نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني

446

جرمني کې لاریون کوونکي: نړیواله ټولنه دي د ط.. /البانو حکومت په رسمیت نه پيژني.

د المان پلازمېنې برلین کې یوشمېر مېشتو افغانانو د لاریون په کولو سره د المان له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې ط.. /البان په رسمیت ونه پېژني.

دوی د سیمې پر هېوادونو غږ وکړ چې پر ط.. /البانو فشار راوړي څو ټولګډونه حکومت جوړ کړي، د ښځو د کار او زده کړو حق ورکړي او لګېدلي بندیزونه له هغوی لرې کړي.

دغو لاریونوالو په کابل کې د پارونۍ ښځینه لاریون کوونکو څخه ملاتړ وکړ او ط.. /البانو لخوا يې د وسلو په زور د لاریون مخنیوی وغانده.

په المان کې د شوي لاریون ګډونوالو وویل، د ط.. /البانو د واکمنۍ په تېر یو کال کې افغانانو خپلې ټولې لاسته راوړنې له لاسه ورکړې، له ښځو د کار او زده کړو حق واخېستل شو، ملي ارزښتونو زیان وموند او د بیان ازادي له منځه لاړه.

دوی پرنړیوالو هم نیوکه وکړه چې تر اوسه یې د افغان مېرمنو د حقونو لپاره هغه ډول چې پکار ده عملي اقدام نه دی کړی او یوازې یې په شعارونو او اعلامیو بسنه کړې ده.

“نړیوالو په تېر یو کال کې افغانان او په ځانګړي توګه افغان مېرمنې له پامه غورځولي او حتی اوس د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانيستلو لپاره ګړندی ګام نه پورته کوي”.

دغه لاریون داسې مهال ترسره کېږي چې تیره ورځ په کابل کې هم یوشمېر مېرمنو د کار، ډوډۍ او خپلواکۍ په شعارونو سره لاریون وکړ چې د ط.. /البانو لخوا پرې هوایي ډزې وشوې او مخنیوی يې وشو.

له دې وړاندې بشر حقونو د څار بنسټ په خپل راپور کې د ط.. /البانو یو‌کلنه واکمني د افغانانو لپاره په بشري او اقتصادي لحاظ له ناورینه ډکه وګڼله.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي و، چې د ط.. /البانو په واکمنۍ سره پر ښځو محدودیتونه لګېدلي او د هغوی حقوق تر پښو لاندې شوي.

ملګرو ملتونو هم په خپلو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ښوونځیو ته تګ د نجونو حق دی او هېڅ څوک باید له دوی دا حق وانخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.