ښوونځی نه شته گدايي کړي
ورکه نېستي کړې سړی سخت بدرنګوینه
بې سجدې لمونځ درپسې وشه
زه دې په خامه خوله بدنام د دنیا کړمه
د جمعې ورځ ده سوال قبلېـږي
څوک چې وطن راورانوي تباه دې شینه
د دې برخې له پاره دا لنډۍ غوره شوې دي:
روغه لالیه حال يې اخله
ناروغ لالی دې په دا نن سبا کې مرینه
رنځور دې يم خدای به مي جوړ کړي
مزدور دې نه يم چي جار، جار درته کومه
په تـور تـوپک ويشتـلی راسې
د مفـلسي احـوال دې مـه راځـه ميـنـه
د پلۍ خانه بد دې وکړل
خانان دې مړه کړل ځان دې خپل کمزوری کنه
نورې ښېرې به درته نه کړم
دومره خفه شې لکه زه چې څومره يمه
ښوونځی نه شته گدايي کړي
ورکه نېستي کړې سړی سخت بدرنګوینه
ما ته دې مرګ بيخي اسان ده
چې ته ولاړ وې زه به بل ته وخاندمه
دا ډیرې خولې ډیرې خبرې
کولاله نه يم چې برغولي جوړومه
دا ډېرې خولې ډېرې خبرې
زه به د چا خولې ته برغولى جوړومه
بې سجدې لمونځ درپسې وشه
زه دې په خامه خوله بدنام د دنیا کړمه
د زړه رضا دې وه چې لاړې
کنه قرآن دې په سر چا نيولی وونه
د جمعې ورځ ده سوال قبلېـږي
څوک چې وطن راورانوي تباه دې شینه
په اننګو دې دانې وشه
چې د غرور کنډو دې دړې وړې شينه
ژڼيه د ځان پۀ غوښو موړ شې
څنگه دې وکرل ټول کلي ته غمونه
سختې ښیرې مې درته وکړې
که پنځه ورځې ژوند لرې څلور به شینه
سر مې که یو ماښام سرتور که
بیا به دې مور په زیارتونو گرځوینه
چې د وطن درد پکې نه وي
الله دې واخلي دا کدو، کدو سرونه
د اسوېلو علاج مې وکړه
زياتی به وکړي ستاسو کور به وسيځينه
د کبرجنو خلکو زور دی
زما باڼو کې اوښکې ډنډ ولاړې دینه
چې پرون نن واى، نن پرون واى
ما ته ارمان د پرونۍ ورځې راځينه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.