زړى دى

استاد عمر پاڅون  

142

ستا لوپټه ستا ګاڼى ستا  جامى زړى دى

زما واسکت ، څادر، کپړې زړى دى

په کور کى ګرم خواړه نشته دى

زموږ سابه، ډوډۍ، شړومبى زړى دى

د غريبۍ زور پر موږ نه رسيږى

قاب، کاسه، چینک، پيالى زړى دى

 سورۍ سورۍ زموږ شړۍ او درۍ

زموږ کټونه، توشکونه، بسترى زړى دى

 ملت غريب، وطن غريب، کلتور غريب دى

زموږ کلى، کورونه، کوڅى او  اديرى زړى دى

جنګ کى پيدا جنګ کى زاړه شولو

زموږ جنګونه زموږ جګړى زړى دى

 پاڅونه! په اميدو کى خپل ژوندون تيروو

په اميدو کى مو لوړى حوصيلى زړى دى

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.