!دا خبره یاده ساتئ

عبدالهادي هادي

593
ماته او بری د ملتونو په ژوند کې خامخا راځي، د دنیا تاریخ له داسې پیښو ډک دی، افغانستان هم له دا وړ پیښو نه شي مستثنی کیدای، خو ملتونه هغه وخت نابودېږی چې تر لوېدو وروسته راپورته نه شي. افغان ملت له غورځو پرزو ډک تاریخ لري، دې هیواد حداقل په وروستیو سلو کلونو کې دوه ځلې دمخه ماته تجربه کړېده او چې له تاریخ نه یې زده کړه ونه کړه دا دی د درېیم ځل له پاره هم ماته پر ځان تجربه کوي.
موږ د ملت په حیث نه شرق ته ماته ورکړې نه غرب ته، نه مو شرق له پښو غورځولی نه غرب ، بلکه درې ځله مو ځان ته ماته ورکړېده، درې ځله مو په خپل کور کې یو بل له پښو غورزولي دي، ځکه د شرق برجونه او ماڼۍ هم پر ځای دي او د غرب هم، د شرق ملتونه هم ماړه او پر ځان بسیا دی او د غرب هم ، خو زموږ نه برجونه پاتې،نه تاسیسات او جوړښتونه، نه هم هډونه.
موږ درې ځلې له یوه استقامته، له یوې لارې، په یوه طریقه، له یوه آدرسه، مات شوو، ووژل شوو، تکه تکه شوو او له پښو وغورځېدو.
پنجاب درې ځلې موږ د پولې ټک ته کینولو، خو موږ لا هم پر ځان ونه پوهېدو.
خو دا ځل دې ملت خپل دښمن پیژندلی دی، دا ځل دا ملت هغه پخوانی ملت نه دی، دوی هر څه ګوری خو بدبختي دا ده چې دنیا یې لاس او پښې ورته تړلي او هست و بود یې ورته تروړلی بیا یې دښمن ته په خوله کې ورکړیدی.
دا خبره یاده لرئ چې دا ملت به بیا راپاڅیږي، موږ به یو که به نه یو ، خو دوی به خپل صفونه او قامتونه سموي او دا ځل به د تل له پاره سرافرازي او تاریخي سرخرویي ګټي.
له ناپاکستان سره د دې ملت عقدې دومره ډیرې دي چې د یوه هیواد په توګه ګاونډیتوب ورسره ناممکنه دی .
دا ملت له پاکستان سره د اړیکو فقط یوه لاره لري د دښمنۍ، جنګ او تاریخي تصفیې! حتی که دا اوسنی پنجاسپی ټالیب هم حاکم وي له پاکستان سره به محدود کلونه د غلامي او بادارۍ رشته وپالي خو آخر به هم په دښمنۍ ورسره اوړی!!!
د اګست پنځلسمه د افغانستان د تاریخ توره ورځ.
د اګست پنځلسمه د پنجاب د لاسپوځو په لاس د یوه آزاد او سرلوړي ملت د ماتېدو او د یوه لوی هیواد د غرقېدو ورځ.
د اګست پنځلسمه د معارف او علم پر ضد د جهل او جهالو د شبخون غملړلې ورځ.
د اګست پنځلسمه د افغان ښځو او جنکو پر مخ د ښوونځیو او دفترونو د تړلو توره ورځ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.