نقیب الله اسحاق د دعوت مېډیا سره په مرکه کې

مرکه کوونکې: پتانه ژوند

1,325

پوهنه ده رڼا، وطن مو ښکلا
کتاب او قلم، زموږه رهنماء

په تیارو کې د ډېوې رڼا ته لاس نیول تر څو بله پاته شي د یو رڼا سباء په طمعه. چیرته چې هیڅ ډېوې وجود نه درلود.

 

ریښتینی خدمتګار ځوان فکر او احساس د ولس په درد غمجن او د وطن د ښې راتلونکې لپاره زحمت ایستوونکی نقیب الله اسحاق د دعوت مېډیا ۲۴سره په مرکه کې.

(دومره مې خلک تشویق کړي او لیوالتیا ښیي  چې په درس لوستلو کې وقفه نه غواړي او د جمعې د رخصتۍ سره علاقه نه لري.)

(لویه خدایه لویه خدایه – دا وګړي ډیر کړې خدایه)

پتانه ژوند: نقیب الله اسحاق صیب که لومړی سر کې ځان د دعوت مېډیا لوستونکو ته وروپېژنۍ  چې چیرته زیږیدلي یاست، زده کړي مو څومره او چیرته پای ته رسولې؟ او اوس چیرته اوسیږۍ؟
نقیب الله اسحاق: د ستر ذات په نامه!
پوره نوم مي نقیب الله اسحاق دئ، د حاجي خان محمد زړه سواند زوی یم، په ۱۳۷۲ کال کي چي د ۱۹۹۳ کال سره برابر دئ د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ تلوکان کلي کي زېږېدلی یم.
لومړنۍ زده کړي مي د کندهار ولایت اړوند په تلوکان اړوند کلي کې د خپل پلار څخه کړي دي، وروسته د همدې ولسوالۍ په مرکز کې د شمس الدین کاکړ لېسې ته شامل سوم، تر اووم ټولګی مي هلته زده کړي وکړې، وروسته په سیمه کي جنګونو او جګړو چې یو لوی ناورین ؤ اړ کړو، چې د کندهار ښار ته کډه سو، پاته زده کړي مې تر ۱۲ ټولګی پوري په مشرقي عالي لېسه کې وکړې او په ۲۰۱۱ کال کي له همدې ښوونځی فارغ سوم.
وروسته د کندهار پوهنتون ته د تعلیم او تربیې پوهنځی ته کامیاب سوم لوړي زده کړي مي همدلته وکړې او په ۲۰۱۶ کالي د همدې پوهنځی له پښتو څانګي څخه فارغ سوم.
فعلاً د کندهار ښار اړوند په شپږمه ناحیه کې اوسېږم.

پتانه ژوند: اسحاق صیب موږ ولیدل چې تاسو د وطن د ماشومانو لپاره یو ښوونځی جوړ کړ. څرنګه مو وکولای شوای او څرنګه دا فکر درته پیدا شو چې تاسو باید یو ښوونځی جوړ کړۍ هغه هم په اوسني وضیعت کې چې زیاتره ښوونځي تړل کیږي ایا د کورنۍ یا کوم بل چا ملاتړ هم درسره وو که دا هرڅه تاسو په خپل سر وکړل؟
نقیب الله اسحاق: زه هغه احساس چي همدې خاوري او زما درنې کورنۍ ماته راکړی دئ، دې ته اړ کړم، چي په تلوکان کلي کې چي فعلاً او په تېر وخت کي یې هیڅ ښوونځی نه درلود، تر ډېره د جنګ مرکز ؤ، یاد ټولګی چې اوس یې ما د دوهم ټولګی د پیل کار هم راپیل کړی دئ راپیل کړم.
زما سره د کورنۍ د غړو په خاص ډول د پلار تر څنک زما یو بل خوږ ملګری چي اوس فعلاً په بهر کي اوسي د ټولګی د شروع په اړه همکاري کړې.  ده
کله کله به زه به خپل کلي ته تللم، هلته به مي کوچنیان انجوني او هلکان لیدل، چي وچه ډوډۍ به یې په لاس کي وه، څیري کالي به یې اغوستي او زاړه چمپلان به یې په پښو وه، نو په حقیقت کې یې ډیر زور راکوئ لکه زما خپل د کور کوچنیان چې په یوه بد حالت کې وي، نو بیا ما تصمیم ونیو چي هر ډول کیږي باید د دوئ د ژوند هوسايي لپاره دا ټولګی فعال کړم، ماشومان هلته په ډېر شوق او ذوق راځي درسونه وايي، دوئ هلته ما دومره تشویق کړي او علاقمند کړي، چې کله کله یې ښوونکي وايي، چې د جمعې په ورځ هم درس ویلو ته راځي.

پتانه ژوند: او دا ښوونځی تاسو په خپل شخصي لګښت جوړ کړ که د بل چا مالي مرسته هم درسره وه لګښت مو ورته څرنګه پوره کړ؟
نقیب الله اسحاق: ما یو وخت د کوچنیانو د زده کړو په برخه کي د یونیسف سره درې کاله کار وکړ، زه د ټولګی د جوړښت او امکاناتو په اړه ښه پوهېدم، چې څه ته اړتیا ده او څه ډول دوامداره مخ ته تللای سو، نو دلته ما مټې راونغښتې، پلار مې د کلي د مشرانو او سپین ږیرو سره خبري وکړې هغوئ یې چمتو کړل او خپل د کلي کور مې همدې زده کوونکو ته د زده کړو لپاره وقف کړ، زما ملګری چې مخکي یې ما یادونه وکړه، چي په بهر کې اوسي هغه یې مالي برخه کي کومک وکړ، زده کوونکو ته مو د پیل سخت کار وکړ، موږ دوئ ته دیني او عصري کتابونه او قرطاسیه برابره کړه، ښوونکو ته مو معاش وټاکه، چې اوس لپاره دوه ښوونکي دي، یوه خیریه بنسټ ورسره د څو بستیو او بیسکوټو همکاري د یوې میاشتي لپاره وکړه.

پتانه ژوند: دا ښوونځی چیرته موقعت لري او د څومره ماشومانو ظرفیت لري؟ منځنی ښوونځي دی که لیسه؟
نقیب الله اسحاق:- دا ښوونځی د کندهار ښار څخه تر ۴۵ کېلومتره لیري د پنجوايي ولسوالۍ اړوند په تلوکان کلي کې دی د اوس لپاره یې لومړۍ ټولګی روان ده، چې لږ وخت کې دوهم ټولګی ته اوړي، موږ اوس په دې لټه کي یو، چې د دوهم ټولګي لپاره تدابیر ونیسو او خپل تر وسه امکانات ورته برابر کړو، اوسنئ لومړۍ ټولګی به دوهم ته ځي او نوي زده کوونکي به اول ټولګی ته راځي.
زما پلار او کورنۍ زما سره په دې برخه کي همکاره دي اوس مو کار شروع کړی، چي دوهم ټولګی لپاره صنف یا اطاق په ښه ډول برابر کړو، دلته موږ تر څلورو ټولګیو پوري هم ځای لرو.

پتانه ژوند: په یاد ښوونځي کې څومره ښوونکو ته اړتیا ده  او فعلاً څومره ښوونکي په درس ورکولو بوخت دي او د ښوونکو معاشونه، د زده کوونکو کتابونه داسي نور د ضرورت وړ توکي ورته څرنګه برابروی؟.
نقیب الله اسحاق- د اوس لپاره دوه ښوونکي موږ مقرر کړي، چي یو یې د دیني او بل یې د عصري زده کړو تدریس ورکوي، معاشات یې زه او زما همکار له خپلو شخصي امکاناتو څخه برابروو، د بل ټولګی په امادګیو کي یوه برخه دا هم ده، چي موږ باید یو نوی او تکړه ښوونکی مقرر کړو، چې تعداد یې درې سي.
زده کوونکو ته موږ په اوله میاشت کې لس زره افغانۍ د دې لپاره خپلي شخصي برابري کړې، چي د دوئ صنف ته فرش، تخته او قرطاسیه برابره کړو، هغو توکو ته یو وار اړتیا وه اوس بیا اړتیا نه ده پیدا سوې.

پتانه ژوند: په دې ښوونځې کې صرف هلکان درس لولې او که نجوني هم شته؟
نقیب الله اسحاق:دلته تقریباً هره ورځ حاضر ۴۵ زده کوونکي وي، چې نیمايي یې انجوني دي، دوئ کم عمرونه لري ټول ګډ درس وايي.

 

پتانه ژوند: یاد ښوونځې په کوم نوم سره یادیږي یعني تاسو ورته کوم نوم غوره کړی. زیاتره خلک چې ښوونځي جوړ کړي ورباندي خپل نوم ږدوي  او کوم نوم چې تاسو ورته نومولی  په دې نوم ورکولو سره مو پیغام څه ده؟
نقیب الله اسحاق: د نوم په برخه کې یې ما تر اوسه کوم تصمیم نه دئ نیولی، ځکه دا اوس یو ټولګی ده، چي د خیره سره امکانات ډېر سول او نوري ټولګي شروع شول بیا به یې پر نوم هم فکر وکړم.

پتانه ژوند:  دا ودانۍ په څومره متره ځمکه کې جوړه شوې څو خونې یا څو صنفه ده او ځمکه ستاسو خپله وه که د کوم بل چا لخوا درته هدیه شوې او بل په کندهار کې د اوبو ګل ډیر ټیټ شوی څرنګه  د همدې سیمې یا ځمکې  اوبو ته لاس رسی شته ځکه ماشومان خو ډیر ژر ژر تږي کیږي هم؟
نقیب الله اسحاق: دا ودانۍ څلور خونې او یو تشناب لري، زما د پلار او نیکه کور پاته سوی دئ، زموږ خپل دئ او د اوبو په برخه کي یې تر اوسه ستونزه نسته، هلته د سولر په واسطه اوبه ورته راکاږو.

پتانه ژوند: څرنګه په همدې عمر کې چې موږ ګور ماشاء الله تاسو ډیر ځوان یاست زیاتره خلک به فکر کوي چې عمر ډیر شي ټول ضرورتونه دي پوره شي بیا له انسان سره داسي د خدمت کولو فکر پیدا کیږي فکر نه کوم تاسو به د ژوند ټول ضرورتونه پوره وي او تاسو څرنګه تر هر ضرورته دا اړینه وګڼله چې یو ښونځی جوړ کړۍ او د دې مظلوم ملت غمخوار او د یوسپیڅلي کار بنسټ ایښودونکی شۍ؟
نقیب الله اسحاق: ما مخکي هم وویل دا زما د پیدایښت سیمه ده، زما خپل هغه حالت را په یادیږي چې ما به هیله درلودله چي د پلار په شان خط ولیکم او درس ووایم، زما پلار په همدې سیمه کي د خپل درس او خط په واسطه ډېر مشهور ؤ، د سیمي د خلکو اړتیاوي به یې پوره کولې، نو زما هیله چې پوره سوه زه پوهېږم چې دا کوچنیان هم همدغه زما هیله لري، زما خو پلار دا هیله راپوره کړه د دوئ که ما نه وای پوره کړي چا به پوره کولای؟
زموږ خواهیشات زموږ شخصي او د یوه شخص دي، خو د نورو هیله پوره کول هم ثواب او هم خرما دي.

نقیب الله اسحاق

تر ټولو مهمه دا ده چې الله او د هغه بندګان خوشحاله کړو، زه مطمئین یم چي زما دې کار کې ما همدا تر لاسه کړل.

پتانه ژوند: اسحاق صیب! فکر کوم تاسو  په هیواد ټلوېزون کې دنده مخته وړه اوس هم د کومې رسنۍ سره دنده مخته وړۍ فعلاً څه مصروفیت لرۍ؟
نقیب الله اسحاق: هو ما د ښوونځی د فراغت څخه وروسته او د پوهنتون په جریان کې د هیواد ټلوېزیون او بېلابیلو رسنیو سره د خبریال او پروډویسر په حیث دنده اجرا کړې، خو د وروستي بدلون وروسته چې حکومت بدل سوی بېکاره سوی یم. اوس د ګرافیک ډیزاین او عکاسۍ له طریقه خپل ورځنۍ چاري مخته وړم.

 

پتانه ژوند: اسحاق صیب په شخصي ژوند مو راته ووایاست فکر نه کوم تاسو دې ازاد خیاله نه یاست ځکه زیاتره اوسني ځوانان ازاد خیاله دي د میني او په خپله خوښه د ودونو پلویان دي تاسو څنګه کله مین شوي یاست د ځان سره کوم داستان د بیلتون، وصال خاطرې، یاداشتونه لرئ؟ واده مو څرنګه شوی بچیان لرۍ. ؟

نقیب الله اسحاق: زه د خپل خوښي واده کولو په برخه کي هیڅ ستونزه نه لرم، څه ته چې اسلام اجازه ورکړې وي هغه کي به موږ بدنیتی او بد فکر څنګه ولرو؟
زه مئین سوی نه یم چې حقیقت سي زما ژوند ډېر کاري برخه کي پاته سوی دئ داسي کوم څه مي په ژوند کي نه دي راغلی.
کله کله فېسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو کي د میني او بېلتون خبري لیکم، خو هغه زما شوق زما د پوهنځی چې ما ادبیات وویل د هغه سرمایه ده.
واده مي پلار او مور راته کړی، ورسره خوشاله یم، درې اولادونه (عاقله، احمد ارین او عاطفه) لرم.
پتانه ژوند: ډېره مننه محترم ویاړلی نقیب الله اسحاق چې د دعوت مېډیا ۲۴ بلنه مو ومنله او په خپلو خدمتونو فکر او ژوند مو راسره معلومات شریک کړل. څه پیغام لرۍ ځوانانو ته کوم چې دې وختونو کې یې ژوند ستونزمن شوی څه باید په نظر کې ونیسي چې یو څه دې ځوریدلي وطن ته وکړي او ستاسو ته ورته سپیڅلي کارونه مخته یوسي؟

نقیب الله اسحاق: ستاسي څخه هم مننه، چې زموږ د کړنو د ستایني په موخه مو وخت راکړ، موږ هم ستاسې د کارونو او ابتکاراتو ستاینه کوو.
پیغام مې دا دی چې موږ یوازي پر ځان حق نه لرو د ټولني لوېدلې او ناچاره طبقه هم پر موږ حق لري، راسۍ هر څوک تر خپل وس افغانستان او اولس ته کار وکړو.
مننه

ضروري یادونه: 

هغه هېوادوال چې غواړي د دې وړوکي ښوونځي او د خیر په کار کې د غو بېوسه ماشومانو مرسته وکړي، ستاسو لږه مرسته به د ډیرو ماشومانو ژوند بدل کړي. نو د ښاغلی نقیب الله اسحاق سره په لاندې شمېرو په اړیکه کې شئ:

93711111983 +

93700343612+

May be an image of 11 people, child, people standing and people sittingMay be an image of 1 person and childMay be an image of 6 people, child, people sitting, people standing and indoorMay be an image of 6 people, child, people sitting and people standingMay be an image of 8 people, child, people sitting and people standingMay be an image of 11 people, people sitting, people standing and outdoorsMay be an image of 11 people, child, people standing and people sittingMay be an image of 6 people, child, people sitting and people standing

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.