پيشکار د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د مسجد درې هغه کلی دی چې د څلګریو، بیانانو، صافیانو او عزیز کلا په منځ کې پروت دی، له منځه یې د بوم (بام) کلي لار تیریږي په کې نوري، مایار او اقاخېل قومونه ژوند کوي، تر سلو ډېرې کورنۍ په کې د ورورۍ ژوند کوي اوس موږ د دې کلي پر نوم لنډه څېړنه کوو چې په ذکر شوې بڼه دا ویوکی پښتو لرغونی نوم دی چې د دوه کلیمو په پېلو سره پېش او کار څخه منځ ته راغلی دی.
لومړۍ کلیمه (پېش) دا هغه لنډون دی؛ چې د پشت، پشتې، پښت، پوښتې، پښتۍ او پوښ له کلیمو سره تړاو لري کوم چې هر یو یې ځانګړې مانا لري په ترتيب سره د سیمې په ژبه په کرنیزو ځمکو کې مایله برخه، غونډۍ لکه کلوله پشته (ګرده غونډۍ)، پښت (پښتون) او د نسب سلسله دواړه مانا لري خو دلته یو څه چې زه یې زیاتول غواړم هغه دا دي د پښتون قوم ژبه نسبت همزولو ژبو ته زیاته مخینه لري چې کومه څانګه ترې بېله شوې نه ده، غونډۍ، د انسان د بدن یوه برخه یا د کتابونو کایې او کڅوړه ده.
دویمه کلیمه (کار) دا هغه اوښتون دی؛ چې د ګار او ګهر په کلیمو کې یې چې د غره او کور دې مانا څرک وینو غر او غونډۍ دواړه یو ځای راتلای نه شي تقریبا یوه مانا لري نو له همدې مخې څرڼګه چې د پښتې کلیمه مخ ته راغلې ده نو د پښتو د ګرامر له مخې لکه د خوات دره ځانګړی نوم له عام نوم څخه د مخه راغلی دی دلته هم پښته (ځانګړی) او ګهر(کور) عام نوم دی چې د څو ګهرونو يوځای کېدو څخه کلی منځ ته راځي او بلخو د ترڅنک موږ په سیمه کې فزیکي لید له مخې هم سر ورښکاره کوو له نچوړ وروسته پایله یې د غونډۍ کلی یا د پښتې د کلي پر نوم راټولوو .
د بېشکار په بڼه که د فارسي ژبې په قاموسونو کې وګورو، مانا یې هغه کار ته ویل ته کیږي چې کوم ځانګړی عاید ونه لري خو موږ ځګه پارسي ژبه دلته معیار بللی نه شو ؛ د دې قوم اوسېدلو کوم شالید پر دې ځمکه نشته بلخوا زیاتره وخت لهجوي او املايي تېروتنې د دې لامل کیږي چې له یوې ژبې بلې ژبې ته واوړي د سوابقو په نشتون کې د نوم اصلي مانا ورکه شي او داسې معیار له مخې پرې شننه کیږي چې د سیمې جغرافیایي جوړښت او د پېښلیک یادښتونه په حاشیه کې پاتې شي او بې ربطه څه ترې جوړ شي .
شک هم کیږي دا نوم به له پوشکر څخه اخستل شوی وي، دا هغه پاچا و چې د لومړي ځل لپاره یې د ګندهارا د سیمې د پایتخت پشکلاوتي (پېښور) د ښار بنسټ کېښود. له دې ځای سره تړاو دا دی څرنګه چې پېښاور د هېواد د ټولو سیمو په نسبت ډېر ګرم دی، د همدې هوا له کبله د ژمي پلازمینه پاتې شوی دی، په داسې حال کې چې د ساړه اقلیم لرونکې سیمو کې تودوالی ځانګړی ارزښت لري له همدې مخې پېشکار نسبتا د مسجد د درې نورو کلیو ته یوڅه اندازه ګرمه هوا لري، سیمه یې لمرمخې ده ، کښتونه یې تر نورو وړاندې رسیږي، د دره یې ژمنیو بادونو څخه څه اندازه خوندي دی نو د وخت د سیمې خلکو به د پوشکر کلا نسبتي نوم ورکړی وي چې په لنډون ترې پېشکار جوړ شوي وي .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.