د دوحې تړون یو ناورین و

449

ولسمشر محمد اشرف غني: د دوحې تړون یو ناورین و؛ نړیوالې ټولنې افغانان یوازې پرېښودل.

د افغانستان له واکه پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د ط.. /البانو او امریکا ترمنځ د دوحـ.ې تړون یو ناورین و او په افغانستان کې یې د سولې پروسه ګډه وډه کړه.

نوموړي له ‘سي اېن اېن’ خبري شبکې سره یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، دې تړون د سولې د هغې پروسې مخه ډب کړې وه چې افغانانو خپله پیل کړی و.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا له نوموړي سره دوکه کړې، ښاغلي غني وویل، نه غواړي د دوکې لفظ وکاروي، خو هیله لري چې امریکایانو به د خپلې تګلارې او ط.. /البانو سره د تړون پر پایلو فکر کړی وي.

محمد اشرف غني زیاته کړه، د افغانستان د راتلونکي په اړه باید په نړیوال کچه جدي بحث وشي، ځکه برخلیک یې پر سیمې، اسلامـ.ي هېوادونو او ټولې نړۍ اغېز کولی شي.

نوموړي ادعا وکړه چې ط.. /البان خپلو کې یو موټی نه دي او په افغانستان کې دا مهال لږ تر لږه د واک دوه مرکزونه موجود دي، خو وضاحت یې ونکړ چې دا دوه مرکزونه کوم دي.

ښاغلي غني یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې د ګېلې په توګه وویل، نړۍ او ناټو د اوکـ.رایین په جګړه کې د ولودمیر زېلېنسکي تر شا ودرېده، خو افغانستان یې یوازې پرېښود.

هغه وویل، د امریکا استخباراتي ادارې (سي ای اې) د روسیې د یرغل په اړه ولسمشر زېلېنسکي ته بشپړ مالومات ورکړي وو، خو له افغان حکومت سره یې د راتلونکي وضعیت په اړه یو سند هم نه و شریک کړی.

ښاغلی غني دا تازه مرکه پر داسې مهال کړې چې دوشنبه (د اګست پنځلسمه) پر کابل د ط.. /البانو د واکمنۍ او له افغانستانه د ښاغلي غني د وتلو یو کال پوره کېدونکی دی.

د افغانستان پرځول شوی ولسمشر وایي، په هېواد کې د وینې تویېدونې د مخنیوي لپاره یې پرېکړه وکړه چې له هېواده ووځي.

په تېر یو کال کې ط.. /البانو پر افغانستان خپله واکمنۍ ټینګه ساتلې، سرپرست حکومت یې جوړ کړی او موقته کابینه یې هم ټاکلې ده.

سره له دې چې د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه افغانستان کې د ط.. /البانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو دیپلوماتان وخت نا وخت له ط.. /البانو سره ناستې کوي او پر بېلابېلو موضوعاتو غږېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.