وېلسن: ط.. /البان ولسي ملاتړ نه لري

339

په افغانستان کې د امريکا متحده ايالتونو پخواني شارژدافير راس وېلسن خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، ط.. /البان داسې ولسي ملاتړ نه لري چې دوی او د هېواد په کچه د ستونزو پرمهال پرې تکيه وکولای شي.

وېلسن له سکای نيوز سره خبرو کې ويلي، ط.. /البان د دې لپاره واک ته نه دي رسېدلي چې ډېری افغانانو غوښتل، بلکې دوی په ستونزمن او دوامداره ډول جګړه وکړه چې هېڅ چا ورته چمتووالی نه درلود او له همدې امله افغانستان اوس له ستونزو سره مخ دی.

دغه امريکايي ډيپلومات چې د جمهوريت پرځېدو پرمهال يې کابل کې د امريکا متحده ايالتونو د سفارت مسؤليت په غاړه لره، زياته کړې يې ده، چې د جمهوریت بېړني پرځېدو خپله ط.. /البان هم حيران کړي ؤ.

د نوموړي په وينا، ط.. /الب مشرانو امريکايانو ته ډاډ ورکړی ؤ چې جنګيالي به يې کابل ته نه ننوځي، خو داسې ونه شول.

وېلسن د خپلو خبرو په دوام ويلي، دی فکر کوي چې په افغانستان کې د بدلون لپاره ميليونونه روزل شوي کسان موجود دي.

وېلسن داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د ط.. /البانو د واکمنۍ موده يو کال ته په نږدې کېدو ده او هېواد د جدي اقتصادي ناورين ترڅنګ له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.