ایا موږ یو ملت یوو؟

ن.ا.ق

668
ملت خو د ترکیې و چي د پاچاګښتۍ/کودتا د ټانګونو ټایرونو ته پرېوتل، ملت خو د اوکراین و چي د خپل پوځ او ولسمشر ملا یې ور وتړله، ملت خو د افریقایي وږو ـ تږو هیوادونو دی چي په نیم نس هم نه دي ماړه، خو که یې چا هیواد ته په بدو وکتل، سترګي یې ورڅخه راباسي.
موږ ځان ته په کوم جرئت “یو ملت” وایو؟ په شلو کلونو کي پر یوه بیرغ نه سوو سره راټول. ایا په پنجشیر، بدخشان او اکثریت شمال کي د تور ـ سور ـ زرغون بیرغ پر ځای د لېونیو بېګانه پرستانو/جنګي ډلو بیرغونه”!” نه رپېدل؟ ایا موږ یوه ملي سرود ته په اتفاق لاس پر سینه ودرېدلو؟ او د “وایو الله اکبر” ملکوتي ږغ مو ورسره زمزمه کړ؟ نه، نه او بیا هم نه.
نو؛
موږ “یو ملت” نه یو، یوازي یو پاشلی او توپکوال ولس یوو.
همېشه مو پردي جنګونه خپل کور ته راوړي دي، کله چي دښمن د خپل هیواد په مقابل کي د درېدو لپاره په یوه لاس کي توپک په بل کي ډوډۍ راته نیولې ده؛ موږ توپک ته لاس کړی دی.
نو موږ یو ملت نه یو او اوس هم نه یو، څلوېښت میلیونه یو او اتیا میلیونه مفکورې مو دي.
څلور وروڼه یوو؛ خو کور ته مو اووه دروازې ورکړي دي.
ن.ا.ق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.