محب :طالبانو وښوده، چې دوحه کې کړې ژمنې يې ټولې دروغ وې

447

محب”طالبانو وښوده، چې دوحه کې کړې ژمنې يې ټولې دروغ وې”

د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي چې د ط.. البانو د تېر يوه کال واکمنۍ دا ثابته کړې چې په دوحـ.ـه کې کړې ژمنې يې ټولې دروغ وې.

ښاغلي محب وويل، چې ط.. البان له امريکا سره د سولې خبرو کې په صداقت سره مخکې نه تلل او دا هغه څه ؤ چې موږ پرې له لومړيو باور لره. د نوموړي په وينا، د ارګ په څو کيلو مترۍ کې د الـ.ـقاعـ.ـده ډلې د مشر ايـ.من الظـ.ـواهـ.ري اوسېدو دا وښوده چې ط.. البان اوس هم له الـ.ـقـ.اعـ.ده او نورو ترهګـ.رو ډلو سر اړيکې لري.

ښاغلي حمدالله محب له بي بي سي سره په مرکه وويل، ط.. البانو ادعا کوله چې کله واک ترلاسه کړي، نو کولی شي د نورو ترهـ.ـګرو ډلو د فعاليت مخه په افغانستان کې ونيسي. د هغه په وينا ط.. البانو نه يوازې د د.ا.عـ.ش ډلې مخه ونه نيوله بلکې د دې ډلې فعاليتونه نور هم پراخ شوي دي.

د پرځول شوي جمهوري نظام د ملي امنيت سلاکار زياته کړه، د ط.. البانو د تېر يوه کال واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې قومي او مذهبي ستونزې هم ډېرې شوي دي.

ښاغلی محب په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې تېره ورځ (د اګست ۱۵مه) کابل ته د ط.. البانو د ننوتلو او د واک ترلاسه کولو يو کال پوره شو، هغه کال چې د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو او رسنيو ملاتړ بنسټونو په باور د افغانانو لپاره له اقتصادي، ښوونې او روزنې او سياسي اړخ څخه له ناورينه ډک ؤ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.