کار او کسب دی. دا پروپاګند دومره پراخ شو او دومره لوی کار یې وکړ چې زموږ ټټارانو د خپل ټوپک جوړولو څخه بېزاره شول. همدا د شرم پروپاګند دومره پراخه شو چې بیا عام هنر باندې خلک شرمېدل لکه کولالي، جولاګري، زرګري، اهنګري…. چې تر ننه دا کلتور عام دی.
زموږ لیکوالانو ته په کار دي چې د دې منفي کلتور په ضد لیکنې وکړي تر څو دې منفي کلتور ته د پای ټکی کیښودلی شي چې هنر نه باید شرم بلکه خلک پرې وویاړي لکه په لویدیځ کې د یو سړي څخه د نوم پوښتنه وکړۍ نوم به یې زرکر وي، نجار، ټټار، اهنګر…. وي چې ورڅخه بیا وپوښتنې چې زرګر یې؟ وایی نه پلار مې زرګر وو.. همداسې د نورو کسبونو نومونه به د ځان ویاړ بولي.
حمزه بابا وایي:
چې د سیال لاپې وهې وایه هنر دې څه دی؟
د روسانو او امریکایانو یرغل سره چې افغانان مهاجر شول په هجرت کې تعلیم یافته افغانان په شاقه کارونو بوخت وو ولې چا چې یو لږ و ډیر هنر یاد وو ولو که نالی توب هم وو یا په همدې کسبونو چې پورته یاد شول څه پوهېدل. ډیر ښایسته کارونه یې پیدا کړل چې ډیر ارامه خپل ژوند یې په هجرت کې پیل کړ.
درنو لوستونکو خبره به لنډه کړم!
هغه ولسونه او ملتونه رسېدلی دی چې کار ته یې کار ویلی دی پخپله لاس په کار شوي دی. خپل هېواد یې پخپلو لاسو، پخپلو کمو امکاناتو اباد کړی دی. لوی الله تعالی دې دا توفیق موږ ټولو ته راکړي چې خپل هېواد خپله اباد او خپل ملت ښاد کړو .
امین
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.