جرمي، حقوقي او عدلي ارواپوهنه

لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

1,215

سرېزه:

لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

کریمېنال سېکالوجي یا جرمي ارواپوهنه د انسانانو داخلي تجربې، فکرونه، تخیلونه او د هغو خلکو له سلوک او چلند سره سرو کار لري، کوم چې قانون ماتوي. جرمي ارواپوهنه عقاید، افکار، نیتونه، غبرګونونه او ټول هغه څه مطالعه کوي، کوم چې د جنایې کړو وړو سره تړاو لري. جرمي ارواپوهنه د جرم بهیر په څېړلو باندې تمرکز لري‌. جنایي اروپوهنه د جرم په اړه وضاحت ورکول، تشریح کول او پوهیدل دي، جرم څنګه، ولې پېښ شوي او مخنیوي یې څنګه کیداې شي.

کریمېنالوجي یو لاتیني توری دی ٬٬ crimen٬٬ تور، اتهام، ګناه او جرم مانا ورکوي.٬٬لوجي٬٬ پوهنه. جرمپوهنه د یوه تجربوي‌ علم په توګه جرمي ارواپوهنېزه لیکلي راپورونه، بیانونه، علمي تیوري، څېړل شوي ارزونې او مشاهدات د تجربو له لارې سره پرتله کوي او ازمویې. د دې تجربوي علمي میتودونو لپاره د ټولنپوهنې تجربوي میتودونه شتون لري. جرمي ارواپوهنه د جرمونو د مخنیوي او د مجرمینو درملنې ته وقف شوي ده. همدا ډول څېړي، جرم څنګه رامنځته کیږي‌ او جرم څنګه د ارواپوهنېزو میتودونو په مرسته کشف کیدلې شي. کریمېنالوجي د رواني یا د عقلي او عصبي درملنې، د ارواپوهنې، ټولنپوهنې، حقپوهنې، قانونپوهنې، پولیسپوهنې، پولیسي ارواپوهنې، بیولوجي، کیمیا، فزیک او له اقتصاد سره نږدې اړیکې لري. د کریمېنالوجي اصطلاح د کریمېنالستیک سره توپیر لري. خو دواړه علوم د یو بل سره د مرستندویه علومو په توګه کتل کیداې شي.

په داسي حال کې چې د کریمېنالستک لومړې موخه د جرمونو لاملونو او د څرګندیدو ډولونو په اړه یوه عمومي پوهنه او لاسته راوړنه ده، څو د انفرادي جنايي قضیو په حلولو کې مرسته وکړي. د کریمېنال تخنیک موخې د جنایې جرمونو په اړه شواهد چمتو کول، پلټل، پیژندل او د جنایې جرمونو د مخنیوی، په وړاندې یې مبارزه او روښانتیا رامنځته کول دي. د جرمپوهنې مرکزي مفهوم جرم، مجرم، د جرم قربانیان او د جرم کنټرول او د جرم مخنیوي دی. جرمپوهنه د ټولنې د وګړو جرمي سلوک او چلند توضیح کوي، وړاندوېنې او مخنیوي په اړه بحث کوي. همدارراز د بېلابېلو بندېزونو بڼې اغېزې او د مجرمینو سره ځانګړي چلند او د درملنې ځانګړي شرایطو په اړه بحث کوي. همدا ډول د جنایي جرمونو قربانیانو سره همدا ارواپوهنېزه ډیسپلین نږدې تړاو لري.

زموږ په ټولنه کې په وار وار بیا بیا وحشتناکه زړه بوږنونکي له تصوره وتلي ظالمانه جنایتونه او جنایي جرمونه ترسره کیږي. ځېنې اصلأ په هیڅ ډول منطق نه لري. دلته دا پوښتنه راپورته کیږي: ٬٬ څوک کولي شي داسي یو جرمي جنایي عمل ترسره کړي‌؟. په دې اړه یوه نسبتأ ځوانه ساینسي پوهنه کریمېنال سېکالوجي یا جرمي ارواپوهنې د ځان لپاره دنده ټاکلي، څو همدې پوښتنو په اړه ځوابونه ومومي.

د هر جنایي جرم ترشا یوه جرمي مفکوره شتون لري. که څه هم دا استدلال خورا ساده ښکاري، خو په دې اړه جنایي ځېرک او هوښیار پلټونکي مامورین په زیاتیدونکي توګه د ارواپوهني له میتودونو څخه کار اخلي، تر څو د مجرم جرمي انګېزه مالومه کړي. د بېلګې په توګه د ارواپوهنې رواني راپورونو له مخې، په ځانګړي ډول د مجرمینو پروفایلونه څیړل کیږي. بل هیڅ عدلي او حقوقي ډسپیلن دومره ضدو نقیض تناقضونه نه دي رامنځته کړي، لکه جرمي ارواپوهنې.

د جرم پروفایلنګ جوړولو لپاره ډیري علمي جنایي څیړنې، ډیر جنایي فلمونه، سیریالونه، جنايي ناولونه او کتابونه مطالعه کیږي. دا ټول د پروفایل په اسطورې جوړښت کې مهم رول لوبوي. د دا ډول کیسو لوبغاړي یا د جنايي قضیو مرتکبین اکثرآ په ټولنه کې د منځنېۍ کچې څخه لوړ خلک وي، داسي بریښي چې د دوی په مخونو کې بدي مخکې لیکلي شوي وي. د دوی جرمونه دومره کړغیړن او ناوړه وي، چې د یو عادی انسان لخوا نه شي ترسره کیدای، تر څو هغه په خپل ځان کې حیواني او شیطاني خواص ونه لري.

کریمېنال ارواپوهان هغه لاملونه څېړي، کوم چې د جرمي عمل او چلند لامل ګرځي. جرمي ارواپوهان د مرتکبینو او قربانیانو د ارواپوهنې سره په ژوره توګه سرو کار لري. په ورته وخت کې دوی په ټولنه کې د جرم په اړه ژورې څېړنې ترسره کوي او د جرمي عمل د مرتکبینو څخه پروفایلونه جوړوي. یو جرمي ارواپوه د مجرم روحي او رواني حالت د تر سره شوي جرم په وخت کې څېړې او پلټي. جرمي ارواپوه پلټي، چې جنایي مجرم د جرم ارتکاب په وخت کې د اداراک ځواک یا د شعور په اختلال اخته و که نه.؟ کولي شو ووایو، چې یو جرمي ارواپوه د پېښې د شالید روښانولو په اړه فکر او څېړنې ترسره کوي.

پولیسي ارواپوهنه د کریمېنالستک یوه برخه ده، کریمېنال ارواپوه د پولیسو جنايي مامور سره نږدې کار کوي. د هغه تجربې او مشاهدات مرسته کوي، څو د مجرمینو په اړه سم قضاوت وشي او د جرم شدت مالوم شي. جرمي ارواپوه نه یوازې جرم، بلکې د جنایت لاملونه څیړي او رابرسېره کوي.

په نړۍ کې په دې ورستیو کلونو کې د جرمي ارواپوهنې، حقوقي ارواپوهنې او عدلي ارواپوهنې په اړه د ډېرو خلکو پاملرنه او لیوالتیا زیاته شوي ده. په دې لیکنه کې یوه هڅه کیږي او تشریح کیږي، چې څنګه کریمېنال، حقوقي او عدلي ارواپوهان کار کوي، دوی د روانې مجرمینو سره څه ډول چلند کوي او څنګه په قانوني اجباري توګه یو روانې مجرم د هغه ارادې خلاف روانې کتنځایونو ته لیږدول کیږي او دغو روانې ناروغانو ته په عدلي ارواپوهنیزه درملنې کتنځایونو یا رواني روغتونو کې څه ډول چلند، ارواپوهنېزه مرستې او اصلاحي لارښونې کیږي‌.

د جرمي ارواپوهنې لنډ تاریخ

د کریمېنال سېکالوجي په اړه لومړنی لیکنې یوه فرانسوي په نامه دې پیټاوال پیل کړي دي. په 1934 کال کې هغه د مشهورو او په زړه پورې حقوقي جنایي قضیو یوه ټولګه چاپ کړه. د نولسمې او شلمې پېړۍ په پیل کې د جرمي ارواپوهنې مخکښان ايټالویان هر یو لومبروسو، هانس او همدارنګه ایریک ولفین او ګزستاف اشفنبرګ وو.

په 1904 کال کې اشفنبرګ د جرمي ارواپوهنې او د جزا قانون ریفورم لپاره یو ژورنال تاسېس کړ. دغه ایټالوي مخکښان ارواپوهان نه ول، بلکې حقوقپوهان او ډاکټران ول.

د 1900 څخه تر 1920 کلونو پورې د جرمي ارواپوهانو څېړنې په عمده ډول د جرمي عمل د تورنو کسانو او د عینې شاهدانو شهادتونو او بیانونه سره پرتله کول. خو په يوه جرمي عمل کې یا د مجرم شخصیت د ارواپوهنې له اړخه په کې له پامه غورځول شوي و.

د  1933- 1945کلونو ترمنځ اروپا کې د جرمي ارواپوهنې په برخه کې د دویمې نړیوالې جګړې له امله کوم مهم پرمختګ رامنځته نشو. د 1945 کال څخه تر نن ورځې پورې کریمېنال سېکالوجستان په اروپایي محاکمو کې د رواني مشاهداتو اظهارولو تصدیقولو، مسلکي نظر ورکولو، د رواني څېړنیز راپورونو، تجوېزونو، بیانونو د اعتباري ګرځولو او ارزونو لپاره ګمارل او رابلل کیږي.

د 1957 کالونو راهېسې ارواپوهان د ارواپوهنې له اړخه د مجرمینو د ګناه او بې ګنایې ارزونې پلټنې کوي‌، څو ومومي مجرم د جرمي عمل د ترسره کولو په وخت کې رواني ناروغي یا فکري اختلالات درلودل، که د سلیم عقل خاوندان و. د دې ډول ګناه ارزونې سره یوه نوې علمي حقوقي او عدلي ساحه رامنځته شوه. پخوا به په دې برخه کې یوازې د طب ډاکټران د متخصصینو په توګه د مجرم رواني روغتیايي حالت ارزونې لپاره ګمارل کیدل.

د1970  لسېزو راهیسې د مخدره توکو اړوند روږدي مجرمینو او د مخدره توکو سره په تړاو د جرمونو شمیر په زیاتیدو سره په مخدره توکو روږدو مجرمینو درملنه٬٬ د مجازاتو پر ځای د درمنلې٬٬ شعار پیل شو.

د1982  کالونو راهیسې په جرمني کې د یوې رسمې قانوي مقررې له مخې دا ډول روږدي متکرر مجرمین د توقیف مرکزونو څخه د اروایې عدلي درملنې مرکزونو یا د عقلي عصبي روغتونونو ته لیږدول کیږي. په دې برخه کې د ارواپوهنې متخصصینو ته دنده سپارل کیږي، څو دوی د بېلا بېلو میتودونو او تجربوي مطالعاتو له لارې محکمې ته د مجرم د جرمي مسوولیت پوښتنو په اړه ځوابونه، سپارښتنې، تجوېزونه او مسلکي نظر وړاندې کړي، چې ایا مجرم د جرم د ترسره کولو پر مهال رواني ناروغ، که د سلیم عقل خاوند دی.

جرمي ارواپوهان د مجرمینو دروني یا رواني کړه وکړه او چلند څخه مالوموي او هڅه کوي، څو ومومي چې مجرم د جرم ترسره کولو لپاره څه انګېزه او کوم دلیلونه درلودل.

کریمېنال سېکالوجي یا جرمي ارواپوهنه د عدلي ارواپوهنې یوه مهمه برخه ده. د دې تخصصوصي مسلک متخصصین هممهاله په دې پوښتنو باندې بوخت دي، کوم چې د ارواپوهنې او هم د جرمپوهنې سره تړاو لري.

نن په پرمختللي نړۍ کې د قتل په قضیو کې، د تښتونې يا جنسي تېرۍ جرمونو په قضیو کې د جنایي پولیسو تر څنګ ارواپوهان هم برخه اخلي. دوی په ګډه هڅه کوي او غواړي پوه شي، چې مجرم ولې دغه جرمي عمل ترسره کړي دی. هر قاتل، هر تیری کوونکی، هر اختطافګر په خپل ترسره کړي جرمي عمل کې یو څه له ځانه ښکاره کوي، چې ولې د جرم ترسره کولو دغه سیمه غوره کړي ده. ولې یې دغه قرباني شوي سړی ټاکلي دی، ولې یې چاړه، تومانچه یا ټبرګی کارولي دی. د جنایي پولیسو او د ارواپوهانو دغه پلاوې هڅه کوي، د داسي چلندي نمونو څخه د جرمي عمل پایلې راوباسي، چې اصلي مجرم څوک دی. د جرم انګېزه او ماهیت یې څه وه او چېرته کولي شي، مجرم وڅاري یا تعقیب کړي. جنایي پولیس او ارواپوهان په ګډه د دې پوښتنو د ځوابولو او مالوماتو راټولو ورسته د مجرم په اړه د پیژندنې یو فنټوم یا ګونګ انځور رامنځ ته کوي. د مجرم په لټون کې جنایې ارواپوهان په ډېر دقت سره خورا مهم دقیق مالومات راټولوي. په دې توګه دوی د مجرم په اړه یو ډول د پیژند انځور رامنځ ته کوي. هو موږ نشو کولي د جنایتکارانو یا مجرمینو په څېر فکر وکړو، خو موږ یوازې د مجرمینو په بوټونو او پل کې د تګ هڅې کولي شو.

د جرمي قضیې تحلیل او د مجرم پروفایلنګ جوړول:

د پروفایلینګ اصطلاح یوه امریکایې اصطلاح ده، چې د مجرم پروفایل کولو په نامه یادیږي. د مجرم پروفایلینګ جوړول د یوه ناپیژندل شوي یا نامالوم مجرم سلوک او چلند په ېوه پراخه هر اړخیزه توصیفې څیړنه کې یو جرمي عمل بیا رغول او تفسیر کیږي یا جوړیږي. د پروفایلینګ اصطلاح عمومأ FBI  ته منسوب کیږي. د نږدې دوه لسیږو راهیسې انګلیسي امریکایې ژبې نړۍ په دې موضوع باندې ډېرې لیکنې، خپرونې او جنایي فلمونه ډک کړي دي. په جرمي پروفایلونو کې د ارواپوهانو او د روانې درمنلۍ ډاکټرانو لخوا ډیرې په زړه پورې قضېې د پروفایل په توګه بیان شوي دي. پروفایلونه اکثرأ د زنځیري قتلونو او قاتلانو د پیژندنې او موندنې لپاره د پلټنو یو میتود دی. یو متخصص پروفایلر د رواني جرمونو پروفایلونه ترتیبوي. پروفایلر په هغه جنایی قضیه کې ګام اخلي، چیري چې جرمپوهان او د جرم پیژندني متخصصین پاتې راغلي وي. جنایي پولیسو د مجرمینو پروفایلینګ د جنایتکارانو په وړاندې مبارزه کې د یوې معجزوي وسلې په توګه کاروي، څو نا حل شوي جرمي قضیې پرې حل کړي. د جرمني فدرالي جنايي پولیسو په ادارو کې یو مسلکي پروفایلر د قضیې تحلیلونکي یا شنونکی په نامه بلل کیږي. په پروفایل کې د نامالوم مجرم د شخصیت ځانګړتیاوې او د چلند ستونزې او د ژوندانه شرایط تحلیل کیږي. دغه مشخصات ټول د مجرم تحلیلي پروفایل سره تړاو لري.

په 1888 کال کې تر ټولو لومړنۍ او پخوانۍ جنایې پروفایلینګ د داکټر توماس بانډ لخوا لیکلئ شوي دی. هغه د پیژندل شوي مشهور زنځېري قاتل ٬٬ Jack the Ripper ٬٬ احتمالي ځانګړتیاوي په ګوته کړي او هغه یې په کې شاملې کړې وې، دغه قاتل په لندن کې د پېنځو فاحشو ښځو د وژلو په تور تورن شوي و.

په 1943 کال کې لومړنې اصلي پروفایلینګ د پوهنېزو اساساتو سره په متحده ایالاتو کې د پوځي خدماتو په چوکاټ کې لیکلي شوي دی. ارواپوه ډاکټر والټر سی انګر ته دنده وسپارل شوه، څو د یوې پلټونکي څېړنېزې ډلې سره د اډولف هټلر د تحلیلي قضیې په اړه یوه جامع هراړخېزه روانې څېرنه ترسره کړي. څو د امریکا حکومت سیاسي تصمیم نیونکو ته د هټلر د روانې حالت ارزونې په اړه نښې نښانې او مالومات وړاندې کړي. د دې مهال د څېړنې څېړنېزه بنسټ د هټلر لیکنې او ویناوې وې او د هغو کسانو اظهارات وڅېړل شول، کومو چې هټلر یې شخصأ پیژندلو. د نن ورځې د جرمي ارواپوهنې له نظره، دغه نښې نښانې غیر معمولي او د منلو وړ نه دي، ځکه پروفایلینګ د ناپیژندل شوي مجرم په اړه رامنځته کیږي. خو د دغې روانې ډاکټر څېړنېزه پایلې د پاموړ وې، هغه د هټلر د ځان وژنې په صورت کې په اتو احتمالونو یا شونتیاوې باندې شکمن و. خو که موږ د نا پیژندلو شویو مجرمینو روانې پرفایلینګ اصل ته وګورو. په1970  کالونو کې د بل امریکایې روانې ډاکټر جیمز بروسل سره مخامخ کیږو. هغه په خپلو پروفایلونو کې د حل شویو جنایې قضیو په اړه لیکي دي. په تاریخي لهذ تر ټولو نوموتی پروفایلینک په 1950 مه لسیزه کې د „ Med Bomber“ د پېښې په اړه و.

په1972  کال د پروفایلینګ په تاریخ کې یو بل ستر پرمختګ هغمهال رامنځته شو، کله چې د عمدې قتلونو یا وژنو شمېرې په ډیریدو شوې او حل یې ناشونې شو. د امریکا په کوانتیکو ښار کې دFBI  په اکاډمۍ کې د مجرم د سلوک څېړنې لپاره یوه څانګه جوړه شوه. دلته په لومړۍ ځل په علمي میتودونونو کې د جنایي مجرمینو پروفایلینګ کول رامنځته شول.

په 1984 کال کې دFBI  یوه ځانګړی پولیسي واحد په نامه ٬٬ د تاوتریخوالی جرمونو تحلیل ملي مرکز٬٬ بنسټ کیښودل شو.  „ National Center oft he Analysis of Violent Crime „ (NCAVC)

د امریکا FBI  د پروفایل کاڼسپټ منځپانګې پوښتنلیک ډیره پراخ دی. د جرم تحلیلي راپور په نامه هم یادیږي. کوم چې د جرم په اړه ټول مالومات راټولوي او دا مالومات په مرکزي دفتر کې پروسس کیږي. دا تحلیلي راپور یا د جنايي جرم په اړه عمومي مالومات راټولول 186 پوښتنې لري. د پروفایلینګ یو څو عمومي کلیدي پوښتنو لیسټ په لاندې ډول دی:

د مجرم احتمالي عمر څومره دی؟

د مجرم احتمالي جنست نر که ښځه دی؟

د مجرم د پوستکی رنګ څه ډول دی؟

د مجرم تابعیت څه شي دی؟

د مجرم احتمالي پته یا چیرته اوسیږي ؟

مجرم څومره ځېرک او هوښیار دی ؟

ایا مجرم دنده لري او په کوم سکتور کې کار کوي‌؟

د مجرم مسلکی ژوند لیک یا کاري بهیر په څه ډول دی ؟

ایا مجرم واده کړي، د کورنۍ شراېط یې په څه ډول دي‌؟

د هغه احتمالي د ژوندانه چاپیریال، د هغه کور په ډول ښکاري‌‌؟

د مجرم ممکنه روانې جنسي یا د کوروالۍ حالت په څه ډول دی ؟

هغه څه ډول موټر یا ټرانسپورتي وسیله کاروي؟

د مجرم د جنایي جرم تر شا کومې انګېزې پرتې دي؟

ایا هغه احتمالأ جرمي پسمنظر یا جرمي سابقه لري، کله هم هغه ته پخوا د بند سزا اورول شوي ده؟

ایا هغه د جرم د ترسره کولو په وخت کې تخنیکي وسایل لکه ملفون کارولي دی؟

د جرمي قضیې تحلیل:

د جرمني پولیسو د عملیاتي قضیې تحلیلونکي د امریکایې پروفایل کولو په پرتله د جرم ډیرو نور اړخونو ته پام کوي. په پروفایل کې یوازې د مجرم په اړه څرګندونې او شهادتونه ارزول کیږي. خو د جرمني پولیسو د جرمي قضیې تحلیلول د پاموړ پراخ لیدلوری لري. دوی سمدستي د جرم په لومړی پړاو کې په جرمي قضیه کې ورداخلیږي. د مرتکب پروفایلول جوړول یوازې د جرمي قضیې تحلیل او څیړنې یوه برخه ده. په هر صورت د جنایې قضیې تحلیلونکي څانکې مسوولینو ته په لومړي پړاو کې نورې پوښتنې هم مخ ته ودریږي. د بېلګې په توګه، دلته واقعأ څه پیښ شوي دي؟. جرم څنګه پیښ شوي دی؟. د جرم په سیمه کې د مجرمي عمل نښې نښانې یا آثارو او علایم چېرته موندل کیداې شي‌. مجرم د مقتول جسد چیرې وړي دی. دا پوښتنه هم رامنځ ته کیږي، چې ایا د دې جرم عناصر د نورو ترسره شویو جرمونو سره ګډې اړیکې لري که نه ؟. لنډه دا چې د جرمي قضیې تحلیلونکي او شنونکي ترسره شوي جرم ته تر ډیره بریده په ټولیزه ډول ګوري. څو په ټوله قضیه باندې سم وپوهیږي او د جنایي قضیې ځانګړي عناصر وپیژندل شي. د قتل په پیچلو قضیو کې د جرمني د قتل کمیسیون د جرمي قضیې تحلیل کې د جرمي قضیې تحلیلونکی ډلې څخه مرسته غواړي. د جرمني د جرمي قضیې تحلیلو ټیم غړو شمېر د دریو څخه تر پېنځه کسانو پورې وي، دوی د جرم صحنې څخه یو انځور ترتیبوي، دا ګمارنه یا د جرمي قضیې انځو جوړول د جرمي قضیې د تحلیلولو هراړخیز پیل ګڼل کیږي.

مجرم یا مرتکب څنګه ودانۍ ته ورننوتلي دی، د جرمي عمل له کبله جدي ټپونه څنګه تشریح کیدای شي، جرم څنګه ترسره شوي دی، ولې او څنګه دغه قرباني شوی کس مړ شوي دی؟. دا یوازې یو څو پوښتنې دي، چې د قضیې شنونکې یا تحلیونکی ورسره سمدستي بوخت کیږي. د جرمي قضیې د تحلیلو له لارې د ترسره شوي جرم بیارغونې او تقسیر لپاره یوه هڅه کیږي. اکثرآ دغه بیارغونه او تفسېر د نامالوم مجرم د کړو وړو او سلوک په اړه ترسره کیږي. د مجرم د سلوک د شالید په اړه یوه فرضیه ترتیب کیږي. د جرمي قضیې تحلیل د پولیسو د تاکتیکې مالوماتو د تولید په موخه ترسره کیږي. پروفایلینګ د نامالومو مجرمینو د نښې نښانې موندلو او د ممکنه شکمنو کسانو دارېره ورتنګولو او محدودولو لپاره ترسره کیږي. د قضیې بیارغولو او تفسېري تمرکز د مجرم په کړو وړو یا چلند باندې یوه اسطوروي بڼه لري، څو د جرمي عمل څرنګوالي تحلیل شي. د قضیې تحلیل په عمده توګه د خطرناکو مجرمینو لکه د جنسي تیرې کونکو، د متکرر سرغړونکو یا سادیست مجرم په اړه ترسیم کیږي. د جرمي قضیې تحلیلول د جرمي عمل د شالید په اړه پراخه کریمېنالستیکي پوهه وړاندې کوي. د مجرم پروفایلنګ او قضیې تحلیلول د خورا مشهورو او منل شویو کریمېنالستکي مېتودونو څخه ګڼل کیږي.

د جرمني پولیس مسلکي پروفایلینګ د جرمي قضیې تحلیل په نامه پیژنې. دا د پولسیو په لیکو کې د ځانګړو جنایي کمیسیونونو سره د یو مشارو یا سلاکار رول لوبوي. دا د تحقیقاتي جنایي پولیسو سره د جنسي غرېزوي وژنو، زنځیري قاتلانو یا غرېزوي قتلونو قضیو په څېړولو کې مرسته کوي. که په ساده ژبه وویل شي، پروفایلر د ترسره شویو جنایې قضیو بهیر بیارغونه کوي، چې جرم په څه ډول ترسره شوي دی. لنډه دا چې پروفایلر په استسنایې حالاتو کې راغوښتل کیږي، کله چې جنایي پولیس له سختو پرېکړو سره مخامخ شوي او ملاتړ ته اړتیا ولري.

د نولسمې پیړۍ د پای راهېسې جرمپوهانو د کریمېنالستک سره سرو کار لري. که څه هم د دې تحقیقاتو او پلټنو موخه په سطحې توګه هم د مجرم پیژندل وو. په هر صورت دا مهال بیا هم د مجرمینو د پیژندګلوي له لارې هڅه کیده، څو د جنایي جرمونو په وړاندې مبارزه وشي.

د جرمي قضیې تحلیل مرکزي عنصر د پیښې ترسره کیدل تحلیلوي، دا د دې علمي مسلکي پوهنې منځ زړی جوړوي. له دې امله جرم باید په تقصیل سره تشریح شي. جرمي ارواپوهنه د جرم په پلټنه کې یو مهم عنصر دی، خو دا باید په پام کې ونیول شي، چې دا یوازې یوه وسیله ده. جرمي ارواپوهان دا هم څېړي، چې ایا مجرم د جرم د ترسره کولو په وخت کې د اداراک قوې یې په خپل هوش او سالم فکر کې و، که مجرم یو روانې ناروغ او بیګناه سړی دی. د بیلګې په توګه کیدای شي د ځان د دفاع کړي وي او یا رواني فکري اختلالات لري. جرمي ارواپوهان د جرمي پروفایلنګ جوړولو له لارې د مجرم د شخصیت ځانګړتیاوې مشخصوي او د ترسره شوي جرمي قضیې تحلیلو باندې تمرکز لري. مجرم د جرم په ترسره کولو او د جرم ورسته څه فکر کولو. جرمي ارواپوهان د مجرم ټول شخصیت نه تحلیلوي، بلکې یوازې د هغه چلند یا سلوک یوه برخه تحلیلوي. مجرم د جرمي عمل د ترسره کولو په وخت کې څنګه، څه ډول فکر او څه ډول احساس درلودلو.

اتریشي کریمېنال ارواپوه او نوموتی پروفلیسټ توماس مولیر په خپل کتاب کې لیکي، هغه خلک چې پیچلي جنایي جرمونه ترسره کوي، زیړې سترګې نه لري، دوی په خپلو نوکانو باندې ځمکه هم نه خریي او نه یې پر تندی د کاین ځانګړي اعلامه یا نښه شتون لري، چې هغه موږ ته وایې، ما درې کسان وژلي دي. کله کله غیر معمولي شیان خورا عادي کیدلي شي.

جرمي ارواپوهان د مجرم تعقیب او پل پسې:

د جنايي تحقیقاتي پلټنو، تخنیکونو بریالي پرمختګونه دا ښيي، چې پر نړیوال کچ د انټرپول او یوروپول پولیسو لخوا په ډله ییزو رسنیو کې د لټون خبرتیاوې خپرولو له لارې د فعالو متکررو مجرمینو په وړاندې مبارزه کې یوه بریالي وسیله کڼل کیږي.

په محاکمو کې دPsychologie  یا ارواپوهنه او Psychiatrie یا رواني عدلي درملنه په اړه د مجرم رواني ارزونه او روانې راپورونه د مسلکي کارپوهانو لخوا چمتو کیږي. په بنسټېزه توګه د مجرم ارواپوهنېزه پروفایل پر دې حقیقت باندې ولاړ دی، چې مجرم د ترسره شوي جرمي عمل په صحنه کې ځینې آثار او علایم یا نښې نښانې پریږدي. کوم چې د جرم صحنې تحلیلو سره د مجرم د روانې حالت په اړه کلیدي نښانې پیژندل کیږي. یو تجربه لرونکی ارواپوه کولي شي، دا نښې نښانې سره یو ځای کړي، ترڅو د جرمي عمل څخه یو ګونګ انځور جوړ شي. دغه ترسیم شوي انځور په عمومي توګه د مجرم کرکټر بیانوي. په دې تخصصي مسلکي دنده کې د سلیم عقل، د کتنې پیاوړي ځواک همدارنګه د پیښې سېمې په اړه سم مالومات درلودل، د خالصي ارواپوهنې تر څنګ یو مهم رول لوبوي. کله چې د جرم ټول اړخونه په پام کې ونیول شي، ارواپوه کولي شي یو مناسب جرمي پروفایل رامنځته کړي. د ځانګړي پوهنې سره کریمېنال ارواپوهنېزه پلټنې او څېړنې د ترسره شوي جرم لاملونو، د جرمي یا غیر جرمي چلند مشخصاتو تشخیصول او د جرمي عمل مجازات او د درملنې اغېزو سره تړاو لري او د کریمېنال ارواپوهنې مانا او اهمیت د تیوري او پراکتیک لپاره د جرم په درکولو کې او د جرمي عمل سره چلند، په مخنیوي او درملنه کې نور پرمختګونه رامنځ ته کوي. جرمي ارواپوهنېزه څېړنې د کار وړ پایلې هغمهال چمتو کولي شي، که چیري د احصایوي تحقیقاتو پر ځای، د مجرم شخصي مشاهداتو باندې تمرکز وکړي.

عدلي ارواني رواپوهنه یا  Forensic Psychiatry

عدلي ارواپوهنه یا فورینځګ پېښتیاتېري د رواني ناروغیو لپاره یوه ځانګړي څانګه ده. عدلي ارواپوهنه د ټولو هغو پوښتنو او ستونزو سره سرو کار لري، کوم چې د قانون او رواني ناروغیو سره تړاو لري. عدلي روانې درملنې کتنځایونو ته هغه مجرمین راوړل کیږي، کوم چې د محکمو لخوا د روانې ناروغیو له امله مجرم نه بلل کیږي یا لږ مقصر پیژندل شوي وي. څو د دوی مسلکي روانې درمنله وشي.

Forensic  یوه لاتېنې کلمه ده، د ځای مانا لري. چیرې چې د نورو شیانو په منځ کې د محکمې بهیر یا د محکمې د پرېکړو اوریدنې لپاره یو کلاسیک ځای ته ویل کیږي.

د رواني درملنې ډاکټران باید دلته دوې پوښتنې روښانه کړي: ایا تورن کس د دې توان نه درلود، چې پوه شي، کوم عمل چې هغه ترسره کړي، یو غیر قانوني او ناسم عمل دی او په همدې حقیقت باندې هغه عمل کړي وي. له دې امله رواني ناروغان نه مجازات کیږي، بلکې په تولنه کې بیرته مدغم کیږي. دلته ساتل شوي خلک رواني ناروغان دي او د درملنې مستحق خلک دي، له دې کبله دوی د بندیانو په پرتله ډیر حقونه لري. دغو رواني ناروغانو یو پر دریمه برخه سخت جنایي جرمونه، لکه سخت جسمې فیزیکي بریدونه یا ناوړه وژنې ترسره کړي دي، یوه دریمه برخي د جنسي تیریو جرمونو په تور نیولي شوي دي، غلاوې کړي دي، اختطافونه یا خلک یې یرغمل کړي دي، د خلکو شخصي شتمنۍ ته اورونه اچولي دي او پرلپسې درغلۍ کړي دي. یوازې یو سلنه رواني ناروغانو پر ماشومانو جنسي تېری کړي او وژنې کړي دي. دا ډول رواني ناروغان په عدلي ارواپوهېزه روغتونونو کې تر درملنې لاندې نیول کیږي. په دې کتنځایونو کې جرمپوهان او جرمي ارواپوهان ګډ کار کوي.

کله چې روانې ناروغ مجرم د جرم ارتکاب په وخت کې د اداراک ځواک یې یا د شعور زوال په تقصان اخته وي، محکمه هغه معذور مجرم ګڼی او پیژني او هغه نه مجازات کیږي. بې ګناه معذوره مجرمین د عدلي درملنې ځانګړو کتنځایونو ته استول کیږي. کله چې څارنوال ګومان وکړي، چې تورن سړی د روانې ناروغۍ په حالت کې یو جرم ترسره کړي دی، دغه جنایي روانې مجرم د عامه څارنوال په غوښتنه او د محکمې قاضي په امر د جزا قانون له مخې د بیلګې په ډول د جرمني د جزایي اجرااتو قانون د 126 a مادې په بنسټ د عدلي درملنې یوه کتنځاې یا کلنیک ته د روانې ارزونې لپاره په اجباري توګه لیږدول کیږي. د روانې ناروغانو درملنه او ارزونه د ځانګړو روزل شویو ارواپوهانو او طبي پرسونل لخوا ترسره کیږي.

عدلي ارواپوهنه یا ٬٬فارنزیک پېشیاتري٬٬ ‌اصطلاح مانا او د دې ارواپوهنېزه مسلک دندې: په عدلي ارواپوهنه کې خورا ډېرې بېلابېلې ساینسي پوهنېزه مضامین شامل دي، کوم چې جرمي کړنې په سیستماتیک ډول څېړې. د فارنزیک ټکی د جنایې کړنو لپاره یو علمي او تخنیکي ګډ مفهوم مانا هم لري.

عدلي ارواپوهنه د حقوقي ارواپوهنې یوه څانګه ده. د دې پوهنې کاري تمرکز د روانې ناروغانو ارزونه او درملنه ده، چې بېلا بېلې دندې لري. عدلي ارواپوهنه یوازې د فارنزیک درملنې یوه فرعي ساحه ده. په دې کې ډیرې نورې متخصصې ساحې هم شتون لري، لکه عدلي طب د بېلکې په توګه، د مړو یا جسدونو پیژندل یا د مړینې علت پلټل او مالومول دي.

د عملیاتي قضیې تحلیل، د بېلګې په توګه د مجرم پروفایل رامنځته کول او د سیریالي یا ځنځېرې جرمونه پیژندل. عدلي کیمیا، بېلګې په توګه د مخدره یا نشه یې توکو، مسمولو توکو، د زهرونو ډولونه یا د چاودیدونکو توکو معاینه کول دي.

عدلي بیولوجي د بېلګې په توګه د DNA تحلیلول دي. بېلابېل انجینري علوم، د بېلګې په توګه د جرمونو بیارغونې یا د وسلو او تجهزاتو تحلیل دي. د کمپیوټر عدلي طب، د بېلګې په توګه د کمپیوټر یا ګرځنده ټیلفونونو یا ملفونونو تحلیل دی. بېلا بیل انساني هومنیسټ علوم، د بېلګې په توګه د غږ او د لیک تحلیلول او ارزول شامل دي.

عدلي ارواپوهان او روانې ارواپوهان د مجرمینو د جنایې جرمونو د بې ګنایې او ګناه په اړه مسلکي راپورونه چمتو کوي، په محاکمو کې قاضیان خپلې پرېکړې د همدې راپورونو پر بنسټ کوي او د یو اساس په توګه کاروي.

دوی معاینه او تشخیصوي، ایا مجرمین روانې ناروغي، د شخصیت اختلالات یا نورې روانې ناروغۍ لري، کوم چې روانې درملنې ته اړتیا لري. دوی د عدلي درملنې په کنتځایونو کې د مجرمینو درملنه کوي. جرمي ارواپوهان په زندانونو کې له مجرمینو سره د درملنې په برخه کې هم کار کوي.

دوی د جرم تشخیص په اړه ارواپوهنېزه راپورونه چمتو کوي، ترڅو مالومه کړي، چې ایا مجرمین د رواني درملنې کتنځای یا د محبس څخه خوشې کیداې شي. د دوی دغه ارزونه او راپور په محاکمو کې د قاضیانو پرېکړو لپاره د یو لاسوند په توګه وړاندې کوي او کارول کیږي.

دوی د محکمې په بهیر کې د جرمي پیښې د قربانیانو څارنه هم کوي. سر بېره پردې عدلي ارواپوهان او حقوقي ارواپوهان په علمې تحقیقاتي، څېړنېزو برخو کې او په پوهنتونونو کې په تدریس هم بوخت دي.

په عدلي درملنې کتنځایونو کې روانې ناروغان لکه نورمال بندیان ساتل کیږي، که څه هم دغه کتنځایونه د زندانونو په څېر د څارنې سیسټمونه، امنیتي ځانګړي پرسونل، جګې جګې کتارې ډیوالونه لري، همدارنګه دغه کتنځایونه زندان ته ورته په نورو وسایلو او الارمونو هم سمبال دي، خو د زندان په نامه نه، بلکې د عدلي درملنې روغتونونو په نامه بلل کیږي.

د نړۍ په قضایې عدالت کې دا نظر منلي شوي دی، رواني ناروغان، کومو چې جرمي عملونه ترسره کړي وي، باید د هغو کسانو په څېر قضاوت پرې ونه شي، کوم چې د رواني پلوه روغ رمټ وي.

د بشریت په تاریخ د زرګونو کلونو راهیسې په ماشومانو او د معذورو تنکیو ځوانانو باندې همدغه منل شوي نورم تطبیق کیږي. هغو کسانو چې د جدي رواني اختلال په پاېله کې یو جرمي عمل ترسره کړي وي او د دې رواني اختلال په پاېله کې بیا هم په سیستماتیک ډول د جنايي جرمي اعمال ترسره کولو يا ګواښ پیښولو اټکل کیداې شي، د بېلګې په ډول د جرمني جزا قانون د 63 او64  مادو له مخې رواني مجرم ناروغان د اصلاح او ټولنېز امنیت لپاره په ځانګرو کتنځایونو کې د روانې ناروغانو درملنې په کې ترسره کیږي‌، په دې کتنځایونو کې مجرم رواني ناروغان ځای پر ځای کیږي. په دې ځانګرو کتنځایونو یا عدلي ارواپوهنې کلینکونو کې جنایی جرمونه په سیستمانیک ډول پیژندل کیږي، تحلیل کیږي، درملنه یې کیږي او بیارغول کیږي. په هغه صورت کې کله چې روانې ناروغان د جرم ارتکاب په وخت کې بېګناه یا بې تقصیره وي، یا دوی حد اقل د جرم ترسره کولو وړتیا نه درلوده او یا د جرم ارتکاب پر مهال مقصریت لږ وي.

 The Clinics for forensic psychiatry and psychotherapie and the forensic

psychiatric outpatient clinics:

د حقوقي ارواپوهنې دندې څه دي‌؟

حقوقي ارواپوهنه د قانون په ساحه کې د روانې ناروغي تشخیص شوي موندنو ارزونه کوي. په حقوقي ارواپوهنه کې له یوې خوا عدلي ارواپوهنه او له بلې خوا کریمېنال سېکالوجي یا جرمي ارواپوهنه شامله ده. جرمي ارواپوهنه د جرمونو د راڅرګندیدلو او له مخنیوي سره معامله کوي. برسېره پردې روانې جرمي قضیې د حقوقي ارواپوهانو لخوا د قانون په رڼا کې څېړل کیږي. د بېلګې په توګه د ٬٬ ګناه، عمدې قتل، جرم٬٬ اصطلاحات د جرمي ارواپوهنې یوه لویه برخه ده، چې په کې څېړل کیږي، چې کوم مجرمین باید په اجباري ډول عدلي درملنې مرکز یا کتنځایونو ته ولیږدول شي‌:

محکمه تل په دې اړه فکر او پرېکړه کوي، چې کوم مجرم عدلي درملنې ته ولیږدول شي، په دې اړه مخکې له مخکې عدلي ارواپوهان او روانې ارواپوهان خپلې سپارښتنې، معاینات او راپورونه په لیکلي بڼه کې چمتو کوي او محکمې ته وړاندې کوي. عدلي درملنې ته د یوه مجرم لیږدل په هغه صورت کې په پام کې نیول کیږي، کله چې جنایې مجرم بېګناه وي. د بېلګې په توګه که چیرې مجرم روانې ناروغی ولري، د هغه شخصیت جدې اختلال ولري یا په نشه یې توکو باندې روږدېتوب یې تشخیص شوي وي. ناروغ د مخدره توکو ترلاسه کولو لپاره جنایي جرمونه ترسره کوي. په ځېنو حالاتو کې مجرم لومړی روانې درملنه ترلاسه کوي او بیا زندان ته لیږدول کیږي. په ځینو قضیو کې د زندان دورې تیرولو ورسته د یوه موقت وخت لپاره د جرم مخنیوي لپاره په ځانګړو توقیف خونو کې ساتل کیږي. ځېنې وختونه مجرم د زندان په بند نه محکوم کیږي، بلکې مستقیما د عدلي درملنې کتنځای یا مرکز ته لیږړول کیږي. د عدلي درملنې کتنځای کې د پاتې کیدو موده د روانې مجرم درملنې پرمختک او د جرم بیا پیښیدو ګواښ پورې اړه لري. کله چې مجرم د ټولنې لپاره په دوامداره توګه یو ګواښ وي، بیا کیداې شي روانې ناروغ د ټول عمر لپاره هلته پاتي شي. خو د روانې ناروغ ارزونه او څارنه د عدلي او حقوقي ارواپوهانو لخوا په منظم ډول ترسره کیږي.

د عدلي درملنې په کتنځاې کې د روانې ناروغ روانې درملنه کیږي. دا درملنه د روانې درملنې د میتودونو له مخې په کلونو کې ترسره کیږي. د دې درملنې موخه دا ده، چې د روانې ناروغ روانې ستونزې بیرته ښیې شي یا له منځه لاړلي شي. د مجرم د بیا جرم ترسره کولو ګواښ لږ شي. د روانې درملنې ټراپي جزیات او تفصیل په هره قضیه کې له یو بل سره په انفرادي ډول خورا توپیر لري.

اکثرآ عدلي ارواپوهنه د لویانو لپاره وي، خو د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره عدلي اروا پوهنه هم شتون لري. ارواپوهان د ماشومانو د ستونزو په اړه راپورونه چمتو کوي او د روانې درملنې وړاندېزونه کوي. همدارنګه د ماشوم او تنکې ځوان د هوسیانې او د ساتنې حقونو په اړه پوښتنې راوچتوي. تنکې ځوانان هم د عدلي درملنې په کتنځایونو کې ساتل کیږي.

پایلې.

هر څوک کولي شي د یو جرمي عمل په ترسره کولو سره مجرم وګرځي، دا یوازې په شرایطو پورې اړه لري. په ځانګړي ډول ناهیلې کسان په ډېرو ناوړو جرمونو باندې لاس پورې کولي شي. د جرمي ګناه او مناسبې سزا پوښتنې ځواب اکثرآ ستونزمن وي. په ځانګړي ټوګه کله چې د جرم پوښتنه نه یوارې په حقوقي او قانوني چوکاټ کې نه مطالعه کیږي. د حق او عدالت په تله کې د یو چا ګناه تلل یو ستونزمن کار دی. ګناه ډیر موخونه لري. ځېنې کسان د جرمي ګناه په ترسره کولو کې هیڅ ډول ستونزه نه لري، خو ځینې بیا په کې ډیر زر ماتېږي او له منځه ځي. هیڅوک د روانی اختلالاتو درلودلو له امله مجرم نه پیژندل کیږي. فکري اختلالات، روانې ناروغي او د اداراک زول نه باید د شرم او خجالت لامل وګرځي. ځکه د روانې ناروغیو پایلې اکٍثرآ د شرم او خجالت لامل ګرځي. د عدلي درملنې په کتنځایونو کې اکثریت روانې ناروغان په شېزوفرینیا ناروغي اخته دي. معمولا دغه روانې ناروغي په دوراني یا دوریې توګه په ناروغ کې راڅرګندیږي. د شېزوفرینیا ناروغي د انسان په فکر او ادراک کې بدولون راولي. په دې روانې ناروغي اخته ناروغانو فکرونه، احساسات او کړنې د نورمالو انسانانو لپاره د پوهیدو وړ نه دي.

ډیرې روانې ناروغان په Delusion in Schizophrenia  اخته دي، چې د عدلي درملنې کتنځایونو ته استول کیږي، ځکه دغه ناروغان د خپلې ناروغي په لومړی پړاونو کې په جنایي جرمونو لاس پورې کوي. دغه مجرمین ګناهکار دي، خو په عین حال کې بیګناه دي. هر شخص د جرم د ارتکاب په وخت کې د جنون یا نورو روانې ناروغیو له امله د اداراک او تام شعور خاوند نه وي، هغه جزایي مسوولیت نه لري او نه مجازات کیږي. د جرم ارتکاب په وخت کې د اداراک یا شعور په تقصان اخته وي، محکمه هغه معذور پیژني نه مجازات کیږي.

د عدلي ارواپوهنه او حقوقي ارواپوهنه د همدې رواني مجرمینو سره سرو کار لري. عدلي ارواپوهنه د حقوقي ارواپوهنې یوه برخه ده، چې په کې د مجرمینو روحي او رواني حالت څېړل کیږي. د بېلګې په توګه، عدلي ارواپوهان د مجرم جرمي عمل د ترسره کولو په مهال د هغه روانې حالت په اړه یو څېړنېز ارواپوهنېز راپور لیکي، چې مجرم بېګناه یا د ترسره شوي جرم مسوولیت لري. همدارنګه د جرم تشخیصولو په اړه محکمې ته یو مسلکی مشاهداتي راپور چمتو کوي، عدلي ارواپوه او حقوقي ارواپوه په عدلي روانې کتنځایونو کې یا زندانونو کې د مجرمینو سره سرو کار لري.

د جرمپوهنې او پولیسپوهنې څېړنو په برخه کې وروستیو پرمختګونو دا ښودلي، چې د جرمونو سره مبارزه یوازې هغه وخت ممکنه ده، چې پولیس، قضا، سیاست او نور ټولنېز مسلکونه په ګډه سره کار وکړي. جرمپوهنه د یوه انډولیزه ډیسپلیني پوهنې په توګه، جرم ته د یوې پیچلې ټولنېزې ښکارندې په توګه ګوري او د تحلیل او ستراتیجي پراختیا لپاره نورو مسلکونو ته اړتیا لري.

له هغه مهاله چې جنایې جرمونه ترسره شوي دي، تر هر څه د مخه د دې هڅه کیږي، چې مجرم زر تر زره وموندل شي، څو د نورو جرمونو د ترسره کولو مخه ونیول شي. د قاتل د نیولو لپاره باید یو فکر وشي او خو د رواني مجرم ناروغ درملنه باید وشي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.